تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علامه شمس الحق افغاني رحمه الله ژوندلیک
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 11, 2018
  0

د نابغه اسیا، شمس العلماء شیخ القرآن علامه شمس الحق افغاني ( رحمة الله تعالی علیه ) ژوند 

 

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ده په اړه د دارالعلوم دیوبند مهتمم قاری محمد طیب رحمه الله فرمایلي:  " ما په ټوله اسیاء کې د افغاني په څیر عالم ندی لیدلی " .

 

شیخ افغاني په ۱۷ د رمضان المبارک ۱۳۱۸هـ  چې د۱۹۰۰ء سره سمون خوري په کوزه پښتونخوا پیښور ته نیژدې د چارسدې په تاریخي علاقه ترنګزو کې د مولانا غلام حیدر بن مولانا خان عالم ابن مولانا سعدالله په کور کې چې یو علمي او پښتنه کورنۍ وه، وزیږید.

 

ابتدائې زده کړې :
ابتدائي تعلیم یې د خپل  والد صاحب څخه حاصل کړی ،  په ۱۹۰۹ء کې یې په ښوونځۍ کې داخله وکړه او په ۱۹۱۳ء کې ترې فارغ شو، له دې ورسته یې د خیبر پختونخوا او د افغانستان له مختلفو علماء کرامو څخه د اسلامي فنونو کتابونه وویل.

 

لوړې زده کړې:
په ۱۹۲۰ء کال د لوړو زده کړو لپاره یې د هندوستان سترې مدرسې ( دارالعلوم دیوبند ) کې داخله واخیسته او په ۱۹۲۱ء کې یې د دارالعلوم دیوبند څخه  د دورہ حدیث په کولو فراغت وشو او علم طب یې هم دارالعلوم کې زده کړ.

 

مشهور استادان:
د نوموړي له استادانو څخه مشهور عالم دین د وخت محدث علامه انور شاہ کشمیري، علامه شبیر احمد عثماني، سید اصغر حسین، مولانا رسول خان هزاروي وغیرہ شامل دي.

 

تدریس :
په ۱۹۲۳ء کې په مدرسه مظهرالعلوم کراچي کې صدر مدرس مقرر شو.
په ۱۹۲۴ء کې په مدرسه ارشاد العلوم لاذکانه سند کې صدر مدرس ؤ.
په ۱۹۴۸ء مدرسه قاسم العلوم لاهور کې د صدر مدرس په توګه تدریسي خدمات انجام کړل.
په ۱۹۳۲ء  دارالفیوض سند کې صدر مدرس مقرر شو.

په ۱۹۳۳ء څخه تر ۱۹۳۹ء پورې دارالعلوم دیوبند کې د درجه علیا لپاره استاد او شیخ التفسیر وو.
۱۹۴۴ء جامعه ډابھیل کې  د صدر مدرس په حیث مقرر شو .

۱۹۶۳ء په جامعه اسلامیه بهاولپور کې د شیخ التفسیر په منصب وټاکل شو او تقریبا ۱۲ کاله پورې یې تدریسي خدمات انجام کړل .

 

نوموړی د پاکستان له جوړیدو مخکې د قلات د قاضي او د معارف وزیر هم پاتي شوی او هلته د دده او ملګرو په محنت د وفاق المدارس العربیة په څیر ستره اسلامي اداره جوړه سوه چې لومړی صدر یې افغاني وو او دده په کوښښونو یې ډیره کامیابي حاصله کړه.

 

بیعت او اجازت :
نوموړي د حکیم الامت علامه محمد اشرف علي تھانوي رحمه الله سره په تصوف کې بیعت کړی او د حضرت مفتي محمد حسن امرتسري ( باني جامعه اشرفیه لاهور ) خلیفه مجاز دی .

 

او ویل کیږي چې د افغاني لقب ورته د خپل استاد محدث العصر شیخ محمد انور شاه کشمیر رحمه الله له لورې ورکول شوی .

 

تصانیف:
علامه افغاني رحمه الله ډیر اهم او مفید کتابونه لیکلي چې يو څو مشهور یې دا دي:

 

۱   علوم القرآن (اردو، پښتو او دري ژباړه)

۲   سوشلزم اور اسلام

۳   معین القضاۃ و المفتیین (عربی)

۴   شرح ترمذي (عربي)

۵   عالمی مشکلات اور ان کا قرآنی حل

۶   تصوف اور تعمیر کردار

۷   اسلامی جهاد

۸   کمیونزم اور اسلام

۹   احکام القرآن

۱۰  مفردات القرآن 

۱۱   مشکلات القرآن 

۱۲  اسلام اور ساینس

۱۳  شرح دیوان ضابطه 

۱۴  مکتوبات افغاني

 او داسې نور د یادوني وړ دي.

 

 

سترې کارنامې:

①  د دار العلوم دیوبند له طرفه ( شهر دھانند ) ته د رتداد د فتنې او (شدهی تحریک) لپاره چې کوم ۵۰ مبلغین لیږل شوي وو ، د هغو مشر او آمیر علامه افغاني صاحب وو۔ دده  تبلیغي هڅو رنګ راوړ، برآې نام مسلمانان د ارتداد څخه وژغورل شوه او بې شمار هندوانو هم دلته اسلام قبول کړ.


د دوی مشهورو مناظرینو ته یې لویه ماتي ورکړه ، کله چې یې د ارتداد د فتنې په ختمولو کامیابي حاصل کړه نو دارالعلوم دیوبند ته راستانه شول او په دارلعلوم دیوبند کې په همدې مناسبت یوه لویه اجتماع جوړه شوه چې د وخت ستر محدث علامه محمد انور شاه کشمیري نورالله مرقده او علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله هم تشریف راوړی وو.

 

ددې بزرګانو  په غوښتنه علامه افغاني رحمه الله د خپل تبلیغي کارګزارۍ په اوریدلو سره یو داسې جامع تقریر هم وکړ چې ددې بزرګانو سینې پرې یخې شولې او علامه افغاني ته یې دعا وکړه .

 

نوموړي له دې څخه علاوه د عصري علومو طبقې ته هم په دعوت او اصلاح کې ډیر کوښښ کړی.

 

د یو کال په موده کې یې د دارالعلوم دیوبند په کتابتون کې د نادرو کتابو مطالعه هم وکړه . همدارنګه د قیام حجاز په دوران کې یې هم د سلطان عبدالحمید خان په مکتبه (حمیدیه) کې پراخه مطالعه وکړه .

 

②  د بخاري شریف تدریس:
کله چې د متحده هندوستان په ډابهیل دارالعلوم کې د وخت عظیم محدث او امام علامه محمد انور شاه کشمیري رحمة الله علیه  وفات شو نو د احادیثو د تدریس لپاره علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د بخاري شریف تدریس په ۱۹۴۴ء کې  افغاني رحمة  الله علیه ته او د ترمذي شریف تدریس یې علامه محمد یوسف بنوري رحمةالله علیه ته ورکړل .

 

په دغه وخت کې د شبیر احمد عثماني رحمه الله دوه نور مشهور علماء کرام نائبان وو، دوی دواړو شبیر احمد عثماني صاحب ته وویل چې موږ ستا نائبین یو او بهتره به وي چې د بخاري شریف د تدریس منصب موږ ته وسپارلی شي.

 

علامه شبیر احمد صاحب ورته وویل:


آیا تاسو یې له افغاني صاحب ښه تدریس کولی شئ؟


دوې وویل هو!


علامه شبیر احمد صاحب ورته وویل راځئ چې هلته ورشو.


کله چې دوی ډابیل دارالعلوم ته راغلل نو د افغاني رحمه الله درس پای ته ورسید، خو علامه افغاني صاحب په دوی پوه شو نو شاګردانو ته یې وویل نور درس هم کوو.

 

شاګردانو ته یې د دوی په وړاندې درس پیل کړ او په درس کې یې ښه په پوره ډاډ او اطمینان کلام شروع کړ، تر دې چې د لاندې علماء کرامو په رایو یې واضح کلام وکړ لکه: 

 

د کرماني رایه او دده ترديد،
د ابن منیر رایه او د ده تردید،
د ابن بطال رایه او د ده تردید،

تر دې چې د حفاظ ثلاثه ابن حجر، قسطلاني او عیني رايې او د دوی تردید آن تر انورشاه کشمیري رحمه الله او دده ځيني رايي او د هغوی تردید،  یعني ښه په پوره قوت سره یې د دوې رايي سره وڅیړلې او بیا یې له دې څخه وروسته نوي دلایل قایم کړل.

 

ځکه چې دی په مضامینو کې د خپل وخت امام وو او داسې وضاحت به یې په مضامینو کې کاوه چې بلکل به یې په مضامینو کې کوم شک نه پاتې کیدل. تردې چې پوره دوه ګينټي یې نور هم درس وکړ.

 

د درس تر ختمیدو څخه وروسته علامه شبیر احمد عثماني وفرمایل:
چې په خپل ژوند کې مې د افغاني په څیر د بخاري شریف مدرس نه دی لیدلی. بیا یې افغاني رحمه الله د مدرسینو مشر هم وټاکه .

 

③   د افغاني رحمه الله کتاب علوم القرآن :
په اسلامي نړۍ کې د عظیم الشان کتاب قرآن لوی لوی مفسرین تیر شوي او هر یو په خپل ځای د علم ستر ستر بحر دی د دوی تفاسیر د اسلامي علومو او کتابونو سرچینه ده لکه لاندې تفسیرونه:

 

تفسیر طبري، تفسیر قرطبي، تفسیر ابن کثیر، تفسیر کبیر، تفسیر روح المعاني او نور...

 

د تفاسیرو څخه علاوه ځینو علماو د قرآن کریم په علومو هم  کتابونه لیکلي لکه :


د علامه جلال الدین السیوطي رحمه الله کتاب ( الاتقان فی علوم القرآن )، د امام زرقاني رحمه الله کتاب ( مناھل العرفان فی علوم القرآن ) او داسي نور...

 

د معاصرو علماو څخه علامه شیخ القرآن شمس الحق افغاني رحمه الله هم د عظیم الشان کتاب په علومو یو منل شوی او مفید کتاب د اوسني عصر په نظر کې نیولو سره لیکلی، په دې کتاب کي پر لاندي مضامینو تحقیقي بحث شوی دی :

 

★  ضرورة القرآن :
انسانانو ته د قرآن عظیم الشان او وحي الهي په ضروریاتو عقلي او فلسفي دلایل.

 

★  صداقة القرآن :
د الله جل جلاله له طرفه د قرآن عظیم الشان د نزول اثبات او په معجز کیدو یې عقلي دلایل او د اروپا د مستشریقينو تردید.

 

★  تنزیل القرآن و تدوینه :
د قرآن د نزول او د قرآن د راټولیدو او جمعې تحقیق.

 

★   محفوظیة القرآن :
د قرآن د حفاظت دلایل او د مستشرقینو د شبهاتو تردید .

 

 ★ مهمات القرآن :
د قرآن د مهمو مقاماتو حل، حکم او اسرار یې او د شبهاتو ازاله.

 

★  احکام القران:
د قرآن عظیم الشان فقهي احکام ، حکمت یې او د وخت د شبهاتو جوابونه.

 

★  تعبیرات القران :
د قراني تعبیراتو حقیقي حل، پداسي ډول چې صحیح مطالبِ قرآني معلوم شي او د جدید خیالو لیکوالانو خامیاني واضحه شي.

 

 لومړي پنځه بابونه دعلوم القرآن په موضوع نومول شوي . نور ګټور او مفید معلومات هم په کې زخیره شوي دي .

 

دغه کتاب په اردو ژبه دی، پښتو ته مولانا سیف الحنان حقاني په پیښورۍ لهجه ژباړلی چې په ۳۳۷ صفحو شامل دی، فارسي ته شیخ محمد انور بدخشاني صاحب ژباړلی دی.

 

شیخ افغاني رحمه الله په دې کتاب کې د اصطلاحي تعبیراتو څخه کمه استفاده کړې. ډیر یې د جدیدو نظریاتو پر بناء داسې قلم اوچت کړی چې د اسلافو د اسلوب څخه هم بهر ندی او کوم معارف او حقایق چې يې تشریح کړي هغه یې هم په خپل ځای کې د سلفو د مسلک د تاید پر بناء لیکلي نه د تحریف.

 

ددې نه علاوه لکه څنګه چې اوس د عقلیت او فلسفې عصر دی، نو ددې وجې یې په مقاصدو شرعیه او نقلیه کې کتاب په عقلي او فلسفي رنګ کې مرتب کړی او هم یې د غرب څخه متاثرو خلکو ته د هدایت او لارښود پر بناء قلم اوچت کړی دی.

 

④  د علامه شمس الحق افغاني رحمة الله علیه په هکله مفتي محمد زرولي خان صاحب فرمايي چې ده رحمه الله تفسیر کبیر ( د امام فخرالدین الرازي رحمه الله ) مکمل څلور جلده حفظ کړی وو. ( دوره تفسیرالقرآن ، ۲۰۱۶_ رمضان المبارک ، مقدمه د تفسیر).

 

علامه افغاني صاحب د نړیوال شهرت خاوند او د بزرګانو یادګار دی چې د خپل وخت لوی عالم، مفسر، مدبر، محقق او عارف وو. شیخ د ډیرو دیني مجلسونو او مدارسو سرپرستي کړې .

 

وفات :
بل آخر د اسلامي نړۍ دغه ځلانده ستوري په  ۱۶ اګست ۱۹۸۳ء نیټه له دې فاني نړۍ څخه رحلت وکړ او په چار سده کې خاوروته وسپارل شو .

 

الله جل جلاله دې پرې رحمتونه نازل کړي .

-------------------------

علوم القران پښتو ژباړه

 

سرته