تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اداري ثقافت پیژندنه او اصلاح
 
  September 8, 2016
  0

ژباړه او راټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ادارې یا شرکت ثقافت یا (Company Culture) د همدې ادارې ځانګړو اصولو، ارزښتونو، لیدلوري، پالیسۍ او خپل منځي نظم او ماحول ته ویل کیږي.

اداري ثقافت یا کلتور هر ډول ادارې ته راجع کېدلای سي لکه مدرسه، مکتب، پوهنتون، شرکتونه او داسي نور.

د ادارې کامیابي هغه وخت راځي چي د یو ادارې هدف، لیدلوری، اصول او داخلي نظم ډیر روښانه او قوي وساتل سي.

اداري ثقافت دوه ډوله ویشل کیږي: قوي ثقافت او ضعیف ثقافت

قوي ثقافت:

قوي ثقافت هغه وخت موجود وي چي کله یو کارمند په اداره کي ښه فعالیت کوي ځکه چي نوموړی د اداري ارزښتونو مطابق چلیږي. قوي ثقافت د ادارې په ښه تنظیم او فعالیت کي داسي مرسته کوي لکه یو ماشین یا انجین ته چي  تیل ورکول سوي وي او په معمولي  سمون ډیره دروند کار سرته رسوي.

ضعیف ثقافت
 
هغه ثقافت او کلتور دی چي د اداري ارزښتونو مطابق کار نه ترسره کیږي نو ځکه د سخت کنټرول او خاصو پابندیو څخه کار اخیستل کیږي.

باید دا پوښتنه وسي چي:

ملازم یا کارمند د وظیفې په جریان کي څه ډول فعالیت کوي؟
ایا د کارمندانو عمومي چلند ښه دی که بد؟
دا وظیفه ستاسو ملازم ته څه حیثیت لري؟ 
که بل ځای موقع پیدا کړي دوی در څخه ځي که یا؟

ددغو پوښتنو د جوابونو څخه د یو ادارې یا شرکت د اداري ثقاقت قوت او کمزوري معلومیږي.

د قوي اداري ثقافت ګټي

د قوي اداري ثقافت څخه ادارې ته لاندي ګټي رسیږي:
 
- اداره د خپل هدف او موخي طرف ته په ښه طریقه برابرېدل
- د کارمندانو ښه تحرک، فعالیت او وفاداري
- د ادارې د مختلفو څانګو ترمنځ ښه انسجام او وحدت
- د ثبات او همږغی وده او د ادارې ښه کنټرول
- په کار کي د کارمندانو ښه سلوک تشکیلول
- د ادارې اغېز او تاثر ډیرېدل

د اداري ثقافت د ساتني لپاره لاندي څو نقطې ډیري ګټوري بلل سوي دي:

د اداري وضعیت اړوند پرلپسې مجالس دایرول

(وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ. الایة)
 
په دې مجلس سره کارمندانو ته د ادارې هدف او لیدلوری ښوول کیږي، د کارمندانو ترمنځ همکاري رامنځ ته کیږي، د ادارې د حالاتو او نوي نظرونو څخه خبریږي، ټول کارمندان د ادارې د اهدافو څخه په خبرېدو نور ډیر کار ته ملاتړي او همدارنګه د کارونو بوج په مساوي ډول تقسیمیږي. 

د ادارې د هري څانګي لپاره پلان جوړول

د هري څانګي لپاره باید ځانته مشوره ترسره سي، پلان يې جوړ سي او پر وخت تعقیب سي.

پرلپسې پوهه او زده کړه کول

که کارمندان د خپلو وظایفو اړوند پوره پوهاوی او مسلکي توب ونه لري اداره سم پرمختګ نسي کولای، د خپل مسلک اړوند پوره پوهاوی حاصلول د کارمندانو فعالیت قوي کوي او اصلاحات رامنځ ته کوي.

د ټولو کارمندانو د سترو کاري پایلو او کوښښونه پېژندل

کوم کارمندان چي د کارو ښه نتایج لري باید وستایل سي او هغه کارمندان چي نتایج نلري خو ډیر زیار او کوښښ یې کړی دی هم باید د پامه ونه غورځول سي. دوی ته باید یو ډول جایزه ورکړل سي ترڅو دوی ته معلومه سي چي تاسو د دوی د کوښښونو څومره قدرداني کوی. (لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ. ابوداود) 

کوم کس چي دومره کار نسي کولای چي ته یې ځیني غواړې د ترټني پر ځای باید هغه ته لارښوونه وسي چي خپل کار په دغه ډول اصلاح کړه.

 

د کارمندانو څخه د هغوی د دندو او مسؤلیتو په اړه پوښتنه کول
 


نوي کارمندان چي کله استخدام کیږي باید په لومړي سر کي د هغوی څخه پوښتنه وسي چي په اداره کي به ستاسو کار او دنده څه وي؟ تاسو موږ ته څه پلان راکولای سی؟ ددې څو ګټي دي:
 
یو دا چي کله دی استخدام سي نو د تشویش او مغشوشتیا څخه به ژغورل کیږي یعني خپله دنده به ورته معلومه وي. دوهم دا چي په راتلونکي وخت کي د مدیر او دغه کارمند ترمنځ د وظایفو مخالفت نه راځي. او بل دا چي د نوموړي کارمندان فکري وړتیا به تاسو ته ښکاره سي.

که چیري دغه نوي کارمند خپل کاري پلان او مسؤلیت تاسو ته نه سوای په ګوته کولای شاید دغه ډول کارمند په راتلونکي وخت کي ستاسو ډير وخت، انرژي او پیسې ضایع کړي. د اوله سره باید وړ کس مقرر سي.

د ادارې د ثقافت قوي ساتلو نوري لاري چاري هم سته دلته په مختصر ډول یو څو په نښه سوې، سخت کار دا دی چي د یو ادارې پلان او قوي ثقافت تر پایه جاري وساتل سي نو پرلپسې د خپلي ادارې پلان ته توجه کول مقصودي نتیجه لاس ته راوړي.
 
الْكَلِمَةُ الْحِكْمَةُ ضَالَّةُ الْمُؤْمِنِ فَحَيْثُ وَجَدَهَا فَهُوَ أَحَقُّ بِهَا. (ترمذي)
 
 

 

سرته