تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- ګرو سوی سرای په کرايه ورکول
 
  November 23, 2011
  0

سوال: که چيري څوک يو ځاى ګرو کړي او بيا دا ځاى و بل چا ته په کرايه باندي ورکړي نو دا څنګه کار دى؟

د سوال کوونکي نوم: حاجي نثاراحمد

جواب : د ګروي شئ مرتهن یعنی هغه څوک چي دا شئ یې د ګروۍ په ډول په لاس کي دی بل چا ته يې نه په کرایه ورکولای سي او نه د هغه څخه کار اخیستلای سي بلکی دا د ده د پور د پاره یوه وثیقه ده که مدیون او پوروړي یې پور نه ور اداء کاوه د همدا ګروۍ څخه به خپل پور ور سره مجرا کوي نو ځکه ګروي به د امانت د شي په شان ساتي .په فتاوى هنديه کي وايي : وَلَوْ ارْتَهَنَ الرَّجُلُ دَابَّةً ، وَقَبَضَهَا ثُمَّ آجَرَهَا مِنْ الرَّاهِنِ لَا تَصِحُّ الْإِجَارَةُ ، وَيَكُونُ لِلْمُرْتَهِنِ أَنْ يَعُودَ فِي الرَّهْنِ ، وَيَأْخُذَ الدَّابَّةَ ،که یو سړی حیوان ګرو کړي او قبض یې کړي او د قبض وروسته یی و راهن یعني (د حیوان و مالک )ته په کرایه ورکړي دا اجاره نه صحیح کیږي البته مرتهن یعني پور ورکونکی کولای سي ګروي راوګرځوی دا حیوان بیرته د خپل مالک څخه په ګروي کي واخلي .وَإِنْ آجَرَ الْمُرْتَهِنُ مِنْ أَجْنَبِيٍّ بِأَمْرِ الرَّاهِنِ يَخْرُجُ مِنْ الرَّهْنِ ، وَتَكُونُ الْأُجْرَةُ لِلرَّاهِنِ ، وَإِنْ أَجَازَا جَمِيعًا كَانَ الْأَجْرُ لِلرَّاهِنِ .او که ګروي اخیستونکی د ګروۍ ورکونکي په اجازه بل کس ته د ګروۍ شئ په کرایه ورکړي ، ګروي د ګروي د حکم څخه وځي او کرایه یې د ګروي ورکونکي یعني د رهن د مالک کیږي .

 همدا ډول که ګروي اخیستونکی او ګروي ورکونکی دواړه د ګروي شى بل ته په کرایه ورکوي نو کرایه یې د رهن د مالک او څښتن حق کیږي . وَإِنْ كَانَتْ الْإِجَارَةُ بِغَيْرِ إذْنِ الرَّاهِنِ يَكُونُ الْأَجْرُ لِلْمُرْتَهِنِ يَتَصَدَّقُ بِهِ ، وَلِلْمُرْتَهِنِ أَنْ يُعِيدَهَا فِي الرَّهْنِ ، وَيَخْرُجُ مِنْ الرَّهْنِ كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَان رحمة الله علیه. او که ګروي اخیستونکی د راهن د اجازې پرته پر خپل سر د ګروۍ شى بل ته په کرایه ورکړي نو کرایه یې د ګروي اخیستونکي ده خو البته دا کرایه به خیرات کوي د کرایې په صورت کي رهن د ګروۍ د حکم څخه وځي خو بیا هم مرتهن یې په ګروي کي بیرته راګرځولای سي .دلته چي مرتهن د رهن کرایه د هغه مالک یعني راهن ته نه ورکوي پخپله یې اخلي خو ځان ته يي هم نه راګرځوي بلکی و مسکینانو او اړو کسانو ته یې همداسي بېله د ثواب د نیت څخه ورکوي د هغه وجه دا ده چي د ګټي مستحق هغه څوک دی چي که تاوان راځي تاوان یې پر هغه وي امام ابوداود د عایشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت کوي وایي رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : الْخَرَاجُ بِالضَّمَانِ د شي حاصل او ګټه د هغه چا ده چي تاوان یي هم پر هغه وي .

نو مرتهن چي د ګروۍ شئ پر خپل سر بل ته په کرایه ورکوي او یا کار ځني اخلي دا شئ د رهن د حکم څخه وزي که دا شئ ورک سي یا له منځ څخه ولاړ سي ټول تاوان یې پر مرتهن او ګروي اخیستونکي دی دا ځکه چي دی متعدي او تر ټاکلي حد تېری کونکی دی او که ګروي د امانت په ډول ساتي کار نه ځني اخلي نو بیا که له منځ څخه ولاړ سي د ده د پور په اندازه تاوان یې پر ده دی د رهن ارزښت او قیمت که د ده تر پور زیاد ؤ هغه تاوان پر راهن یعني د ګروۍ پر مالک راځي  د بیلګي په ډول احمد محمود ته سل زره افغانۍ پور ورکړ د محمود څخه یې د هغه د پنځو لکو افغانیو موټر د وثیقې په ډول په ګروي کي ځني واخیستۍ که احمد موټر په کور کي د ساتني د پاره درولی وي لکه څه ډول چي د رهن حکم دی هغه ډول یې ساتي او بیا کورته د شپې داړماران د توپکو سره ورسي موټر د توپک په زور ځني بوزي نو دلته د موټر قیمت چي پنځه لکه افغانۍ ؤ د یو لکو افغانیو تاوان یي پر احمد راځي پور یې اداء کیږي او د څلورو لکو تاوان پر محمود چي د موټر مالک او راهن دی پر هغه راځي ځکه دلته مرتهن یعني احمد متعدي او تر حد تېری کونکی نه دی چي د رهن ټول تاوان پر راسي.

خو که احمد پر خپل سر موټر د چلاو د پاره را وباسي یا یې بل ته په کرایه ورکړي او بیا داړماران د توپک په زور موټر ځني واخلي نو احمد به محمود ته څلور لکه افغانۍ ورکوي او همدا راز هغه یو لک افغانۍ یې هم د موټر په قیمت کي ور سره مجرا کیږي ځکه احمد تر حد تېری وکړی متعدي دی د تعدى او تېري په وخت کي چي احمد په موټر څه کرایه جوړه کړي نو هغه هم د احمد کېږي ځکه چي په دا مهال کي که موټر ته کوم زیان رسیږي د هغه تاوان پر احمد راځي ځکه چي الْخَرَاجُ بِالضَّمَانِ خو دا ګټه یوه ناجایزه ګټه ده مرتهن ته جایز نه ده نو ځکه ځان ته به یې هم نه راګرځوي بلکی په خیرات کي به يې و مسکینانو ته ورکوي خو د ثواب په نیت به یې نه ورکوي ځکه : امام ترمذي د ابْنِ عُمَرَ رضی الله تعالی عنهاڅخه روایت کوي وایي نَّبِيِّ صلی الله علیه وسلمفرمایلی دي  لَا تُقْبَلُ صَلَاةٌ بِغَيْرِ طُهُورٍ وَلَا صَدَقَةٌ مِنْ غُلُولٍ . هیڅ یو لمونځ بې طهارته نه صحیح کیږي او نه د حرام مال صدقه قبلیږي. د همدغه ډول هر حرام مال طریقه دا ده لکه یو مردار حیوان چي څوک تر خاورو لاندي کوي همداسي به دا ډول حرامه ګټه بېله د ثواب د نیت څخه و  اړو کسانو ته ورکوي .

د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته