تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: (که صورت د محمد ص نه وای پیدا)
 
  July 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۸۱)

نوم: نوري  
                                                         
سوال :ايا دا رښتيا ده چي ځني کسان دغه شعر وايي: که صورت د محمد نه واى پيدا، پيدا کړى به خداى نه واى دا دنيا. که په دغه اړه څه معلومات راکړي ډېره مهرباني به مو وي.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

پورتنى بيت د عبدالرحمن مهمند د اشعارو څخه دى، د ابن عساکر او ځينو نورو  د رواياتو څخه ورته مطلب ثابتيږي، امام صغاني د لولاک لما خلقت الافلاک حديث موضوعي ( يعني د درواغو جوړ سوى حديث) بللى دى، خو وايي معنى ئې د ابن عباس د روايت له مخي صحيح ده. والله اعلم


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): حديث لولاکه لما خلقت الافلاک قال الصغانى انه موضوع کذا في الخلاصة لکن معناه صحيح فقد روي الديلمى عن ابى عباس  رضي الله تعالى عنه مرفوعا: اتاني جبرائيل فقال يا محمد لولاک لما خلقت الجنة ولولاک لما خلقت النار وفي رواية ابن عساکر لولاک لما خلقت الافلاک. الموضوعات الکبرى: ص ١٩٤للمحدث العلامة ملا علي القاري الحنفي رحمه الله. طبع قديمي کراچي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته