تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیرپه اسلام او ساینس کي(۱۵)
  تعلیم الاسلام
  March 4, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ښځې حقوق پر خاوند باندي:
 
قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا حَقُّ زَوْجَةِ أَحَدِنَا عَلَيْهِ قَالَ « أَنْ تُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمْتَ وَتَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَيْتَ - أَوِ اكْتَسَبْتَ - وَلاَ تَضْرِبِ الْوَجْهَ وَلاَ تُقَبِّحْ وَلاَ تَهْجُرْ إِلاَّ فِى الْبَيْتِ ». (ابوداود)
  ژباړه: حضرت معاويه بن حيدة رضي الله عنه فرمايي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم په موږ کي د ښځې پر سړي څه حق دئ؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل: کله چي تاسي خوراک کوئ دوی ته خوراک ورکوئ، کله چي تاسي کالي اغوندی دوی ته کالي ورکوئ، په مخ باندي ئې مه وهئ، بد مه ورته وايه، مه ور څخه جلا کېږه (البته داصلاح په غرض) په کور کي. 
 
جنتي ښځه:
 
 عن أم سلمة قالت : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أيما امرأة ماتت وزوجها عنها راض دخلت الجنة. (ترمذي)
 ژباړه: د حضرت ام سلمې رضي الله عنها څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي هغه ښځه چي له دې نړۍ څخه ولاړه سي په داسي حال کي چي خاوند ئې ورڅخه راضي او خوشحاله وي نو هغه به و جنت ته ځي. 
 
ښځه د جنت د هرې دروازې څخه ننوتلای سي:
 
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا صلت المرأة خمسها، وصامت شهرها، وحصنت فرجها، وأطاعت بعلها، دخلت من أي أبواب الجنة شاءت. (ابن حبان)
 
 ژباړه: د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي کله ښځه پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره کوي، د رمضان روژه نیسي، خپل شرمګاه او عزت و ساتي، د خاوند فرمانبرداري کوي نو و جنت چي له کومي دروازې څخه داخليږي د هغې دروازې څخه به داخله سي. 
 
د طلاق په هکله وعيد:
 
 عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ « أَبْغَضُ الْحَلاَلِ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى الطَّلاَقُ ». (ابوداود)
 ژباړه: د حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل: والله تعالی ته په ټولو حلالو شيانو کي ډېر ناخوښه شی طلاق دئ.
 
د نکاح په وخت کي د ښځې څخه پوښتنه کول لازمه ده:
 
 د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ارشاد دئ چي د کونډې د نکاح کولو څخه مخکي بايد د هغې سره مشوره وسي، او که چيري ښځه پېغله وي نو د هغې څخه دي اجازت واخيستل سي او که هغه چوپه سول نو دا هم لکه دا چي راضي وي.
 
په يوه روايت کي راځي چي د پېغلې نجلۍ پلار دي د هغې څخه اجازه واخلي او بيا دي نکاح وکړي.
 
ددې حديث مفهوم دا دئ چي که څه هم ولي او سرپرست اختيار لري خو مختار مطلق نه دئ، د ښځې د مشورې او اجازې مطلب دادئ چي ښځه خپله رضاء ښکاره کړي که چيري دا بالغه وي، او که چيري بالغه نه وي بيا ئې واک د ولي او سرپرست دئ لکه حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه چي خپله لور بې بې عايشه رضي الله عنها و نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته په نکاح ورکړه چي د هغې عمر شپږ کاله وو.
 
د کور کار د ښځې لپاره جهاد دئ:
 
عَنْ ثَابِتٍ عن انس رَضِيَ الله عَنْه قَالَ قُلْنَ النِّسَاءُ يَا رَسُولَ اللَّهِ ذَهَبَ الرِّجَالُ بِالْفَضْلِ فِي الْجِهَادِ فَهَلْ لَنَا مِنْ أَعْمَالِنَا شَيْءٌ نَبْلُغُ بِهِ فَضْلَ الْجِهَادِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَعَمْ مِهْنَةُ إِحْدَاكُنَّ فِي بيتها تبلغ به فَضْلَ الْجِهَادِ. (المطالب العالیة للحافظ ابن حجر)
 د حضرت انس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي ښځو نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ته وويل چي اي د الله رسوله ! نارينه وو خو په جهاد کولو سره فضيلت ترلاسه کړ، زموږ ښځو د پاره هم يو څه عمل سته چي په هغه سره د جهاد فضيلت پيدا کړو؟ نبي عليه الصلوة والسلام و فرمايل چي هو! د کور کار کول ستاسو د پاره دا د جهاد د فضېلت په اندازه دئ .
 
 فائده : د کور دننه چي څومره کارونه دي ، که د هغه اړه له خوراک سره وي يا د صفايي سره وي يا د کوچنيانو د روزنې او پالنې سره وي يا د سامان د نظم او ضبط سره وي. ددې ټولو نګراني او ساتنه په ښه ډول سره کول د ښځې پر ذمه دي. او د الله رسول صلی الله علیه وسلم ددې لوی فضيلت بيان کړی دئ او پر دې باندي يې لوی ثواب ورته فرمايلي دئ، د نارينه ؤ د پاره چي په جهاد او قتال کي کوم ثواب دئ هم هغه ثواب شريعت ښځو ته د کور په کار کي ورکړی دئ .
 
د صالحې ښځې عمل د۷۰ نارينه سره برابر دئ:
 
 عَنِ ابن عُمَرَرضي الله عنهماعَنِ النٍّبِي صلی الله علیه وسلم قَالَ وَاِنَّ مَثَلَ عَمَلِ اْلمَرْءَةِ الْمُؤمِنَةِ کَمَثلِ عَمَلِ سَبعِينَ صِدِّيقاً وَاِنْ عَمَلَ الْمَرْءَةِ الْفَاجِرَةِ کَفُجُوْرِاَلْفِ فَاجِرٍ. (مسند البزار)
 د حضرت ابن عمررضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي د مؤمنې (صالحې) ښځې عمل د اوياؤ ۷۰ صديقينو د عمل سره برابر دئ ۔ او د ګنهکارې ښځې بد عملي د زرو ګنهګارانو د بد عملۍ په شان دئ. 
 
ښځه به تر نر مخکي و جنت ته ځي:
 
عن ابي امامة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: يا معشر النسوان أما إن خياركن يدخلن الجنة قبل خيار الرجال فيغسلن ويطيبن ويدفعن إلى أزواجهن على براذين الحمر والصفر والخضر معهن الوالدان كأنهن اللؤلؤ المنثور (أبو الشيخ عن أبى أمامة)۔ (الدیلمي ، صفة الجنة لابي نعیم، ابوالشيخ کنزج ۱۶ص ۱۷۱ ،۴۱۲)
 
حضرت ابوامامه رضي الله تعالي عنه فرمايي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي اې د ښځو ټولګۍ! ياد ساتئ چي کوم څوک په تاسو کي نيکې دي نو هغه به د نيکو خلګو څخه لومړی جنت ته داخليږي بيا (چي کله د هغوی خاوندان راسي نو) هغوئ ته به غسل ورکړل سي او خوشبويي به پر ولګول سي او خاوندانو ته به حواله کړل سي د سور او زېړ رنګ پر ښائسته سورليو باندي، او د هغوی سره به بچي وي د خورو ملغلرو په شان. 
 
د کفري نړۍ د ښځو د ازادۍ شعار لعنت دئ:
 
 سره ددې چي په لويديځ کي د ښځو د حقوقو او امتيازاتو په برخه کې ډېر تبليغات او پروپاګند کېږي خو حقيقت بل شانته دئ، هغوى په خپله ټولنه کي دومرې ستونزې او مشکلات لري که په هغو نور خلک خبر سي نو د هغوى د پروپاګند په حقيقت به پوه سي، ځکه هغوى دا ټول پروپاګند د اسلام د بد نامولو لپاره کوي تر څو پدې توګه د اسلام نوم د خلکو په ذهن کي کرکجن کړي . مونږ د نمونې او مثال په توګه لاندني معلوماتونه وړاندي کوو. 
 
د ښځو ازادي او د نارینوو سره اختلاط لاندني خطر ناک مشکلات او ستونزې پيدا کوي چي لږ وروسته ددې ماخذ، اسناد او مراجع وړاندي کېږي،دلته يواځې په لنډه توګه ورته اشاره سوې ده :
 
الف : د کورني نظام ختمېدل او له منځه تلل .
ب : د نشه يي موادو استعمال او رواجېدل .
ج : د جبري زناوو او فحاشۍ زياتوالې .
د : د بې واده پېغلو په وړاندي د اولادونو ستونزه .
ھ : د ماشومانو او حمل ضايع کول چي طبي او روغتيايي ستونزې منځ ته راوړي .
و : د حرامي او ناجائزو اولادونو بې حسابه پيدا کېدل .
ز : د جنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول او په ميليونونو خلک پرې اخته کېدل .
ح : ځان وژنه او خودکشي زياتېدل او سلنه يې زياتېدل .
ط : په بوډاتوب کې د ناهيلۍ او بې کسۍ ژوند تېرول .
ى : د موراو پلار په ژوندانه کي اولادونه د يتيمانو پشان ژوند تېرول .
ک : د ځوانانو څخه مجرمان او جنايت کاران جوړېدل .
ل : د جنس د بدلولو لېونتوب .
 پردې ټولو ستونزو په پوره تفصيل سره رڼا اچول ناشونې ده موږ به په طلاقونو او زنا بالجبرباندي يوه لنډه رڼا واچوو
 
نور بیا...
 
مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي توپیرونه
 
مأخذونه: 
رواه ابوداؤد وابن حبان في صحيحه
رواه ابن ماجه والترمذي وحسنه والحاکم
رواه ابن حبان في صحيحه
الترغيب والترهيب ټوک۲ پاڼه: ۳۹- ۴۹/ ليکوال: حافظ زکي الدين عبدالعظيم بن عبدالقوي المنذري المتوفي ۶۵۶ هق- مکتبه غوثيه پیښور
رواه ابوداؤد وغيره
حجة الله البالغة دوهم ټوک، پاڼه: ۷۴۸/ ليکوال: حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه/ خپرونکي: تاج کتب خانه پيښور
 مطالب عاليه صفحه ۳۹ جلد۲ ۔ بيهقي صفحه ۴۲۰ جلد۶ کنزصفحه ۴۰۹جلد ۱۶
مسند بزار۔ کشف الاستارصفحه ۱۵جلد۲ 
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته