تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د حيواناتو د عالم معجزې
  تعلیم الاسلام
  May 17, 2017
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هغه معجزې او نښي چي نبي کريم ﷺ ته ورکول سي دي څو دده مبارک دعوت، اکرام او منزلت انسانيت ته ښکاره سي يو هم د حيواناتو خبري دي چي د نبي کریم ﷺ سره یې کړي دي، په دې سره پر خلګو ډير اغېز ولويدی، عقلونه يې هېښ کړل او د خپلو اصحابو پاملرنه يې اسلامي دعوت ته راواړول او دوی ته ثابته سوه چي دا يو رښتنی دعوت دی چي په ډيرو سترو او کره آسماني دلايلو تائيد سوی دی.
 
 
د حليمې په سپرلۍ کي برکت
 
مخکي فصلونو کي يادونه وسوه چي کله حليمې رسول الله ﷺ د ځان سره بوتلی نو هغه کمزوری حيوان چي دا ډيره ورسره په تکليف وه او تر نورو ښځو به شاته وه، هم هغه سپرلي د رسول الله ﷺ په برکت دومره تيزه سوه چي نوري ښځي ورته په حيرت کي وې.
 
حليمه بي بي قصه په لنډ ډول داسي کوي: زه پر دغه خپله خره را و وتم چي د خپلو ټولو ملګرو د پاره تکليف او د سر درد وم  ځکه زما حيوان ډنګره او د ضعف د لاسه پر لار نه سواى تلاى... په دغه سهار زه پر هغه حيوان سپره سوم محمّد  مي هم را سره واخستى او د خپل کلي پر طرف رهي سوو، په والله سپرلۍ مي زما تر ملګرو دومره د مخه سوه چي د هغو خره نه سواى پسي رسيدلاى، ترڅو چي ملګرو به مي راته ويل: يا حليمه! يو څه صبر وکه آيا دغه ستا هغه حيوان نه دی چي د ها خوا پر راغلې؟ ما ويل: په والله هم هغه دی، دوى ويل: په والله يو څه ور ته پېښه ده.(۱)
 
د وينه لخوا  د ظلم تړون ليک خوړل
 
په ۷مه نبوي سنه کي مشرکانو د اسلام د مخنيوي لپاره پر رسول الله ﷺ او مسلمانانو د سختو ظلمونو او بنديزونو يوه لړۍ پيل کړه، هغه په دې ډول چي مشرکانو په ګډه يو تړون وليکی چي تردې وروسته به د بني هاشم او بني مطلب د اولادې سره نه څوک خپلوي کوي، نه به څه پر خرڅوي، نه به ناسته ولاړه ورسره کوي او نه به خبري ورسره کوي تر څو دوی ته رسول الله ﷺ د شهيد کولو د پاره  ونه سپاري. بالاخره د بني هاشم او بني مطلب کورنۍ د ابوطالب په کندو کي نظر بند سول. محاصره سخته سول، د خوراک او چيښاک ټول وسايل پر بند سوه، مکې ته يې نه پرېښول... د مسلمانانو حال بد او بالاخره مجبور سوه چي پوستکي او کاغذان وخوري...د لوږي به د کوچنيانو او ښځو چيغي د کندو څخه ليري اورېدل کېدې. درې کاله ددې ظلم سره  هغوی مبارزه وکړل بالاخره د قريشو پنځو نفرو هوډ وکړی چي دا د ظلم تړون مات کړي خو ابوجهل منع وکړه. 
 
ابوطالب دوی ته دا خبر راوړی چي الله پاک و رسول الله ﷺ ته خبر ورکړی دی چي د تړون خط الله  تعالی  په وينو خوړلی دی (وینه د ميږيانو په ډول حشره ده) ، صرف د الله  تعالی  نوم يې پرېېښی نور د ظلم، تيري او مقاطعې ټول توري يې خوړلي دي. ابوطالب وويل: وراره مي داسي وايي که خبره يې درواغ وه نو زه به له منځه ووځم او که رښتيا وه نو تاسو بايد دا بنديزونه ختم کړی.
 
قوم وويل: د انصاف خبره دي وکړه.
 
کله چي يې پاڼه وکتل وينو هر څه خوړلي دي يوازي د (الله) عزوجل نوم چي هر ځای ذکر سوی دی هغه يې پرېښی دی. بالاخره پاڼه وشکېدل، محاصره ختم سول او په دې ترتيب مشرکانو د رسول الله ﷺ د نبوت د رښتنولی يو ډير لوی دليل په سترګو وليدی.(۲)
 
 
د ابوطلحه رضی الله عنه پر آس باندي برکت
 
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي چي يو وخت خلګ وارخطاء او په بېره کي سول نو رسول الله ﷺ د ابوطلحه پر يوه ډير کرار تلونکي آس سپور سو او يوازي دباندي راووتی او خلګ هم ورپسي په تيزۍ راووتل نو رسول الله ﷺ وفرمايل چي مه بېرېږئ (د بيري خبره نسته) او دغه آس خو بحر دی يعني ډير تيز دی. دغه آس بيا تردې وروسته نه دی شاته سوی.(۳)
 
مړ حيوان خبر ورکوي
 
ابوهريره رضي الله عنه روايت نقلوي او فرمايي:
 
(لَمَّا فُتِحَتْ خَيْبَرُ أُهْدِيَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم شَاةٌ فِيهَا سَمٌّ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « اجْمَعُوا لِى مَنْ كَانَ هَا هُنَا مِنَ الْيَهُودِ » . فَجُمِعُوا لَهُ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « إِنِّى سَائِلُكُمْ عَنْ شَىْءٍ فَهَلْ أَنْتُمْ صَادِقِىَّ عَنْهُ »..... قَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « هَلْ جَعَلْتُمْ فِى هَذِهِ الشَّاةِ سُمًّا » . فَقَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « مَا حَمَلَكُمْ عَلَى ذَلِكَ » . فَقَالُوا أَرَدْنَا إِنْ كُنْتَ كَذَّابًا نَسْتَرِيحُ مِنْكَ ، وَإِنْ كُنْتَ نَبِيًّا لَمْ يَضُرَّكَ .) (۴)
 
کله چي خيبر فتح سو نو و رسول الله ﷺ ته په زهرو لړلی یو پسه راوړل سو، رسول الله ﷺ وفرمايل چي ددغه ځاي يهود ما ته راټول کړئ، يهود ورته راټول کړل سول... نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: که زه ستاسو څخه د يو شي پوښتنه وکړم ايا تاسو به رښتيا راته وواياست؟ هغو وويل: هو، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: ايا پدې پسه کي مو زهر اچولي دي؟  هغوی وويل: هو، بيا رسول الله ﷺ پوښتنه ځني وکړه چي په کومه وجه مو داسي وکړل؟  هغوی وويل: موږ اراده لرل چي که ته کاذب وې نو ستا څخه به په استراحت سو او که نبي وې نو ضرر به در ونه رسوي.
 
په نورو رواياتو کي راځي چي خپله همدغه کباب سوي پسه ورته وويل چي زه په زهرو لړلی يم، ددې زهرو څخه يو صحابي وفات سو خو رسول الله ﷺ ته يې زيان نه دی رسولی.
 
همدا ډول د خالد بن وليد رضي الله عنه په اړه هم راځي چي زهر يې په بسم الله ويولو وخوړل خو زيان يې ورته ونه رسوی. (تاريخ الاسلام لذهبي)
 
 
د رسول الله ﷺ اوښه ماموره وه
 
کله چي نبي کريم ﷺ مدينې منورې ته د لومړي ځل لپاره رسيږي، خپله اوښه ورسره ده نو هر انصاري مسلمان دا هڅه کول چي نبي کريم ﷺ د دوی سره واوسي، د اوښي پړی به يې نيوی چي زموږ سره واوسي خو رسول الله ورته وفرمايل چي دا (اوښه) پرېږدئ امر ورته سوی دی. بالاخره اوښه همداسي روانه وه تر څو هغه ځای ته ورسېده چي نن نبوي مسجد پر جوړ سوی دی. اوښه روانه وه، يو ځل ودرېده بيرته ولاړه سوه، څو پلونه يې واخيستل بيرته يې شاته وکتل او راوګرځېدل او په هغه اول ځای کي چو سول. دا هغه ځای وو چي خپله د رسول الله ﷺ خوښ وو.(۵)
 
عاقلانو ته يوازي همدا ښايي چي ددې استجابت وکړي او ددې ستر دين پيروي وکړي کوم چي دوی ته نفع رسوي، ضرر ځني منع کوي، په ملتونو کي يې سرلوړي کوي او د دواړو جهانونو نيکمرغي يې نصيب کوي.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت حیرانونکي دلائل
 
۱: : د سرور کائينات صلی الله علیه وسلم سيرت: ج۱، ص۷۷
۲: رحيق المختوم: ص ۱۵۹ او ۱۶۳/ دلائل النبوة: بيهقي: ج۲، ص ۳۱۱
۳: صحيح بخاري: ج۴، ص۶۳
۴: مخکنی مصدر: ج۷، ص۱۸۰
۵: رحيق المختوم: ص ۲۵۲
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته