تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لنګوټه د اسلام او ساینس له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2014
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر
 
لنګوټه تړل دفخرالموجودات، دامام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت ده، اودایوکوټلی حقیقت دی چې دخیرالبشرصلی الله علیه وسلم په هرسنت، عمل اوطریقه کي بې شماره ځلانده ګټې نغښتې دې، زه دلنګوټې ومکمل تاریخ ته نه راځم او لنګوټه هغه لوی نعمت، ویاړ اودفخرتاج دی چې په مکمل ډول سره لیکنه ورباندی  ناشونې اوتروس وتلی کاردی۔
 
لنګوټه تړل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک سنت دی اونبی کریم صلی الله علیه وسلم وایی:
عن انس رضی الله عنه قال لی رسول الله صلی الله علیه وسلم یابنی من احیا سنتی فقد احبنی ومن احبنی کان معی فی الجنة. (رواه ترمذی ومشکوة)
 
ژباړه: دحضرت انس رضی الله عنه څخه راوایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وماته وفرمایل زویه کوم کس چې زما د سنت سره مینه وکړی نو یقینا هغه زما سره مینه وکړه او چا چې زما سره مینه وکړه هغه په جنت کی زماسره وي.
 
پرلنګوټې باندی په احادیثوکي ډېرټینګارشویدی، خوزه په یو څو احادیث لیکم تر څو دا موضوع ښه روښانه شی:
 
لنګوټه(بګړۍ) په احاديثو کي:
 
یوصحابي رضی الله تعالی عنه وایی:
 
۱: رایت النبی صلی الله علیه وسلم علی المنبر وعلیه عمامة سوداء قد ارخی طرفیها بین کتفیه. (مسلم، ابوداؤد، نسائی)
 ژباړه: مانبی کریم صلی الله علیه وسلم پرمنبرباندی ولیدی چې توره لنګوټه ئې تړلې وه او دواړې شملې ئې د اوږو په مابین کي ځړېدلې.
 
 
۲: دحضرت عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
علیکم باالعمائم فانها سیماء الملئکه وارخو الها خلف ظهورکم۔ (مشکوة شریف: ۳۷۷/ طبرانی) (۱)
ژباړه: پر تاسو باندی د لنګوټې تړل لازم دی، دا ځکه چې دا د ملائیکو علامه ده او تاسی د لنګوټې شمله وشاته اړوی۔
 
۳: عن الحسن قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یعتم ویرخی عمامة بین کتفیه. (طبقات ابن سعد۴۵۵-۴۵۶)
ژباړه: د حضرت حسن رضی الله عنه څخه روایت دی اوفرمایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به لنګوټه تړله، اونبی کریم صلی الله علیه وسلم به د خپلې لنګوټې شمله د دواړو وږو ترمنځ کښته کړی وه.
 
۴: عن رکانه رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال فرق مابیننا وبین المشرکین العمائم علی القلانس.(ابواؤد، والترمذی، کنزالعمال/ حدیث حسن)
ژباړه: حضرت رکانه رضی الله عنه فرمایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زموږ او مشرکانو ترمنځ فرق پرخولۍ باندی د لنګوټې تړل دي.
 
ددې حدیث شریف  څخه مطلب دادی چې مشرکانو به بیله خولۍ لنګوټه تړله او مسلمانان دی لنګوټه پرخولۍ باندی وتړي.
 
۵: عن جابر بن عبد الله أن النبى صلى الله عليه وسلم دخل يوم فتح مكة وعليه عمامة سوداء (مسلم)

حضرت جابر رضی الله عنه وای چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکې د فتح په ورځ مکې ته په داسي حال کي داخل سو چي توره لنګوټه یې تړلې وه. 

 
۶: د حضرت عمر رضی الله عنه څخه راوایت دی چې د مکې د فتح په ورځ نبی کریم صلی الله علیه وسلم توره لنګوټه تړلې وه. (ابن ماجه، ابن ابی شیبه)
 
انشاء الله دالس احادیث مبارک کافی دی او د لنګوټې په هکله ډیر حدیثونه راغلی دی همدا کفایت کوي. 
 
 
لنګوټه او نوي سايسني څېړنې:
 
د انسان ټول جسم ارزښت لری او الله جل جلاله وانسان ته داسی خطاب کړیدی:
ولقدکرمنا بني ادم. الایة
 

 

په تحقیق سره موږ و انسان ته شرف ورکړیدی۔ یعنی مطلب دا چې انسان اشرف المخلوقات دی۔

 

 
بل ځای الله جل جلاله وایی:
لقد خلقنا الانسان في احسن تقويم۔
په تحقیق سره موږ انسان په ډېر ښکلی بڼه سره پیدا کړیدی۔
 
ددې ایاتو څخه زمامطلب دادی چې الله جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کي انسان ترټولو مشرفه اوترټولو ښایسته اوښکلی پیداکړیدی، خودانسان په ټول بدن کي سر تر ټولو ارزښت لری دا ځکه چې د بدن ټول نظام دهمدغه ځای څخه اداره کيږی؛ په ځانګړی ډول سره د سر د شا برخه۔
 
کله چې ډېره ګرمي اویاهم یخني شی نو په دواړوحالتو کي سر تر اغیزې لاندی راځی، چې د سر درد ورسره جوخت پیداکيږی، اوکه ګرمي ډېره زیاته شی نو بیا لومړی دانسان د مرګ سبب ګرځی اوپه دوهمه درجه کي انسان دمرګ وکندی ته غورځوی۔
 
دنړۍ په هغوځایوکي چې دسرطان دکرښې سره نژدې دی، اویاهم په مجموع کي په دوبی کي ګرمې زیاته وی، لومړی خوپه داسی ډېره ګرمۍ کي وتل، کار او وظیفه اجراء کول مطلق منع دی اوکه بالفرض داړتیا په صورت کي یو څوک وځې نوسر پوټول ورته اړین اوضروری دی، اوددې ټولو ناخوالو دله مینځه وړولو لپاره فخرنسل ادم صلی الله علیه وسلم داسی درملنه راښودلې ده چې ډېره اسانه، ډېره ښکلې اوهرڅوک ئې کولای سی، چې یوبه ددې ناورین څخه وژغورل شی اوبل داچې یو سنت نبوی صلی الله علیه وسلم به پرځای شی۔
 
هغه خلک چې په زیاته ګرمۍ کي سخت کارونه کوی هغه اکثره وخت دتبی (Fever) سره لاس اوګرېوان وی، اواکثره وخت داتبه دومره سخته وی چې دناڅاپي مرګ سبب ګرځی، داولی؟ دا ځکه چې دسرپه شاتنۍ برخه کي دبدن تودوخې د کنترول نظام خپل فعالیت پرېږدی، اونورنشی کولای چې دبدن تودوخه کانترول  کي ، نوځکه داټول کړاوونه له همدغه ځای څخه پیداکيږی۔
 
په ګرمۍ کي ددې پټول یولازمی کاردی، چې لنګوټه ئې ترټولوښه اوغوره لاره ده۔
 
لنګوټه (بګړۍ) او اوسنی طب:
لنګوټه تړل یوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم دی، چې په دې مبارک سُنت کي زښته ډېرې ګټې نغښتې دی او دا سترې ګټې ترشمار وتلي دي زه به ئې ان شاء الله یوڅو وتاسوته وړاندی کړم ، او د اد نبی کریم صلی الله علیه وسلم معمول ووچې لنګوټه ئې پر رخچینه (خولۍ) تړله او پاته دی نه وی چې په لنګوټه کي داخرت د ثواب څخه علاوه په دې نړۍ کي هم ډېرې نورانی ګټې پرتې دی۔
 
۱: د فزیالوجی دعلم اوڅېړنو مطابق کله چې د سرماغزه او حرام مغز محفوظ وی نو د انسان دبدن اعصابی جهاز اوعضلاتی جهازډېر منظم وی، اوانسان دهر خطر څخه خلاصون مومی۔
 
۲: د دماغ د هرډول خارجی صدمې لپاره لنګوټه یواځنی اسانه د ژغورولو طریقه دی، او دا هغه وخت ښکلې سی چې کله شمله هم د اوږو په مابین کي پرېښودل شی، یوبه سنت پرځای شی او بل به حرام مغز وساتل شی۔
 
۳: دلنګوټې دپرسرکولواودلنګوټې دشملې وشاته کولوسره انسان دفلج دناروغۍ څخه ژغورل کيږی، داځکه چې لنګوټه سراودملاتیردټولوستونزوڅخه ساتی۔
 
۴:  دلنګوټې په تړولوسره دسردرد ډېر کمیږی، داځکه چې که سر پخپل عادی حالت کي وی نه ډېر ګرم وی اونه هم ډېریخ وی؛ چې داعادی حالت دانسان لپاره غوره دی۔
 
۵:  دلنګوټې په تړولو سره دماغ قوي کيږی اوحافظه ورسره زیاتیږی۔ چې دا د روسي ډاکترانو تجربه ده.
 
۶:  دلنګوټې په تړولوسره دایمی نزله له مینځه ځی اوکه وی نواغیزې به ئې کمی وی۔
 
۷:  لنګوټه د پوښتیو د هډوکو د سوخت لپاره یواځنی علاج دی۔
 
۸: لنګوټه انسان د ګوډتوب څخه ساتی، دا ځکه چې لنګوټه ټول اعصابی سیستم ساتی۔
 
۹: لنګوټه یو د و یاړتاج دی، ښکلاده چې انسان باوقاره، باحیثیته اوعزتمندښکاره کوی۔
 
۱۰: په زلزلو، طوفانو، تیرزباد او یا بل ناورین کي لنګوټه غوږونه د هر ډول تکان او نقصان څخه ساتی۔
 
۱۱: لنګوټه د سر وېښتیان ډېرښه ساتی، نه ئې پرېږدې چې مات ، رنګ ئې ولاړشی اویاهم بې ځایه اویاهم ورژېږی۔
 
۱۲: روغتیا پالانو دا ثابته کړېده چې د نه خولۍ او یا هم دنه لنګوټې په صورت کي دسروېښتینا ماتیږی، سپینیږی اورژیږی، دا ځکه چې پروېښتیانو بادونه، سړه هوا اوګرمه هوا اغیزې کوی چې د اغیزو په صورت کي په وېښتیانوکي تغیرراولی۔
 
۱۳: Medical of Sociology د سوشیالوجی دعلم له نظره لنګوټه ډېرې ګټې لری۔
 
۱۴: لنګوټه د سر، غاړې، ستونی اوغوږوپه ساتلوکي ځانګړې ارزښت اوځای لری۔
 
۱۵: Nervous Temperament (اعصابی مزاج) ډېر ژر د ګرمۍ او یخنۍ تر اغیزو لاندی راځی چې لنګوټه ئې یوطبعي، قدرتي اواسانه درملنه ده۔
 
۱۶: لنګوټه سر د ټولو خارجی ټکرونو څخه ژغورئ، مطلب داچې که چیری یوټکر پېښیږی نولنګوټه داعصابوپه ساتولوکي مهم رول لری۔
 
۱۷: لنګوټه حرام مغز(Spinal Cord)  د لمروهلو(Sun Stroke) اوتودې لمبې (Heat Stroke) څخه په پوره ډول سره ژغورئ۔
 
۱۸: لنګوټه انسان د لیونتوب، اعصابی حملې، ناڅاپی مرګ او ډېرو ناروغیوڅخه ساتی۔
 
۱۹: که یومسلمان چیری مړشی اوکفن ئې نه وی نولنګوټه ئې کفن دی۔
 
۲۰:که چیری په یوه ټکرکي د یو چا لاس او یا هم پښه ماته شی نولنګوټه ئې پلاسترده، ترڅو چې وروغتون ته یووړل کيږی۔
 
۲۱:لنګوټه داعصابی مزو د ښې دندې دترسره کولولپاره یواځنی لاره ده۔
۲۲: لنګوټه ومخته رعب او ښکلاوربخښي.
 
۲۳: دجنګ اوزلزلو، دطوفانو او باد او باران، تیز اوازونو څخه دغوږونو د ژغورلو لپاره لنګوټه یواځنی درمل ده.
 
۲۴: دهوایی حملوڅخه د ژغورلو لپاره لنګوټه سړي د ګرځونو او ږغونو څخه ژغورئ.
 
۲۵: دکوم ټکر پر مهال لنګوټه دپټۍ پرځای باندی هم استعمالیدلای شی.
 
۲۶: لنګوټه د پټو (څادر) پر ځای باندی هم استعمالیدلای شي.
 
۲۷: د بې هوښۍ (Shock) په حالت کی د(Presure Bandage) پرځای باندی دیوه انسان ژوند ژغورلای شي.
 
ماخذ: د پټکی مسائل اوفضائل، (حدیث نبوی اور جدید ساینس)، (نبوی سُنتونه او نوی څېړنې)،
Islam and Medical Science, The Philosophy of Islam
 
دلنګوټې په ليدولو سره ما اسلام قبول کړ!!!
 
(یوه خورکۍ وايي): زه وترکيې ته دسیاحت لپاره ولاړم چې هلته ښکلی مسجدونه، ښکلی ځایونه اواسلامي تاریخی اثار ووېنم، چې دلومړی ځل لپاره دسلطان فاتح محمد ومسجد چې ډېرلوی، ښه ښکلی او یو ډېرښه چمنی ئې ومخته درلودی ولاړم، ودې مسجدته ئې ډېره ساحه ورکړېده، زه په چوکۍ باندی ناسته یم چې ودې ډول ډول خلکوته ګورم، یو څو په یوه ژبه خبرې کوی، اوبل څوک په بله ژبه؛ یوچا یو ډول کالی اغوستی وی اوبل چابل ډول، چې هرڅه د توپیر په څپو کي وینم، یوښکلی غټ سړی مه ولیدی چې ددې مسجد امام وو، توره غټه چپنه ئې په تن وه، او ښکلی سپینه لنګوټه پر سروه ومسجدته داخل شو، اذان وشو، اوعبادت پرځای شو، امام صاحب بیرته راووتی اوولاړی، له ځانه سره می فکرو کي چې دا څومره ښکلی دین دی چې دا لنګوټه ئې پرسرده، داراته معلومه وه چې یو وخت داسی راځی چې د لمر زهرجنی شعاوې به ومځکي ته راځی، چې هرورځ به په لسهاوو خلک لیونیان، اعصابیان او فلجیږی ؛دا ځکه چې د لمر زهر جني شعاوي به د اوزون (O3) څخه راوځی او دا بد حالت به ضرور راځي دا ځکه چې همدا اوس لا په اوزون کی بدلون راغلی دی ،  سوري پکښې پیداشوی دی او د مځکې دکُرې تودوخه تر پخوا ډیره شویده، چې همدا ناورین له شین کوریزو غازونو څخه راټوکیدلی دي او په تدریجي ډول سره به دا سوري غټیږي اوبیابه پردې مځکه باندی ژوند ګران وي.
 
خوپه دې دین (اسلام) کي ددغه بدلون او ناورین لپاره هم بندو بس شویدی ۱۴ پیړۍ مخکی، نودا دین د بشرڅخه سرچېنه نه اخلی بلکي دا دین الهی دین دی؛ په راتلونکي ورځ کي می د هغه امام سره ملاقات وشو، هغه ډېر د اسلام د حقانیت په اړه معلومات راکړل ما د لنګوټې په هکله ورڅخه وپوښتل هغه  د لنګوټی په هکله نورډېر فضایل او ساینسي معلومات راکړل زه ورڅخه اغیزمنه شوم اودده هرې خبرې زماپه زړۀ کی ځای پیداکړ،د اسلام نورانیت می وزړۀ  ته داخل شو، په ځان کی می دبدلون څپې په ولولو شوې، یونه لیدونکی انقلاب می په تن کی په خوځښت شو، زه ددې انقلاب قربانې شوم اوخوښه اوراضي هم شوم چې همدا زما د خوښۍ انقلاب ؤ او زما د ژوند ارزو او تمنا وه،  ده د هرشی په هکله  چې ما پوښتنه کوله قناعت بخش ځوابونه یی راکړل وماته یی د لنګوټې پرځای د پورڼې توصیه وکړه او د اسلام بلنه یی هم په ورین تندي راکړه او ما د اسلام راوړولو ورسره موافقه وکړل اوچې کله وخپل وطن (برطانیه) ته راغلم نو په اسلام مشرفه شوم۔ چې زه اوس په پورڼې کی ډیره خوښه یم، دپورڼې لپاره می تورپنډ رخت انتخاب کړ زه اوس په دې پورڼي کی ډیره ښکلې ښکارم لله الحمد ، یو مسلمان نرمی په لنګوټه کي ډیره ښه ښکاری اویوه مسلمانه خورمی په پورڼي کی ښه ښکاري، اوزه تل وخپلو مسلمانووروڼواوخویندو ته دا توصیه کوم؛  
(The Power of Faith: my tour, I was in Turkey)
 
 

 

د لنګوټې ارزښت و موږ ته ښه معلوم دی!!!

 

دا د یوه افریقایی مسلمان ویناده، یوه ډله خارجان چې وافرېقې ته د معلومات د راټولو لپاره تللی وه، اوغوښتل ئې چې د افریقې د خلکوعنعنات وڅېړئ، اوبیا یو نړېوال خبر ور څخه جوړکړی؛ په دې ترڅ کي د جیمزبراون په نامه یوسړی چې یوډله نورملګری هم ورسره وه، دیوه افریقایی مسلمان څخه وپوښتل چې دادی څه شی پرسری ده؟
 
دې افریقایی مسلمان ورته په خنداوویل چې: دا لنګوټه ده۔
جیمزبراون: دادڅه لپاره استعمالوی؟
افریقایی مسلمان: دا ددې لپاره چې ځانونه دګرمۍ څخه وساتو، اودلته هغه خلک چې لنګوټې نه پرسر کوی هره ورځ ئې حالت بدوی، مری، اویاهم خپل اعصاب له لاسه ورکوی؛ نوځکه دا ما دځان ژغورو لپاره تړلې ده۔
جیمزبراون: چادرته وویل چې دا وتړه؟
دا زموږ د ګران او خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم مبارک سُنت دی، او دا طریقه د ۱۴۰۰کالو راهیسی راروانه ده، اوترهرچاوماته ددې لنګوټې ارزښته ښه معلوم دی۔
(The History of Africa)
 
په اسلامی پاکه مینه 
ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر
------------------------------
لمنلیکونه:
۱: قرآن کریم
۲: مسلم
۳: ابوداؤد
۴: نسایی
۵: مشکوة
۶: جامع صغیر
۷: دلنګوټې مسائل اوفضائل
۸: سنت نبوی اورجدیدساینس
۹: Medical of Sociology
۱۰: Islam and Medical Science, The Philosophy of Islam
۱۱: The Power of Faith: my tour, I was in Turkey
۱۲: The History of Africa
---------------------------------------------
۱: قال: فيه ضعف شديد (مقاصد الحسنة)  وقال بعض بوضوعه, قال العجلوني في كشف الخفاء:
أورد السيوطي في الجامع الصغير عن جابر بلفظ ركعتان بعمامة خير من سبعين ركعة من غير عمامة فهو غير موضوع لأن الجامع المذكور جرده مؤلفه عن الموضوع)
 
۱:  إسناده حسن في المتابعات والشواهد رجاله ثقات وصدوقيين عدا يحيى بن عثمان السهمي وهو مقبول.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته