تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوت دلائل: په نبوي احادیثو کي وړاندویني (۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په نبوي احاديثو کي ځيني خاص وړاندويني
حضرت حذيفه رضي الله عنه فرمايي: يو وخت رسول الله ﷺ زموږ په منځ کي ودرېدی، ددغه درېدو د وخت څخه بيا د قيامت تر قيام پوري يې ټول حالات بيان کړل، نو چا چي (دا واقعات) ياد وساتل هغه ياد کړل او د چا څخه چي هېر سول د هغو هېر سول او په دې واقعه زما دغه ملګري هم خبر دي او( په دې کي بعضي خبري زما هيري سوې خو) کله چي هغه شيان مخ ته راځي نو زما په ياد سي.  دا لکه د يو سړي څېره چي د چا څخه غايبه سي نو د هغه هېره سي خو کله چي يې وويني ويې پېژني.(۱)

 

د غزاګانو وړاندويني
رسول الله ﷺ په خپلو ويناوو کي د راتلونکي زمانې ډير زيات لوی او کوچني حالات په جزياتو بيان کړي دي ، يو څو يې دلته رانقلوو:

 

حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي چي د بدر د غزا څخه يوه ورځ مخکي رسول الله ﷺ د يوه يوه کافر ځای راوښايه چي دلته به سبا فلانی قتل کيږي ان شاءالله او دلته به فلانی قتل کيږي ان شاءالله. بيا حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي چي په هغه ذات قسم چي محمد ﷺ يې په حق دين سره لېږلی دی يوه هم د هغه ځای څخه تجاوز ونه کړی کوم ځای چي رسول الله ﷺ ورته ياد کړی وو.(۲)

 

اُبی بن خلف به په مکه کي رسول الله ﷺ ته ګواښ کوی چي زه به دي وژنم! رسول الله ﷺ ورته وويل چي ته نه بلکي زه به دي ان شاءالله وژنم ، بالاخره د احد په غزا کي اُبی بن خلف په رسول اکرم ﷺ پسې نارې وهلې ول چيري دی محمد؟ يا به زه ژوندی يم يا هغه! لنډه دا چي رسول الله ﷺ په غاړه کي په نيزه ووهی او ډير معمولي زغمي سو، اُبی بن خلف په ډيره وارخطايي او نارو قريشو ته ځان ورساوه او دا يې ويل: په الله قسم محمد ووژلم، قريشو ورته وويل: په الله قسم زړه دي ښوئيدلی دی که نه په تا خو هيڅ نه دي سوي. ابن خلف وويل: ماته يې په مکه کي ويلي وه چي زه دي وژنم، په الله قسم که چيري يې ناړي هم راتف کړي وای زه به مړ سوی وم. بالاخره د الله دا دښمن مکې ته بيرته د تلو په لاره کي مردار سو. او روايت کي راځي چي د غوايي په شان يې رمباړي وهلې او ويل يې: په الله قسم پر ما دومره درد دی که د ذي الحجاز اوسيدونکي ورسره مخ سي ټول به مړه سي.(۳)

 

کله چي د خندق په غزا کي کفار (د الله له لوري د تېز باد په ذريعه) وتښتېدل او د مدينې محاصره يې ختمه کړل رسول الله ﷺ وفرمايل چي اوس به موږ پر دوی حمله کوو او دوی يې پر موږ نسي کولای، موږ به په  هغوی پسي ورځو (دوي بيا نسي راتلای).(۴) تر دې خبر وروسته بيا کفارو پر مدينه منوره لښکر کښي نه ده کړې او رسول الله ﷺ پر  هغوی لښکر کښي وکړه چي بالاخره مکه فتحه سوه.

 

کله چي په مدینه منوره کي د مسجد نبوي بنیاد ایښول کیدی نو خلکو به يوه يوه خښته وړل او پورته کول مګر عمار بن ياسر رضی الله عنه به دوې دوې خښتي وړلې، څومره کار چي خلکو کاوه عمار رضی الله عنه هغومره دوه واره کاوه او رسول الله ﷺ په دغه ورځ يوه عجبه پېش ګويي هم ورته وکړه، رسول الله ﷺ و فرمايل: افسوس  پر عمار چي ياغي ډله به يې وژني، په دغه ورځ چي د هجرت اول کال ؤ رسول الله ﷺ هغه خبر او واقعه بيان کړه چي پسله پنځه ديرش کاله څخه را منځ ته سوه، د صِفِين په جنګ کي عمار رضی الله عنه د معاویه رضی الله عنه د لښکرو د طرفه شهيد کړل سو.. (۵)

 

ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چي د حنين په غزا کي موږ د رسول الله ﷺ سره ملګري وو، رسول الله ﷺ د يوه سړي په اړه چي د اسلام دعوه يې کول وويل: دا دوږخي دی! دې شخص د کفارو سره سخت جنګ وکړی او ډير زخمي سو، بيا يو شخص راغلی او رسول الله ﷺ ته يې وويل چي دې شخص خو ډير سخت جنګ وکړی او زخمي سو، نبي کريم ﷺ وفرمايل چي بېله شکه هغه دوږخي دی! ځينو خلګو ته شک پيدا سو، بالاخره دا شخص د خپلو زخمو څخه بې صبره سو، يو غشی يې راويستی او ځان يې په ذبح کړی...(۶) ددې شخص نوم قزمان وو او منافق وو.(۷)

 

ابوحميد ساعدي رضي الله عنه روايت کوي چي د تبوک په غزا کي يوه ورځ رسول اکرم ﷺ وفرمايل چي نن شپه به پر تاسو سخت باد وچليږي نو په دې کي هيڅوک مه ولاړېږئ او څوک چي اوښ لري هغه دي ټينګ وتړي. نو د شپې ډېر سخت باد وچلېدی، په دې وخت کي يو نفر ولاړ سو چي  باد پورته کړی او د طی په دوو غرو کي يې وغورځوی.(۸)

 

او دا ډول نوري وړاندويني هم سته چي دلته يې يو څو نمونې رانقل سوې، پاته سوې د غزاګانو معجزې، هغه په نورو فصلونو کي ذکر سوي دي.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

---------------------------------------------
۱: صحیح مسلم: ج۸، ص۱۷۲
۲ : مخکنی مصدر: ج۸، ۱۶۳ 
۳ : رحيق المختوم: ﷺ ۳۹۷
۴: صحیح بخاري: ج۵، ص۱۴۱
۵: صحیح ابن حبان: ۱۵/۵۵۳/ د سرورِ کائنات ﷺ سیرت 
۶: صحیح بخاري: ج۴، ص۸۸
۷: الکلام المبین في آیت رحمة للعالمین: ص ۱۹۳
۸: صحیح مسلم: ج۷، ص۶۱ (باب في معجزات النبيﷺ)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته