تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نامحرمي انجلۍ سره پاکه مینه کول
 
  March 16, 2017
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شميره : (۲۶۳)

نوم: ابراهیم خیل

سوال : که څوک له یوه نجلی سره محبت وکری اوس رقمی محبت نه پاک محبت چی نه په کی نژدیوالی وشی او نه موبایل که سره خبری وکری یانی فاحش کارونه و نه کږی  داسی محبت رواه دی ؟

جواب :  د نامحرمې ښځي سره دا ډول مطلق محبت ساتل هم جائز نه دی ځکه چي دا ډول محبت و ناروا محبت او ناروا کارونو ته هڅونکی دی. الله  جل جلاله په قرانکریم کي داسي فرمایي: وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى...(۱)
ژباړه: زنا ته مه نژدې کېږئ. 

دلته يې داسي ونه فرمايل چي زنا مه کوئ بلکه داسي یو حکم یې وکړی چي تاسي هغه کارونه هم مه کوی چي هغه تاسي بالآخره زنا ته وهڅوي، لکه د نامحرمي ښځې سره ليدل، کتل، خبري، محبت او داسي نور.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: هغه مشتبه کارونه چي تاسي یې په اشتباه کي اچولي یاست (چي دا به جائز وي او که به ناجائز نو دا هم پرېږدئ، مه يې کوئ ځکه چي په حرامو کي د لوېدو خطره ده) لکه د غنمو د کښت پر غاړه چي رمه پیايي نو خامخا به یو نه یو پسه فصل ته ورګډیږي.(۲) 

جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورة الاسراء، ایت ۳۲

(۲):عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ سَمِعْتُهُ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ وَأَهْوَى النُّعْمَانُ بِإِصْبَعَيْهِ إِلَى أُذُنَيْهِ « إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا مُشْتَبِهَاتٌ لاَ يَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ فَمَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ وَمَنْ وَقَعَ فِى الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِى الْحَرَامِ كَالرَّاعِى يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَرْتَعَ فِيهِ... رواه مسلم، الحدیث رقم: ۴۰۷۰ (۱۰۷)، باب اخذالحلال وترک الشبهات
 
www.Taleemulislam-Radio.com
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته