تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلایل: د سینې د څیري کېدو معجزه
  تعلیم الاسلام
  November 10, 2016
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

قران کريم  کې الله تعالی فرمايي:
 
( أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ.۴) (۱)
آيا نه ده فراخه كړې مونږ تا لره سينه ستا ( په نبوت او حكمت سره بلكې مونږ ستا سينه فراخه كړې ده! ) .
 
ددې ايت شريف په تفسير کې مفسرين فرمايي چي الله عزوجل د رسول الله ﷺ مبارکه سينه د معراج په شپه هم په ظاهري لحاظ چاک کړې او صفا کړې ده او هم يې په معنوي لحاظ صفاء کړې او د علم، حلم، نور، پراخۍ ، رحم او حکمت څخه يې ډکه کړې ده.(۲)
 
د رسول الله ﷺ سينه مبارکه درې واره په معجزانه شکل څيري سوې ده، چي واقعات او شواهد يې په لاندي ډول دي:
 
لومړي ځل: حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي د رسول الله ﷺ په ماشومتوب کي جبرائيل علیه السلام ورته حاضر سو او ده مبارک د ماشومانو سره لوبي کولې، جبرائيل عليه السلام هغه ونيوی او بې هوشه يې کړی، سينه يې ورڅيري کړه او زړه يې ور څخه راويستی او د هغه څخه يې د وينو يوه ټوټه راويستل او ورته وفرمايل چي دا د شيطان برخه ده (چي په هر انسان  کې  موجوده وي)، بيا يې زړه د سرو زرو په طشت  کې د زَمزَم په اوبو پريولى او  بيا يې بيرته د دهﷺ زړه په هغه خپل ځاى  کې کښېښاوه اوسينه مبارکه يې ور وګنډل او کوچنيان د دهﷺ و مور يعني دايي (حليمې) ته په ځغستا ورغله چي محمّدﷺ ووژل سو، دوى ژر هلته ورغله او وې ليده چي د بيري څخه د ده مبارک د رنګ بڼه اوښتې ده، انس رضي الله عنه فرمايي چي ما دده مبارک د سينې د هغه ګنډلو نښه ليدلې ده.(۳)
 
علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکې  چي ددې واقعې حکمت دا دی څو د نبي کريم ﷺ عصمت په ماشومتوب  کې لا هم وساتل سي او د شيطان د ضرر څخه په پوره ډول محفوظ را لوی سي. (۴) 
 
دوهم ځل: د بعثت په وخت  کې  هم د سينې مبارکې  څيري کېدل واقع سوي دي چي ددې حکمت دا بيان سوی دی چي په دې سره د نبي کريم ﷺ يو لوي اکرام ثابتيږي او ددې د پاره چي په پوره قوي زړه او د پاکۍ په اکملو احوالو سره وحي واخلي.(۵)
 
دريم ځل: چي کله رسول الله ﷺ د معراج په اسماني سفر روانيدی نو حضرت جبرائيل عليه السلام د هغه مبارک زړه راويستی او د سرو زرو په لوښي  کې  يې پرېولی، د ايمان او حکمت څخه يې ډک کړی او بيرته يې پر خپل ځای په عزت سره کښېښوی، څو الهي مناجات، راز ونياز او مخامخ وحيو ته اماده سي. (۶)
 
د رسول الله ﷺ سينه مبارکه الله  تعالی  د علومو، معارفو او ښايستو اخلاقو د پاره دومره پراخه کړې وه چي دده مبارک علم او حکمت لويو لويو عقلاوو هم ترلاسه نه کړی.(۷)
 
ددې معجزانه پيښي څخه دا خبره هم ښکاره کيږي چي د تيرو ۱۴۰۰ کلونو راهيسي مسلمانان د زړه د عمليات او فضاء ته د تګ په اړه خبر لري- د اوسنيو کفارو اسلافو او پلرونو په دې واقعاتو پسخند واهه خو مسلمانانو ته د حق دين په برکت دا ستري پيښي نابلده نه وې بل کې  ډير مخ کې  په دې قايل وه.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلایل
 
د نبوت د دلایلو مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ: د نبوت دلایل
 
---------------------------
اخذلیکونه:
 
۱: سورة الشرح: 
۲: تفسير ابن کثير: أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير القرشي الدمشقي، تحقيق: سامي بن محمد السلامة، ناشر: دارطيبة. جرء ۸، ص ۴۲۹،
۳: صحيح مسلم: ج۱، ص۱۰۱
۴: فتح الباري شرح صحيح بخاري: ج۷، ص۲۰۵ 
۵: مخکني مصدر: ج۷، ص۲۰۵
۶: صحيح بخاري: ج۵، ص۶۶
۷: معارف القران: علامه مفتي محمد شفيع عثماني. ناشر: معارف القران کراچي. ج۸، ص ۷۷۰
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته