تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۲)
  تعلیم الاسلام
  January 23, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ښځه ناقص العقله ده- ددې مطلب:
 
 په حديث شريف کي چي د ښځو لپاره (ناقص العقل) ويل سوي دي له دې څخه مطلب دا دئ چي د دوی د پرېکړې توان کم دئ، دا چي حساسي دي، تکليفونه او کړاوونه ئې ډېر دي له همدې کبله ئې د فيصلې توان کم دئ، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له دې څخه مراد چي ښځې ناقص العقله دي د ښځو توهين او سپکاوی يې مراد نه دئ بلکې له دوی سره د همدردۍ او خواخوږۍ خبره کوي، له دوی سره د ترحم خبره کوي، يعني که په عمر کي له ښځې څخه غلطي کيږي نو تاسي رحم پر وکړی او د دوی د غلطيانو څخه ور تېر سی او انتقام مه ورڅخه اخلئ.
 
د اسلام لپاره د ښځو حيرانونکي قربانۍ:
 
۱: تر ټولو مخکي ښځې ايمان راوړ:
 هغه چاچي تر ټولو لومړی يې ايمان راوړ هغه ښځه وه، هغه ام المؤمنين حضرت خديجة الکبری رضي الله عنها وه.
 
۲: د اسلام لومړۍ شهيده ښځه ده:
 هغه چا چي تر ټولو لومړی ئې د اسلام لپاره ځان قرباني کړه يعني د اسلام لومړی شهيد هغه ښځه وه، هغه حضرت سُميه رضي الله عنها وه.
 
۳: لومړی هجرت ښځې وکړ:
 هغه چاچي لومړی ئې د اسلام لپاره خپل کور، خپلوان او هر څه پرېښودل هغه حضرت رقيه رضي الله عنهاوه د فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه لور وه.
 
په اسلام کي د نر او د ښځې حقوق:
 
حقوق پر درې ډوله دي د نفس، د مال او د عزت
 
 په اسلام کي د ځان حق د نر او د ښځې دی دواړه سره برابر دي، داسي نه چي د نر روح ارزښت لري او د ښځې روح قيمت نلري، په دې کي هيڅ توپير نسته، د مال حق، د نر خپل ځانته د خپل مال حق او ملکيت دئ او د ښځې خپل ځانته د خپل مال ملکيت دئ، د نکاح په کولو سره د ښځې ملکيت نه ختميږي هر هغه شي چي د ښځې په ملکيت کي وي هغه ددې دئ، او اخري حق هغه د عزت حق دئ چي په دې کي ئې توپير سته، په اسلامي ټولنه کي د ښځې و عزت ته ډېره پاملرنه سوې ده.
 
د ښځې او د نر د کار تر منځ تقسيم:
 
 الله جل جلاله د نر پر ذمه د کوره څخه دباندي کارونه د بيلګې په ډول سره کسب، روزي ګټل، سياسي بوختياوي او د ترقۍ ټول کارونه و نر ته سپارلي دي او د کور دننه ټول کارونه ئې و ښځې ته سپارلي دي، د ښځې فطري جوړښت همداسي الله جل جلاله جوړ کړيدئ چي هغه کارونه چي نر ئې توان لري ښځه ئې نسي کولای او هغه کارونه چي و ښځې ته ئې وړتيا ورکړيده هغه نر نسي کولای.
 
د کورني نظام سمبالول:
 
الله جل جلاله د ښځو په هکله فرمايي: (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ). الایة
ژباړه: تاسي (ښځي) پخپلو کورونو کي کښېنئ.
 
چي ددې ايات څخه په ښکاره څرګنديږي چي د کور ټول نظام دي ښځه سمبالوي او کنترولوي.
 
د حضرت علي کرم الله وجهه او د حضرت بې بې فاطمې رضي الله عنها تر منځ د کارونو وېش:
 
 حضرت علي کرم الله وجهه به ټول د کور د باندي کارونه کول او حضرت بې بې فاطمې رضي الله عنها به د کور دننه کارونه کول لکه پخول، د کورصفايي او نور و سرته رسول.
 
د ښځې امامت د څلورو مذاهبو په نزد
 
 د قرآن کریم او سنتو مطابق ښځو ته نه ده روا چي د نارینه وو امامت وکړي. پر دې باندي د مذاهب اربعه و امامان، جمهور محدثين، فقهاء، او مفسرين ټوله په يوه خوله دي.
 
فقیه حضرت امام شافعي رحمة الله عليه :
ولايجوزان يکون امرأة امام رجل في صلاة بحال ابدا.
ژباړه: هیڅکله د ښځې لپاره نه ده روا چي په لمانځه کي د نر امامت وکړي.
 
فقیه حضرت امام مالک رحمة الله عليه:
فالجمهور علي انه لايجوزان تؤم الرجال.
ژباړه: د جمهورو علماء پر دې باندي اتفاق دئ چي ښځه دي د نر امامت و نکړي.
 
فقیه حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله عليه:
 د فقهي حنفي متقدمين او متاخرين علماء ټوله پر دې باندي په يوه خوله دي چي د ښځې امامت مکروه تحريمي دئ.
علامه شامي رحمة الله په (رد المحتار علي الدرمختار- باب الامامة- ۱/ ۲۶۵) کي تصريح په کړېده.
 
فقیه حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه:
علامه ابن قدامه المغني ليکي:
۱۱۴۰: مسألة: وان صلي خلف مشرک اوامرأة اوخنثي مشکل اعاد الصلاة.
ژباړه: که چيري د مشرک، ښځې او خنثي مشکل تر شا لمونځ وسي هغه دي راوګرځول سي.
 
د مفسرينو اقوال:
 
امام رازي رحمة الله عليه په تفسير کبير کي تر دې ايات لاندي ليکي:
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ. (الایة)
 وان منهم الانبياء والعلماء وفي الامامة الکبري والصغري والجهاد والاذان والخطبة والاعتکاف والشهادة في الحدود والقصاص بالاتفاق.
 
 ژباړه: په نارينه و کي انبياء او زيات علماء دي، چي دا امامت کبری او امامت صغری په اتفاق سره د نارينه و لپاره دي لکه جهاد، اذان، خطبه، اعتکاف په حدودو او قصاص کي شاهدي.
 
علامه الوسي رحمة الله عليه په تفسير روح المعاني کي ليکي:
 ولذا خصوا بالرسالة والنبوة علي الاشهر وبالامامة الکبري والصغري واقامة الشعائر کالاذان والاقامة والخطبة الجمعة.
 
 ژباړه: له همدې کبله رسالت او نبوت د نارينه و لپاره خاص دئ، د امامت کبری او امامت صغری سره اسلامي شعاير لکه اذان، اقامت، خطبه دا هم د نارينه و لپاره دي.
 
علامه عبدالعزيز فرهاروي رحمة الله عليه يوه اجماع رانقل کوي:
قد اجمع الامة علي نصبها حتي في الامامة الصغری.
 ژباړه: د امت پر دې باندي اجماع ده چي ښځه امامت نسي کولای او ددې امامت درست نه دئ.
 
په اعلاء السنن، بذل المجهود، تحفة المنهاج، المجموع او نورو کي هم دا اجماع رانقل سوې ده چي د ښځې امامت ناجايز دئ.
 
ان شاءالله نور بیا....
مخکنۍ برخي: د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
 
 
مقاله: په غرب کي د ښځو مالي حقوق
مقاله: ښځه څنګه ناقص العقله ده؟
مقاله: ښځه ولي د چپې پښتۍ څخه پیدا سوې ده
څانګه: نیکمرغه مېرمن (ګټوري مقالې)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته