تازه سرليکونه
د (د نر او ښځې توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د نکاح ارزښت په اسلام کي (۳۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 24, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۹: سوال: ولي نر يا ښځه بايد نکاح وکړي؟

 

په عمومي ډول سره په لويديځ کي داسي مفکوره سته چي ځيني نر يا ښځي ودونه نه کوي، مجرد ګرځي د واده څخه يې دا مطلب نه دئ، چي دوی جنسي اړيکي نه لري؛ بلکي جنسي اړيکي له هر چا سره لري خو يو څوک يې خاوند نه وي.


واده په اصل کي يو تړون دئ د نر او د ښځې تر منځ، په اسلام کي نر و دې ته متوجه کوي چي د ښځي ټولي فطري غوښتني پوره کړه، د هغې مراقبت وکړه، د هغې ساتنه وکړه، و بل لور ته ښځه و دې ته متوجه کوي چي د خپل خاوند، د خپلو ماشومانو، د خپل کور او کهول پاملرنه وکړي. هغه انسانان چي ودونه نه کوي هغوی تل پرېشانه وي، د جنسي اړيکو ښکار وي، ژوند يې تر حيوان بد تر وي، دا ځکه چي هر نر او هره ښځه دا خوښوي چي تل د يوه نوي کس سره جنسي اړيکي ونيسي  او له زړو کسانو څخه ليري سي.

دلته موږ اوس د واده نوري ګټي بيانوو.

 

 د واده ارزښت په اسلام کي:


۱: واده يوه ديني او ټولنيزه غوښتنه ده:


د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سياسي، اجتماعي، ديني او داسې نوري ګټي لري او هغه دروند کار دئ، چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د يو ټينګ عهد کولو په رڼا کي رامنځ ته کیږي، نو له همدې کبله قرآنکريم د نبوت او بيا واده لپاره  د (ميثاقا غليظا)  (يو غښتلي تړون او پيمان) کليمه کارولې ده؛ لکه څنګه چي څښتن تعالی په قران کریم کي فرمایي:

( وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنْكُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا ) (سورت النساء ۲۱).


که د نړۍ نظام ته ځير سو، نو جوته به سي چي لوی څښتن تعالی يو جنس نارينه او بل جنس ښځینه خلق کړي دي، تر دې چي د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ذره چې اتوم (Atom ) ئې بولي او د دنيوي ژوند بنسټ ګڼل کيږي، هغه هم له دوه مختلف النوعه چارجونو (مثبت چارج ـ Proton او منفي چارج ــ Electron) درلودونکې ده.


لکه څرنګه چي د دنيا نظام د زوجيت د قاعدې پر اساس سره منځ ته راغلی دئ، له همدې کبله ويلای سو چي واده يوه ديني او ټولنيزه غوښتنه ده او هغه بشري غريزه ده، چي د دوو مختلفو جنسونو تر منځ د يو لړ خاصو کړنو په ترڅ کي ترسره کيږي.


دنيوي نظام د زوجيت د قاعدې پر اساس د منځ ته راتللو خبره څه نوې خبره نه ده، بلکي هغه لرغونې تاريخي خبره ده، چي ۱۴۰۰ كاله وړاندي قرآن کريم څرګنده کړې ده؛ لکه چي لوی خالق تعالی په قرانکریم کي فرمایي:
(
سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ).( سورت یس ۳۶)


او په بل ځای کې فرمایي. (وَ مِنْ كُلِّ شَيْ‌ءٍ خَلَقْنا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (سورة الذاريات ۴۹).


مفسرينو پخوا لا ويل چي په پورتني آيات کې دا د ( و من کل شئ ) قاعده أغلبيت ته اشاره کوي، يعنی په نړۍ کي اکثره شيان؛ لکه:۱: جنت ـ دوزخ ۲: دنيا ـ آخرت ۳: شپه ـ ورځ او داسې نور…..) سره جوړه پيدا سوي دي، که څه هم قرآن کريم ورته د ( کُل ) کليمه کارولې ده، خو اوس ثابته شوه چي د نړۍ هر مخلوق يوه جوړه لري.


له همدې کبله هر کله چي لوی خالق تعالی حضرت آدم (عليه السلام ) پيدا کړ او بيا ئې ورته جنت د هستوګني په توګه ځای غوره کړ، نو په جنت کې ئې تنها پرې نښود، بلکي حضرت حواء (عليها السلام) ئې د هغه له جنس څخه هم پيدا کړه. جنت چي د باغ په معنا سره دی، که هر ډول مېوې پکي شتون ولري، خو چي د انسان د ژوند ملګری په کښي نه وي، بيا به هم اوسېدونکي انسان په کښي د يوې تشي او خلا احساس کوي، نو له همدې کبله لکه څرنګه چي انسان يو ټولنيز مخلوق دئ، د ژوند د استمرار له پاره واده کولو ته اړتيا لري او د واده يو له مهمو ګټو څخه په انسان کي ايماني استقامت او متانت رامنځ ته کېدل دي.


۲: اولوا العزم پيغمبرانو هم ودونه کړي وه:


مخکې مو هم وويل چې واده د هر سالم انسان فطري غوښتنه ده، له همدې کبله ټول پيغمبران او حتی اولوا العزم پيغمبرانو هم ودونه کړي وه، مګر ډېر کم له دوی نه که چیري داسې وي چې هغوی ودونه نه وي کړي، لکه حضرت يحيي او حضرت عيسي( عليهما السلام ).


آيا د واده څخه ډډه کول دينداري ده ؟


د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي يوه ډله خلک داسي پيدا سول، چي له واده څخه بېزارۍ یې اختیارول  او رهبانيت ته ئې مخه کړه او دا له دې کبله چې دوی د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کور ته ورغلل او د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارکو بيبيانو څخه ئې د هغه د عبادت په اړه پوښتنه وکړه او کله چي په دې پوه سول چي پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کله روژه نيسي او کله هم افطار کوي، کله نيمه شپه خوب کوي او کله هم عبادت، نو دوی په خپل ګمان د هغه دا کار لږ و شمېره او په دوی کې يو تن پرېکړه وکړه، چي له سره به هيڅ واده نه کوي، بل تن وويل: زه به هيڅکله هم افطار ونه کړم او دریم تن له ځان سره پرېکړه وکړه: چي زه به د شپې هم عبادت کوم…. خو پايله دا سوه چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم دوی پر دې و پوهول چي:

( انما أنا أخشاکم لله و أتقاکم و أفطر و أقوم و أنام و أتزوج النساء، فمن رغب عن سنتي فليس مني.)

په يهودو او نصاراو کي ځيني رهبانيان د ښځي له سيوري څخه هم لیري اوسېږي  دا ځکه چي دوی داسي انګېري چې واده کول ګناه او د شيطاني کړنو څخه ده او دوی به همېش ويل چي د شر او د ګمراهۍ څخه د خلاصون يواځينۍ لاره واده نه کول دي.


له همدې کبله په غرب کې د بې دينۍ تهذيب او اخلاقي انحرافاتو ډېر ترويج موندلی دی او تر ټولو زيات اخلاقي انحرافات د غرب په رهبانيانو او پاپانو کې ليدل کيږي، هغوی چي واده نه کوي، خو له نورو لارو څخه خپله جنسي غريزه پوره کوي.


 د اسلام  دين د غرب پر دې ټولو ناسمو فکرونو د بطلان کرښه راکاږي او د غرب د روان کړکېچ د هوارۍ او حل  له پاره دوی ته د اعتدال (Moderation) او وسطيت لاره ورپه ګوته کوي او دغه دين خپلو پېروانو ته اجازه ورکړې ده او د غرب د منحوس نظام ئې په کلکه سره مخالفت کړی دی او د اعتدال لاره دا ده چي که يو انسان وکولای سي د يوې څخه تر ۴ پوري د مېرمنو سره واده وکړي او د غرب د مطلق اباحيت څخه ځان وساتي.

 

 


د غربي نړۍ دوې مهمي ستونزي:


اسلام د غرب د مزخرف رهباني نظام سره کلک مخالفت لري، دا ځکه چي غربي نظام د ژوند سلسله او لړۍ ختموي. د تناسل او اولاد راوړلو مخه نيسي او په عملي کېدلو سره ئې بشري ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.


له بل لوري اسلام د مطلق اباحيت مخالفت هم کوي، يعنی غربي ټولني عموما دوې عمده ستونزي لري، يوه په کښي د رهبانيت ستونزه ده او بله په کښي د اباحيت ستونزه په داسي حال کي چي اسلام بيا د وسطيت نظام دی.


له بل پلوه که موږ ځير سو، نو پوهېږو چي بيا د بشري ټولنو ستونزه نه هم په مطلق اباحيت او نه هم په رهبانيت سره حل کيږي، بلکې دا يواځي د اسلام دين دئ چي دا ستونزه ئې حل کړې ده. د غرب فلسفه همدا ده چي دوی د مېرمنو په اړه هر څه روا بولي او نن همدې بشري انحرافاتو غرب له خورا ستونزو سره مخامخ کړی دی. خو د اسلام فلسفه پر اعتدال ولاړه تګلاره ده، هم له موږ څخه په دنيا کي او هم په آخرت کې ښېګڼه او نېکمرغي غواړي؛ لکه چي په پنځه وخته لمونځونو وايو:


 (اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة و في الآخرة حسنة و قنا عذاب النار) 


پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم ددې امت ځوانان واده کولو ته هڅولي دي او نېکه بي بي ئې تر ټولو ستر نعمت شمارلې ده.  په يوه صحيح حديث شريف کې راغلي دي:

( الدنيا متاع و خير متاع الدنيا المرأة الصالحة )
ژباړه: دنيا يوه توښه ده او د دې دنيا تر ټولو ښه توښه او ستر نعمت نېکه بي بي ده.


او په يو بل حديث شريف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

(  مَنْ رَزَقَهُ اللهُ امْرَأَةً صَالِحَةً فَقَدْ أَعَانَهُ عَلَى شَطْرِ دِينِهِ، فَلْيَتَّقِ اللهَ فِي الشَّطْرِ الْبَاقِي).
ژباړه: د يو چا چې نېکه  صالحه بې بې په نصيب سوه، نو په حقيقت کي لوی څښتن تعالی د هغه سره د هغه نيم دين د تکميل په اړه مرسته کړې ده، نو په پاتي نيم دين کي دي پخپله له لوی الله تعالی څخه ووېرېږي (په خپله دي ددغې پاتي نيمي برخي د تکميل په باب هلي ځلي وکړي.)


نېکه بي بي هماغه ده چي په ليدلو سره ئې خاوند د خوښۍ احساس وکړي او هرکله چي ورته امر وکړي سمدلاسه ئې عملي کړي، هم اخلاق ولري او هم ديانت. يوه داسي مېرمن وي چې د دنيا جمع کول ئې د ژوند اساسي موخه او مقصود نه وي.

 

عموماً د سعادت او نېکمرغۍ (څلور) عمده عوامل دي:
۱: نيکه او پاک لمنه بي بي.
۲: ښه کور.
۳: راحت بخښونکې سپرلي.
۴: نېک همسايه .


نو پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د سړي د سعادت او نېکمرغۍ د مهمو عواملو څخه يو هم نيکه صالحه بي بي شمارلې ده.


نو انسان ته ښائي چې متدينه مېرمن د ځان له پاره وټاکي، البته دا د دې معنا نه ورکوي چي ښکلې دي نه وي، بلکې د خاوند له پاره د ښځي ښکلا هم يو مطلوب کار دئ. خو دا هم د ويلو وړ ده چي ښکلا يو نسبي کار دئ، ځکه ډېر ځلي يو انسان ته يوه ښځه ډېره ښکلې ښکاري، په داسې حال کي چي هغه بل ته بيا عادي ښکاري. 


نور بیا...

 

سرته