تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۴)
  تعلیم الاسلام
  July 24, 2017
  0

 ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۵ دليل: ټولو اديانو ته په يوه مدلل او جامع دين ماته ورکول
 
کله چي رسول الله ﷺ مبعوث سو، په دغه وخت کي ټوله نړۍ په ډول ډول ګمراهيو کي ډوبه وه. په دې وخت کي شپږ مذهبونه رايج وه لکه:
 
۱: مجوسيت: چي د ايران او فارس څخه تر خراسان او ترکستان پوري خپور وو، د کسری امپراطوري د همدې مذهب سرپرسته وه. د دوو خدايانو (يزدان او اهرمن) قايل وه او د اور عبادت يې کاوه، نجاست يې خوړل، پر رعيت يې ظلم کاوه، د لور او خور سره يې نکاح کول... 
 
۲: عيسويت: په شام، عراق او نورو ساحو کي خپور وو، د روم امپراطور قيصر عيسوي وو، د روم د پاچاهانو په سرپرستي کي دې مذهب نمو کول. دوی د تثليث (درو خدايانو)، د عيسي عليه السلام د زويتوب، الوهيت (عیسی علیه السلام خدای بلل) او کفارې قايل وه.
 
۳: يهوديت: چي تورات يې منی خو د ضد او تکبر يې دا حال وو چي انبياء عليهم السلام او علماء به يې پر نصيحت کولو وژل، دا د دوی پېشه ګرځېدلې وه: (وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ...) (سورة آل عمران: ۲۱)
 
يهود اکثره په يمين، خيبر او د مدينې په اطرافو کي اوسېدل. د جاه او مال مينه، دين خرڅول، پر ديني مسائلو رشوت اخيستل او په اسماني صحيفو کي تحريف د  هغوی خصوصي دنده او شغل وو.
 
۴: د مشرکينو مذهب: د بت پرستو مذهب چي د بتانو عبادت يې کاوه، دا مذهب په جزيرة العرب او هندوستان کي رايج وو. د مذهب او عقیدې حالات يې ټولو ته ښه معلوم دي چي په میلونو خدایانو ته قایل دي، په هندواڼو کي د اګوري په نامه یوه ډله ده چي د مړي ایرې او خپل نجاست خوړول عبادت بولي.
 
۵: د صائيبنو مذهب: چي د روحانياتو قايل وه او د ستورو عبادت يې کاوه، دا مذهب په حران او عراق کي رايج وو چي د نمرود د وخت خلګ اکثره پر همدې مذهب وه او حضرت ابراهيم عليه السلام د هغو د هدايت لپاره لېږل سوی وو چي ددې مذاهبو يادونه په يوه ايت شريف کي سوې ده:
 
(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ.) (سورة الانبياء: ۱۷)
 
۶: دهريت: مخکني مذاهب چي په قرانکريم کي يې يادونه سوې وه مشهور وه، خو ددې ترڅنګ دهري فرقه هم سته چي په قرانکريم کي رد پر سوی دی: (وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ.) (سورة الجاثيه: ۲۴)
 
نړۍ ته د اسلام راتګ
 
کله چي رسول الله ﷺ د اسلام د حق دين سره نړۍ ته تشريف راوړی، په دنيا کي دا وخت همدا شپږ ياد مذاهب موجوده وه چي د امپراطورانو، پاچاهانو او چارواکو په سرپرستۍ کي يې پالنه کېدل او د اسلام دين د همدې ټولو خلاف وو.
 
کوم کس چي د اسلام دين دنيا ته راوړی هغه يو يتيم، بې کسه او امي شخصيت وو چي کله يې اسلام راوړاندي کړی د ټولي مځکي وګړي يې مخالف وه خو دلته يې معجزات ښکاره سول  او د هر مذهب او ملت دلايل يې داسي رد کړل چي نړۍ ورته ګوته په غاښ سوه، او د عاجزۍ سرونه يې ټيټ کړل او د يهودو او عيسويانو د ډيرو سترو ذهينو او  عقلاو علماوو سره يې مناظرې وسوې خو ټولو په ګډه لا هم د اسلام پر دلايلو او براهينو نقض وارد نه کړای سو!
 
 قرانکريم او نبوي احاديث د باطلو مذاهبو د باطلولو پريمانه دلایل لري نو دا خبره د رڼا ورځي په څېر روښانه ده چي د رسول الله ﷺ سره د الله  تعالی مرسته، نصرت او تائيد مل وو ځکه د اميتوب سره سره په پرېکنده او کره دلايلو او براهينو سره حق ثابتول او د نړۍ ټولو مذاهبو ته ماته ورکول او  هغوی لاجوابه کول بېله رباني الهام او رحماني تائيده ناممکن او محال کار دی!
 
 
ددې ترڅنګ په غزاګانو کي چي د الله  تعالی لخوا د نصرت وعدې وسره سوي وې، ټولي رښتيا وختې! مسلمانانو په ډير لږ شمېر او اسبابو ډيرو سترو لښکرو ته يو ځل نه بلکي لسګونه ځلي ماتي ورکړې او په دغو غزاګانو او سريو کي داسي هېښنده او نادره واقعات ښکاره سوه چي د حق دښمنان د هغو په ليدلو دې نتيجې ته ورسېدل چي دا غريب، بې سر او سامانه خلګ چي پرلپسې کاميابه کيږي بېله الهي نصرت څخه بل شی ورسره مل نه دی بالاخره مجبور سول او د حق په وړاندي يې سر ټيټ کړی او د الله  تعالی  په دين کي ډلي ډلي داخل سول لکه څنګه چي يې په سورة النصر کي وړاندوينه سوې وه.( الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۵۱-۵۴ د زياتونو سره)
 
د نبوت حیرانونکي دلائل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته