تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نر او ښځي توپیر:د ښځو مساوات د غربیانو له نظره(۲۱)
  تعلیم الاسلام
  October 10, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: مولوي عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د نر او ښځې د مساوات په هکله د لويديځو پوهانو ليکنې او ويناوې:
 
په لويديځ کي ډېرو ساينس پوهانو او روانشناسانو پر دې پلټنه او تحقيق کړي دئ چي آيا ښځه او نر په ټولو شيانو کي سره برابر دي او کنه؟ مونږ د نمونې او مثال په توګه د څو پوهانو ليکنې او تحقيقات دلته وړاندي کوو: 
 
١-  د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر چي په فزيولوژي کې دوکتورا (پروفیسري) لري او د نوبل جائزه يې هم اخستې ده. هغه د انسان په هکله يو کتاب ليکلی چي نوم يې ( انسان نه پيژندونکي Human the unknown ) دئ، دا پروفيسر دوکتور الکسيس کارل Dr. Alexis carrel نوميږي، هغه د خپل کتاب په ٩١ پاڼه کي چي په نيويارک کي چاپ سوی دئ دارنګه ليکلي دي:
 
د ښځې او نر ترمنځ توپير يواځې د جنسي غړو د خاص شکل، د رحم په شتوالى، د حمل او اميدوارۍ او زده کړې په طريقو پورې تړاو نلري بلکې دا توپير او فرق ډېر ژور او عميق دئ، دا توپير او فرق د ښځې او نر په انساجو او حجراتو کي هم شتون لري.
 
هغه ځانګړي کيمياوي مواد چي د خصيوTestis  او تخمدان  Ovary څخه خارجيږي د بدن په ټولو حجراتو او انساجو اثر کوي او په هغې کي ځانګړي اثرات منځ ته راوړي .
 
ددې اساسي حقيقتونو څخه بې خبره انسانانو دا واويلا پيل کړې ده چي ښځو او نرانو ته بايد يو شانته زده کړه، مساوي اختيارات او يو شانته وظيفې او مسؤليتونه وسپارل سي .
 
په حقيقت کي ښځه د نارينه سره ډېر ژور او عميق توپير لري، د ښځې په هره حجره کي ښځه توب ( زنانه توب ) Hersex پروت دئ .
 
دا اصل او خاصيت د هغې د بدن په ټولو غړو کي هم شتوالي لري چي په ځانګړي توګه د هغې په عصبي نظام کي دا صفت تر ټولو زيات دئ .
 
د انساني بدن د غړو او اعضاؤ قوانين دومره قوي او پاخه دي لکه څومره چي فلکياتي قوانين روښانه، پاخه او قوي دي، دا قوانين د انسانانو د خوښې او خواهش په وسيله نسي بدليدلاى.
 
مونږ مجبور يو څرنګه چي هغه دي هماغسې يې قبول کړو، ښځو ته پکار دي چي هغوى د خپل طبيعي جوړښت او فطرت سره سم ځان عيار کړي او پر مختګ وکړي، هغوى بايد د نرانو سره ځان برابر نکړي، د تمدن او تهذيب په پرمختګ کي د هغوى ونډه تر نرانو زياته ده، هغوى بايد خپله ځانګړې دنده او مسؤليت خوشي نکړي.
(Dr. Alexis Carrel. Man the unknown. New York 1949 P-91)
 
٢: په ١٢-١٦ جنوري کال ١٩٨٧م کي د هندوستان په پلازمينه نوي دهلي کي يو کانفرانس او سيمينار جوړ سو چي په هغې کي د پنځلس هيوادونو څخه فيلسوفانو، ساينس پوهانو، ليکوالانو او نامتو مصورانو ګډون کړي وو . ددې پنځه ورځني سيمينار موضوع ( د نوي پيل په لوري Towards New Beginning )  وه او ټول ترتيبات يې د هندوستان مرکزي حکومت په غاړه اخستي وه . پدى غونډه کي د لويديځو هيوادونو څخه څو نامتو او مشهورو ښځو او مېرمنو هم برخه اخستې وه چي اوس د  پاخه عمر وې خوپه ځوانۍ کي يې د ښځو د حقوقو او ازادۍ لپاره ډيرې منډې ترړې وهلې وې .
 
پدى ښځو کي د استراليا نامتو او مشهوره مېرمن جرمين ګرير Ms.Germaine Greer هم وه چي په ځوانۍ کي د ښځو د حقوقو او ازادۍ پلوې وه، هغې پدى هکله يو کتاب هم ليکلې ؤ چي نوم يې (The Female Eunuch ) دى، هغې پدى کتاب کي د ښځو د ازادۍ څخه سخته او کلکه پلوي کړې وه .
 
د هندوستان په سيمينار کي ميرمنې ( جرمين ګرير) بيا د خپلو پخوانيو نظرياتو په خلاف نور څه او د خپل ژوند په تجربو او حالا تو يې رڼا واچوله هغې داسې وويل:
 
مونږ په ځوانۍ کي خپلې مورګانې هېرکړې وې او هغه مو شا ته غورځولې وې خو اوس چي مونږ خپله مورګانې سو او اولادونه لرو نو په زياتو خبرو پوه سو او زموږ اوسنی فکر او سوچ د مخکني فکر سره توپير لري، د لويديځ سره د نر او ښځې د توپير د منځه وړولو هېڅ حل او علاج نسته، د لويديځو ښځو د اتصور او فکر غلط دى چي پرده لرونکو ښځو ته د هغوى حقوق ندي رسيدلي او کومې ښځې چي ځان سينګاره وي او په کوڅو او بازارونو کي ازادې ګرځي هغوى ته ازادي په برخه سوې .
 
اوس دا فکر او نظر بالکل ردول پکار دي، په پرمختللي لويديځه ټولنه کي هم د ښځو وهل او ټکول سته، په امريکا او برتانيا کي اوس هم ښځې په ټيټو درجو او کمو معاشونو کار کوي، په برتانيا کي چي څومره جرمو نه کيږي په هغې کي څلورمه برخه د ښځو په خلاف وي او په امريکا کي %١٥ ښځې د خپلو خاوندانو او يا ملګرو هلکانو لخوا څخه وهل او ټکول کيږي . ( انډين ايکسپريس جنوري ١٤)
 
٣- دې غونډې ته د فرانسي يوه نامتو او مشهوره ميرمن ( مس گيسل هليمي Miss Gisele Halimi ) هم راغلې وه چي هغه په فرانسه کي د ښځو د حقوقو او ازادۍ لوى پلوي کوونکي وه، هغې وويل :
 
ښځو چي څه غوښتل هغه يې ترلاسه کړل خو سره ددې هم د هغوى ستونزې حل نه سوې، ښځې د ځانګړو اخلاقي اصولو لرونکي دي، هغوى د انسانانو په هکله ځانګړى نظر لري، ددې دا مطلب نه دئ چي د هغوى نظر او فکر ښه او غوره دى بلکې مطلب دا دئ چي هغوى جلا او ځانګړى نظر لري، ښځو ته پکار دي چي هغوى ځانونه ښځې او ميرمنې ثابتې کړي، داسي نه چي هغوى د ځان څخه نارينه جوړ کړي .
 
د مذهبي ښوونو په اساس ښځه دا دنده لري چي کور سمبال کړي او د ماشومانو روزنه وکړي، خو په نني وخت کي نوى نړۍ د ښځې لپاره دا ماډل جوړ کړ چي هغه بايد د کور څخه د باندي ووځې او د نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، دا دويم ماډل د تجربو څخه وروسته د عمل او تطبيق وړ وبلل سو، په لويديځو هيوادونو کي ټولې پخې ميرمنې د لمړني ماډل او مذهبي ښوونې سره سم د هغې پلوي کوونکي دي، پداسې حال کي چي هغوى په ځوانۍ کي د دويم او نوي ماډل پلوي کوله ،ايا اوس هم د مذهب په ښوول سوي ماډل باندى د شک اړتيا سته؟(هندوستان ټايمز جنورى ١٢) (انډين ايکسپرين جنورى ١٤)
 
٤- د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر ډاکتر سټيون ګولډ برګ پخپل کتاب ( سرداري نظام ته اړتيا) کي د ښځو او نرانو په هکله ډير شيان ليکلي دي چي د هغې څخه ځينې کرښې د نمونې او مثال په توګه دلته وړاندې کوو :
 
د ښځې او نر ترمنځ توپير او تفاوت د محيط او ټولنې پورې تړاو نلري بلکې په دواړو کي اساسي فطري توپير شتون لري، د نارينه مشري او غالب والي   Male dominance په ټولنو کي په محيطي او ټولنيزو حالاتو پورې بالکل تړاو نلري، بلکې حقيقت دا دى چي دا د نارينه په هغه ځانګړي هارمون تستوسترون Testosterone Hormones پوري تړاو لري چي د القاح او يوځاى والي څخه وروسته د ماشوم د جوړيدو په وخت کي موجود وي او خپل غالبيت Dominance ښکاره کوي، همدا لا مل دى چي کوچني هلکان د کوچنيو انجونو څخه تيز او زړور وي، پداسې حال کي چي هلکان او انجونې د محيطي او ټولنيزو اثراتو تر تاثير لاندي هم نه وي راغلې او نه پدى شيانو له سره پوهيږي، نارينه د ښځو څخه ډېر او زيات توپير او تفاوت لري، د نارينه دماغ او د ښځو دماغ په مختلفو طريقو سره کار کوي، کيداى سي ځينې ميرمنې د نرانو سره يو شانته والې ولري خو دا ډېري کمي دي .
 
٥- د پروفيسر سټيون ګولډ برګ په پلويتوب سره د ښځو د حقوقو پلوي کوونکي ( ميرمن ډاکتر مارګريټ ميډ) چي په فزيالوژي کي دوکتورا PhD لري دارنګه واي: 
 
 ځينو خلکو دا ويلي دي چي په تاريخ کي ډېري ټولنې تيرې سوي چي ښځې پکښې مشرانې او سردارانې وې خو دا بالکل غلطه ده ، ددې د ثبوت لپاره هېڅ دليل نسته، په هر وخت کي نارينه د ټولنې د عامو کارونو مشر او لارښوونکي وو  او په کور کي هم لوړ اختيارات د هغه سره وه. (ډيلى ايکسپريس: لندن. جولا ى ٤) 
 
٦-  د نيويارک نيوز ويک د ١٨مۍ ١٩٨١م کال په ګڼه کي يو لوى را پور خپور سو چي په هغې کي د امريکا ډيرو نارينه وو او ښځينه وو پلټونکو او تحقيق کوونکو ګډون کړي وو، هغوى د خپلو پلټنو او تحقيقاتو څخه وروسته دا نتيجه او پايله را ويستله چي لا ندي توپيرونه طبيعي او فطري دي نه محيطي :
* هلکان د انجونو څخه په زياته زړورتيا سره لوبې کوي .
 
* په رياضياتو کي نارينه نسبت ښځينه وو ته لوړوالي لري .
* د قيادت او مشرۍ خصوصيت Leadership capacities په نرانو کي زيات دئ .
* په ښځو کي د نارينه هارمون تستوسترون داخلول د هغوى په سلوک او رويه کي بدلون راولي .
* د نارينه هارمون د نارينه په دماغ او مغز Brain باندي اثر کوي ځکه نو د ښځې او نر دماغ جلا جلا کار کوي.
 
٧ - د امريکا يوې اونيزې ( ميګزين ټايم) په ٢٠ مارچ ١٩٧٢م کي يو لوى راپور خپور کړ چي د هغې سره يو تحقيقي کتاب هم خپور سوى وو په هغې کي د امريکا نامتو او د لوړو زده کړو لرونکو شلو ښځو برخه اخستې وه، دې شلو نامتو او پوهو ښځو ( په نوې امريکا کي د ښځو حالت ) تر عنوان لاندي په ټولو ډګرونو کي تحقيقات وکړل او بيايې د خپلو تحقيقاتو پايله او راپور د اونيزې سره يوځاى د کتاب په توګه چاپ کړ چي په هغې کي لاندي ټکي د پاملرنې وړ دي :
 
* د تحقيقاتو سره سم نارينه غالب (حاکم) جنس Dominant sex دئ .
* د سلو کلنو د هلوځلو او کوښښونو سره سره د امريکا ميرمنې په هماغه ځاى کي ولاړ ي دي کومې چي سل کاله مخکي وې .
* په امريکا کي عملاً د نارينه سرداري او غلبه ده چي دا ټول توپير د محيطي شرايطو نه بلکې د فطرت او طبعيت دى . 
 
په کتاب کي ليکلې سوې چي د ښځې د پرمختګ په وړاندي خنډ د هغې طبيعي او فطري جوړښت دئ نه د ټولنې لخوا څخه زور زياتي، اوس هغوى پدې کوښښ کي دي چي داسي ښځې وزيږ وي چي د نرانو سره په طبيعي او فطري جوړښت کي يوشانته وي ، ددې معنى دا ده چي د توت ونه بايد مڼې ونيسي .
 
نور بیا...
 
نوري برخي دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته