تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: ډولونه او شمیر (۱برخه)
  تعلیم الاسلام
  August 1, 2016
  0

د رسول الله ﷺ د نبوت دلایل (۱ برخه)

 ژباړه او او راټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دليل او معجزې ترمنځ توپير

د معجزې او د نبوت د دليل يا علامې توپير دا دی چي دليل يا علامه عامه ده، هر هغه دليل ته وايي چي د حضرت محمد  ﷺ  نبوت په ثابتيږي او صدق يې ښکاره کيږي بېله دې چي په کوم شرط مقيد سي، مثلاً دده مبارک په بدن  کې  ځانګړي علامې او يا په مخکنيو کتابونو  کې  دده  ﷺ د راتګ زيري او د صفاتو يادونه. دې ته د نبوت دلايل وايي چي ددې رسالې موضوع ده.
 
 علامه ابن حجر عسقلاني  رحمه الله  فرمايي چي معجزه خاص ده. په معجزه  کې  مکذبينو ته ننګونه او تحدي ورکول کيږي مثلاً: که دا معجزه ښکاره کړم ايا تاسو زما صدق تصديق کوي؟ او يا هغه څوک چي نبي ته ننګونه ورکوي داسي ووايي: ستا تصديق تر هغه نه کوم څو هغه کار ونه کړې او متحدي به شي به داسي وي چي په جاري عادت  کې  بشر ورڅخه عاجزه کيږي. دغه دواړوه ډولونه (دليل يا علامه او معجزه) د نبي کريم  ﷺ  په اړه ثابت سوي دي او معجزه ځکه ورته وايي چي د چا په وړاندي ښکاره سي هغه يې د معارضې څخه عاجزه کيږي. د نبي کريم  ﷺ  تر ټولو مشهوره معجزه قرانکريم دی... (۱)
 
د معجزې ډولونه
علماوو معجزې دوو ډولو ته ويشلي دي لکه:
 
عقلي يا معنوي معجزه
 
چي د هغه د پوهاوي د پاره عقل په کار لويږي، دا ډول معجزه هغه کسان فهمولای سي چي پوهان وي. لکه قرانکريم او همدارنګه د نبي کريم  ﷺ  معجزانه اخلاق، نيک اعمال، افعال او اقوال، دده مبارک علمي او عملي کمالات چي عقلمندانو ته د نبي کريم  ﷺ د نبوت دلائل دي...
 
حسي معجزه
 
 هغه خارق العادت امور دي چي ادراک يې په حواسو سره کيږي . ددې ډول معجزو غوښتون کې  اکثره هغه خلګ وي چي د عقلي اصولو د پوهيدلو سليقه ورسره نه وي يا ضدي او عنادي وي. لکه انشقاق القمر، د ګوتو څخه د اوبو چينې راوتل او داسي نور...(۲)
 
د نبوي معجزو شمېر
 
امام بيهقي  رحمه الله  فرمايي چي د رسول اکرم  ﷺ معجزې زرو ته رسيږي، امام نووي  رحمه الله  فرمايي چي(۱۲۰۰)  يو زرو دوه سوه ته رسيږي او بعضي علماوو درې زره (۳۰۰۰) يادي کړي دي. د نبي کريم د معجزو په اړه ډير ضخيم کتابونه ليکل سوي دي لکه د امام بيهقي  رحمه الله  دلائل النبوة او داسي نور.
 
حق خبره دا ده چي د نبي کريم  ﷺ  معجزې تر شمار وتلي دي ځکه د نبي عليه السلام هر قول، فعل او حال پر ډيرو عجيبو مصالحو، اسرارو او حکمتونو مشتمل دي چي خارق العادت او معجزې بلل کيږي. (۳)
 
اول خو خپله قرانکريم سرترپايه معجزه ده، هغه لږ اندازه معجز کلام يې سورت الکوثر دی يا ددې په اندازه ايت. دا چي په قران  کې  تر ۷۷۰۰۰ زيات کلمات دي او په سورة الکوثر  کې  لس کلمات راغلي دي نو همدغه شمېر چي پر لسو تقسيم سي نو د قرانکريم معجزې څه بالا ۷۷۰۰ معجزې کيږي.
 
لکه مخ کې  چي ذکر سوه چي معجزه تر بعثت وروسته نبي ته ورکول کيږي او د نبوت ترمخه خارق العادت کار ته ارهاصات وايي، خو په دې رساله  کې  ددې صطلاح پابندي نه ده سوې، هر خارق العادت که هغه مخ کې  تر نبوت وي او که وروسته د دليل د لفظ اطلاق پر سوی دی ځکه چي د نبي پر صدق دا ټول دلالت کوي.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
ورپسې لیکني:
په مخکنيو کتابونو  کې  د رسول الله ﷺ د راتګ په اړه وړاندوينې
د رسول الله  ﷺ  مبارک نوم (محمد) په اوسني بايبل کې 
د برناباس په انجيل کې  وړاندوينې
د نبي کريم ﷺ د نبوت الزامي دليل
 

-------------------------------------
۱: فتح الباري شرح صحيح بخاري: ج: ۶، ص۵۸۱- دارالمعرفة-بيروت
۲: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: مفتي عنايت احمد رحمه الله، دارالمعارف- ملتان، ص۴۵
۳: مخکنی مصدر: ص۴۴
 
د نبوت ۱۴۰۰ دلایل (کتاب)
 

سرته