تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظالم خوا ته میلان کول!
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 7, 2018
  0

ليكوال: مولوي قدرت الله ارشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


جماعت ته حاضر شو په امام پسي ودريد ، امام دا آیت  ته راورسید:


(وَلَا تَرْكَنُوٓا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ) هود:۱۱۳


ژباړه: او تاسې مه مائلیږئ یعني (میل د دوستی مه کوئ) په طرف د هغه کسانو چه ظلم ئي کړی دی، نو وبه رسیږي تاسي ته اور (د دوږخ) حال دا چه نه به وي تاسې ته ماسیوا له الله جل وعلا څخه  هیڅ دوستان، یعني (چه له عذابه مو وساتي) بیا به ونه کړه شي درسره مرسته.


د آیت په اوریدو پر مځکه را ولوید او بیهوشه شو کله چه په هوش شو، ورته وويل شوه، چه د بیهوشی وجه څه وه هغه وویل چه د ظالم سره د زړه یو میل او مینه کوونکي ته دومره سخت عذاب دی، نو د ظالم به څه حال وي، العیاذ بالله...
دوستانو لږ فکر په کار دی خلګ هم هغه خلګ وه چه دومره ویښ وه د الله له کتاب سره اشنا وه په هغه ئي عمل کاوه، لوی څښتن په خپل لطف او مهربانۍ لورولي وه، موږ چه کله د خود بینۍ، تعصبونو، ظلم او بربریت په خلاف اقدام وکړو موږ به هیڅکله شاته نه شو، بری او کامیابي یواځي د الله او د هغه د رسول په طریقو کي ده.


الله جل جلاله دي موږ د ظالم خوا ته د میلان څخه وساتي او ټولو ته د صراط مستقیم ښوونه وکړي. آمین


مأخذ: تفسیر مظهري او کابلی

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته