تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۸)
  تعلیم الاسلام
  October 21, 2017
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۹ دليل: بې مثاله بدلون

د رسول الله ﷺ د ژوند حالات هم د نبوت دليل دی ځکه که چيري د رسول اکرم ﷺ ژوند په پوره ډول مطالعه سي نو همدې نتيجې ته انسان رسيږي چي هغه په حقه نبي وو. رسول کريم ﷺ د ژوند په پيل کي يتيم سو او يتيم را لوی سو، نه يې قدرت لری چي خلګ خپلي خبري منلو ته مجبوره کړي، نه يې مال او منصب لری چي په دې سره خلګ ورته مايل سي او نه د سلطنت او رياست مالک او وارث وو څو خلګ د روزۍ او چوکۍ د حصول د پاره د هغه پيروي وکړي بلکي رسول الله ﷺ تنها، بې يار ومددګار وو، خلګ يې د دعوت سره موافق نه وه حتی  چي د خپل قوم نژدې دوستان يې هم مخالف وه. حضرت محمد ﷺ د توحيد منادي وګرځېد په داسي حال کي چي ټوله جزيرة العرب په شرک، بت پرستۍ، قتل، ظلم، فساد، غلا، چور وتالار، زناکاري، رشوت خورۍ، مردارخورۍ او داسي نورو مبتلا وه او دا کړني ددې قوم مزاج ګرځېدلی وو.

 

کله چي د رسول الله ﷺ دعوت پيل سو نو په ډير لږ وخت کي د  هغوی حالت بدل سو او ټول په يوه زړه، يوه ژبه او يو ځان پر حق دين متفق سول، د هغوی حرص، طمع، شهوت پرستي او ټولي بدي کړني په مکارمو اخلاقو او محاسنو اعمالو بدلي سوې، او د حق دين د پيروۍ لپاره داسي اماده سوه چي ددې لپاره يې مشقت، د دنيا څخه بې رغبتي او د اهل او عيال څخه فراق اختيار کړی. 

 

خپل ځانونه او مالونه يې د الله  تعالی په لاره کي لکه اوبه داسي وبهېول چي په دې کي د دنيوي غرض هيڅ احتمال نه وو او دا لاره ورکی قوم يې ددې وړ وګرځوی چي د نړۍ دوې ستري امپراطورۍ په يوه وخت کي رېز مرېزه کړي او د کسری او قيصر خزانې يې د نبوي مسجد په صحن کي وغورځولې!

 

 کله چي کامل عاقل انسان ددغو حالاتو او انقلابونو په اړه غور او فکر وکړي نو يقيناً د خپل ضمير قاضي يې همدا فيصله ورکوي چي دا ټولي بې ساري کارنامې په عقلي او فکري تدبير سره نه حاصليږي، دا یقیناً هغه الهي نصرت او آسماني ملاتړ وو چي د عليم او قدير ذات د حکم او تقدير پرته ناشوني دی، الله  تعالی  فرمايي:

 

(... لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ.) (سورة الانفال: ۶۳)
كه لګولى واى تا هر هغه څه چې په ځمكه كې دي ټول نو نه به دې شو اچولى الفت محبت په منځ د زړونو د دوى كې مګر الله الفت محبت وا چاوه په منځ د( زړونو د) دوى كې بيشكه چې دغه ( الله ) ښه غالب ښه حكمت والا دى.

 

۱۰ دليل: د دعاګانو فوري قبوليت
د رسول الله ﷺ مستجاب الدعوات کېدل هم ددې واضح دليل دی چي دا برحق نبي دی، هره دعاء چي به يې کول په الهي دربار کي قبلېدل. په دې اړه نهايي زيات واقعات را نقل سوي دي چي په ځانګړي فصل کي به ان شاءالله ذکر سي.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته