تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د اسلام احکام او حجاب (۳۳)
  تعلیم الاسلام
  September 30, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۳)

 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱۰: سوال:  ولي ښځه بايد حجاب وکړي؟
حجاب په اسلام کي فرض دئ د قرآنکريم په (سورت النور۳۱ ايات)۔ کي يې حکم راغلي دئ او همدارنګه په ډيرو مبارکو احاديثو کي يې ښکاره بيان راغلي دئ خو زه دلته پر دې باندي بحث کوم چي حجاب په ساينس کي څومرې ارزښت لري؟

 

حجاب او نوی ساينس
خالق جل جلاله چي کوم اصول د مخلوق لپاره ټاکلي دي په هغه کي ضرور ددې دنيا او د اخرت ګټې نغښتي دي، او د الهي احکامو د پرځای کولو په صورت کي انسان هم په ژوند کي او هم په ګور (قبر) کي بری مند دئ؛ او په قرآنکريم کي چي کوم امر سويدی په هغه کي حتماً حکمتونه پیچلي دي، فايدې پکښې جوتې دي او الهي احکام د انسانانو لپاره تر ټولو بهترين او تر ټولو لوړ قوانين دي؛ هغه قوانين چي انسانانو پخپلو ناقصو فکرو او د تشويش نه ډکو مفکورو او خيالاتو په وسيله او سرچينه جوړ کړيدي، هغه ضرور نيمګرتياوې لري او د تېروتنو څخه خالي نه دي، چي دا يو منلی حقيقت دئ، نو ځکه په هر هيواد او ديموکراتيکو قوانينو کي په هرځای کي هر کال پخپلو دې ناقصو قوانينو کي ترميم راولي، کله يوه ماده پکښې زياته او کله يوه ماده ورڅخه ليري کړي؛ خو الهي قانون د انساني قوانيو بر خلاف دی، هغه دا چي (۱۴۰۰) کاله مخکي چي کوم الهي قوانين د وحي په واسطه نازل سوي دي  او د انسانيت و ستر لارښود حضرت محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم ته ورکول سويدي دا به تر قيامته پوري باقي وي، دا قوانين په هر دور او عصر کي تر ټولو قوانينو لوړ او د ټولو انساني ښېګڼو مجموعه  او ټولګه ده، په دې الهي قوانينو کي هيڅ داسي تصور لا هم نسي کيدلای چي يو څوک دي ووايي چي دا ځای ئې څه کمزوری دئ العياذباالله.

 

هغه د اسلام  او بشر ضد عناصر چي پر اسلام باندي نېوکې او پر الهي قانون باندي نېوکې لري، امت مسلمه و هغو ته غاښ ماتونکي او قناعت بخښونکي ځوابونه په هره زمانه کي ورکړيدي او ورکوي ئې، د هرې ورځې په تېرېدو سره و ټول انسانيت ته جوتيږي چي هغه ښېګڼې، سوکالي، سکون، بری، هوډ او نيکمرغي چي په الهي دين کي سته هغه په بل هيڅ قانون او دين کي شتون نلري، د اسلام د راتګ سره يوځای بيا تر اوسه پوري په زرهاوو قوانين او مفکورې راغلي دي خو ټولې د اوبو لاهو سویدي، او همدا اسلام به تر قيامته پوري باقي وي، او هغه خلک چي د اسلام اور مړ کول غواړي  نو دا مسلمه خبره ده، چي دوی اسلامي قوانين له مينځه نسي وړلای او نه هم د اسلام و مبارک دين ته د يوې زرې په شان تاوان رسولای سي  بلکې خپل مخونه به وسوځوي چي په دې باندي تاريخ شاهد دئ.

 

 

او اوس الحمدلله ثم الحمدلله د قرآنکريم پر هر قانون باندي پوره څېړنې سويدي، چي دا څېړنې د مسلمانانو له خوا څخه يواځي نه دي سوي بلکې غير مسلمانانو هم په دې کي ډېره پوره دلچسپي او محنت کړيدئ، چي په زرګونو ټوکه کتابونه ، په زرګونو ژبو ورباندي ليکل سويدي؛ چي په اوسني وخت کي زياتي څېړنې د لويديځ والو له خوا څخه سويدي او له همدې کبله په ټول لویدیځ کي د اسلام د مبارک دين شُغلې ډېرې په تېزۍ سره رواني دي، او هره ورځ په زرهاوو خلک د اسلام  په مبارک دين باندي مشرفه کيږي او همدې ساينس پوهانو لخوا د علم، پوهې او فلسفې مطابق څېړنې روانې دي، چي ډېرې څيړنې او حقايق ئې خپاره سويدي چي په دې ترڅ کي ماهم د (اسلام او نوي ساینسي څېړنې) يوه لړۍ پيل کړېده، چي ډېري ليکنې اوحقايق خپاره سوي او لا به خپاره سي چي ډېر ژر به ، په پرلپسې توګه سره ټول ټوکونه ستاسو تر لاسونو پوري در ورسيږي، تر څو د پوهې تنده مو پرې ماته سي، د هيلو غوټۍ مو نوره هم وغوړېږي او د علم مړاوي ګلان مو تازه سي او خپله پوره استفاده ورڅخه وکړئ.

 

و ټولې نړۍ ته دا جوته ده چي ستر او حجاب څومره ارزښت ، عزت او ګټې لري، او دا د حجاب موضوع په مسلمانه او غيرمسلمانه نړۍ کي  د رسنيو يو تود بحث ګرځېدلی دئ؛ د اسلام ضد عناصر دا کوښښ شپه او ورځ کوي چي اسلامي حجاب بند کاندي، او مسلمانان چي پر يوه الله جل جلاله ايمان لري او يواځي او يواځي د الله جل جلاله قانون ورته غوره او محبوب دئ او دا ئې يواځنۍ د ژوند ارزو ده، نو ځکه دا د الله جل جلاله امر، يو شرعي حکم او يو اسلامي فرض امر دئ حجاب د ټولنې لپاره اړين دئ، او دا حجاب د لوی څښتن جل جلاله له لوري يوه لورينه ده،چي د مختلفو علومو پوهانو او څېړونکو پکښې څېړنې هم کړيدي او د قرآنکريم د حجاب د حکم ځلا او ښکلا نوره ښکاره سوه او په حجاب کي نغښتې فلسفه ئې و ټولې نړۍ ته روښانه کړل؛ د علم الاخلاق (سلوک پوهنه) څېړنو دا ثابته کړيده چي ستر او حجاب د ډېرو فسادو د مخنيوي لپاره يو سپر دئ، او د زنا، د ښځو د تښتولو، د ښځو د بې عفته کولو، د ښځو سره د حيواني چلند او نورو فحشاوو د خپرولو لپاره حجاب يواځنۍ درملنه ده.

 

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته