تازه سرليکونه
د (اولياء کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ عبدالقادر جیلاني (رح) څو ویناوي
 
  August 31, 2015
  0

د حضرت شیخ عبدالقادر جیلاني (رحمة الله علیه) څو ویناوي

رالیږونکی: مؤمن شېرذاد

۱: اې غلامه ! تالره ښايي چي تقوا وكړې. د نفس ،هوا، شيطان او د بدو ملګرو څخه ډډه  وكړې.

۲: اې قومه ! د لوى څښتن عزوجل د نعمتونو شكر ادا كړئ او دا نعمتونه دده څخه وبولئ.

۳: اې غلامه ! همېشه په دې فكر كي مه اوسه چي څه به خورم ، څه به چيښم، څه به اغوندم ،څوك به په نكاح كړم، چيري به سكونت كوم، او څه به جمع كوم. دا ټوله د نفس غوښتني دي د زړه او سر غوښتنه د لوى څښتن جل جلاله طلب دى.

۴: اې قومه ! د نيكو كارونو كړنه غنيمت و بولئ ، د ژوند دروازه غنيمت و بولئ چي ستاسي پر مخ خلاصه ده د لوى څښتن جل جلاله د نيكو بندګانو دروازه غنيمت و بولئ او ورداخل سئ تاسي نه پوهيږئ چي تر څو به خلاصه وي ،ددعاوو دروازه غنيمت و بولئ چي ستاسي پر مخ خلاصه ده.

۵: اې غلامه! دبدانو سره مجلس تا پر نيكانو باندي بد ګمانه كوي.

۶: همېشه د لوى څښتن جل جلاله د كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنت تر سيوري لاندي حركت كوه ، تر څو خلاصون دي په برخه سي.

۷: اې غلامه ! د لوى څښتن جل جلاله د سپيڅلو بندګانو سره ملګري كوه او د ناپوهانو له ملګرى څخه ځان ساته.

۸: اې قومه ! تر څو چي مو توان وي د دنيا له غمونو څخه ځان و ژغورئ.

۹: لومړى د شرك څخه پرهيز وكړى، دوهم د ګناهونو څخه توبه وباسى بيا د قرآن او سنت احكام ټينګ كړئ او هيڅكله يې له لاسه مه وركوئ.

۱۰: الله جل جلاله سپېڅلى او لوى دى او د بنده په زړه كي دوې بيري نه ځايږي كله چي د لوى څښتن جل جلاله بيره په زړه كي ځاى ونيسي د دنيا او د هغه په اړه نوري بيري له منځه ځي.

۱۱: د ريا كارو او منافقو ښه عملونه د منلو وړ نه دي ،هغه ښه عملونه د حق تعالى په حضور كي ارزښت لري چي يوازي دده د رضا لپاره وي.

۱۲: راسه د خپل مهربان ورور نصيحت ومنه مخالفت مه ورسره كوه ځكه چي زه ستا د ګټي او تاوان په باره كي داسي شيان وينم چي ته يې نه وينې ،صادق او رښتنى مومن به و خپل مومن ورور ته به په نصيحت كي داسي شيان څرګندوي چي هغه ورڅخه خبر نه وي.

۱۳: اې مريدانو او دوستانو ! ستاسو لپاره نصحيت كونكى يم د هغه په عوض كي هيڅ اجر نه در څخه غواړم زه د دنيا غوښتونكى نه يم او زما په نظر اخرت هم ارزښت نه لري ځكه چي زه د الله جل جلاله د ديدار غوښتونكى يم.

۱۴: د خلګو لپاره د يوه مهربان پلار غوندي وه اوسه.

۱۵: دغفلت د خوب څخه ويښ سه او تل د الله جل جلاله ذكر كوه.

۱۶: مه ظالم جوړيږي او مه مظلوم،  كه دي چاره نه وه نو مظلوم سه او د ظلم څخه په كلكه ځان وژغوره.

۱۷: اې غلامه كله چي خبري كوې په نيك نيت يې وكړه او كه چپ پاته يې هم په  نيك نيت ساكت (چپ) اوسه ، كه څوك نيت تر عمل مخكي نه كوي ده لره عمل نسته.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته