تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زده کړې لپاره منظم پلان
  تعلیم الاسلام
  December 14, 2017
  0
ژبــــــــــــــــاړه: هـ. فاروق 2016-01-09
 
ناڅاپي! او له منظم پلان څخه پرته درس ویل لویه او بدترینه اشتباه ده چې هر زده کړیال د هغی مرتکب کیدلای شي، منظم نه پلان لرل هر زده کړیال او محصل له ماتې سره مخ کوي، د زده کړیالانو لپاره لازمه ده چې د درس لوستلو لپاره یو منظم پلان  او برنامه ولرئ، پریکړه ونیسئ چې کوم درس، څه وخت  و زمان غواړۍ ولولۍ نو پر همدي اساس خپل لومړیتوب مدیریت کړئ تر څو وکولای شي په ښه او سمه توګه درس مطالعه وکړئ.
 
مرحلې:
۱ـ درسونه مو هماغه ورځ مطالعه کړئ. هره ورځ مدرسه، ښوونځي او پوهنتون کې نوي څیزونه زده کوی؛ نو پر همدي اساس کله چې کور ته ولاړ شی هماغه درس چې تاسو ته په مدرسه کې ښوول شوي دی ولولئ.
 
۲ـ بیا کتل (مرورکول): هر هغه درس چې تاسو ته د اونۍ په اږدو کې ښوول شوي او زده کړی مو دی، د اونۍ په وروستۍ ورځ چې رخصتي وي مرور کړئ.
 
 
۳ـ لومړی هغه درس وټاکۍ او مطالعه یې کړئ چې مجبور یاست، نه هغه درس چې خپله یې غواړۍ.
 
۴ـ هڅه! وکړئ هغومره وخت چې د هر درس لپاره اړین دی تخمین او اټکل یې وکړئ.
 
۵ـ د هر درس  لپاره لومړیتوب وټاکۍ، د فوري مثال او نمونې لپاره، وروستۍ او....
 
۶ـ کتابتون ته ولاړ شی؛ د ستونزو او تکالیفو لپاره مو کتابتون ته ولاړ شئ، تر څو کتابدار هغه کتابونه چې ستاسو ستونزو او تکلیفو سره مرسته کولای شي، لارښوونه وکړۍ.
 
 
۷ـ د تیر شوي ازموېنې پوښتنلیکونه ځواب کړئ. ټول پوهنځي د تیر شوي ازموینې زیرمه لري، دا پوښتنلیکونه حل کړئ، ځکه دا مو پر ځان ډاډ او باور پیاوړي کوي اود دې پوښتنو په ځواب کولو کې د ځان لپاره وخت ونیسئ.
 
۸ـ څو ساعته هره ورځ درس ولولئ، روزمره مطالعه کول ستاسو د مغزو سلولونه فعاله کوي، وروسته له څو صفحو مطالعې څخه هڅه وکړئ، پرته له دي چې ،غلا یا د سترګو په کونجونو کې کتاب ته وګوری، هغه څه مو چې لوستي دي خلاصه یې ولیکئ. (منبع wikihow)
 
--------------------------------------
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

 

سرته