تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اته شیان ستاسو ژوند په یو کال کې بدلوي
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 26, 2018
  0

اته هغه شیان چې ستاسو ژوند ته په یو کال کې بدلون ورکوي


ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ژوند په بریاوو ښه ښکاري، ددې لپاره چې ستاسو راتلونکی روښانه شي، لازمه ده چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ. د همدې لپاره موږ دلته ستاسې مخ ته هغه ۸ شیان ږدو چې د یو کال په جریان کې ستاسو د ژوند لوری بدلولی شي.


لومړی: شکایت کول پرېږدئ


ارواپوهان ټينګار کوي چې هر وخت شکایت کول پرېږدئ او د ځان قدرداني مو وکړئ. دا مه وایئ چې دا کار نشم کولای، دا سخت دی او دا زما زړه خفه کوي، بلکې د خپل ځان درناوی وکړئ او ووایئ چې زه یې کولای شم. 


دوهم: د ځانته والي (تنهايۍ) سره ځان اشنا کړئ


د تنهايۍ ژوند ډېری خلک نه شي کولای، زړه یې پکې تنګیږي او آن ځيني وخت خو خپلو چارو ته هم د پای ټکی ږدي او د چکر یا رخصت په پار له کار ځایه اوځي. ددې لپاره چې ښه مخته ولاړ شئ، باید ځان له تنهايۍ سره اشنا کړئ، ممکن ځيني وخت ستاسو ریئس تاسې داسې کار ځای ته واستوي چې هلته ګڼه، ګوڼه او بیروبار نه وي، بیا به له ستونزې بچ یاست.


دریم: له هغو خلکو سره مخه ښه وکړئ چې ګټه یې درته نه رسیږي


که ستاسو مخه له هغه ډول خلکو سره زیاته وي چې تاسې او ستاسې مسلک ته یې کومه ګټه او یا مثبته انرژي نه در رسوي، نو مخه ښه ورسره وکړئ، یعني زیاته ناسته پاسته ورسره پرېږدئ او د اړتیا پر وخت ورسره پر اړیکه کې اوسئ، د دویو پر ځای د داسې ملګرو د موندنې هڅه وکړئ چې تاسې ته مثبته انرژي در وبخښي.


څلورم: له تلویزون سره مخه ښه او د انټرنېټ کنترول وکړئ


زیاتره لیدنۍ رسنۍ (ټلویزون) ددې تر څنګ چې ستاسې ژوند بوختوي، له بله اړخه مو له خپلو موخو هم را ایساروي، کوښښ وکړئ چې له ټلویزون کتلو ډډه وکړئ. همداراز د انټرنیټ زیات استعمال هم ستاسو ژوند بوختوي، له ملګرو سره له اړتیا پرته چېټینګ (پیغامیز، غږیز او لیدنی بنډار) مو وخت ضایع کوي. هڅه وکړئ چې د انټرنیټ استعمال کنټرول کړئ.


پینځم: پر خپلو مهارتو/تجربو وویاړئ


که تاسې وړتیاوې لرئ، نو دا پراخول غواړي، ددې لپاره باید زښت زیات کار وکړئ؛ څو مو خلکو ته ګټه ورسیږي. ځان ته ارزښت ورکړئ او څه مو چې زده وي، بخیلي پرې مه کوئ.


شپږم: له خپلو موخو په شاه مه ګرځئ


که تاسې د ځان لپاره سترې او یا کوچنۍ موخې ټاکلې وي، نو شاته ترې مه ګرځئ، بلکې تر هغه یې شاه ونیسئ؛ څو مو رانیولي نه وي.


اووم: له ځانه خَوله وباسئ، خو کار مو نیمګړی مه پرېږدئ


ددې لپاره چې تاسې خپلو موخو ته ورسېږئ، هره ورځ باید له ځان خًوله وباسئ؛ ځکه بې زحمته راحت نه ملاویږي.


اتم: له تېروتنو درس واخلئ
تېر ته وګورئ، که تېروتنې مو کړي وي، دا عېب نه دی، خو که ترسره شوې تېروتنې بیا بیا تکراروئ، دا بیا د عېب ترڅنګ حیواني کار بلل کیږي. هڅه دا وکړئ چې له تېروتنو مو زده کړه وکړئ او بیا یې تکرار نه کړئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته