تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه به نه یم ته به نه یې دا جهان به نه یي
 
  January 5, 2014
  0

 رالېږونکی: شاعر کریم الله شېرزاد

زه به نه یم ته به نه یې دا جهان به نه یي
لمر به ټوک ټوک سي دغه مځکه او اسمان به نه یي
 
شاه او ګداه زوړ او زلمئ به درومي ټوله یوځای
څه وسیله او څه خلاسون او څه آمان به نه یي
 
دا دنګي دنګي ودانۍ به پو پناه سي واړه
درسته نړۍ به سي ویجاړه ځای ودان به نه یي
 
نه به سپوږمۍ نه به رڼا نه به تیاره سي پاته
میاشتي کلونه شپې او ورځي او زمان به نه یی
 
دا ډبرین او لوی لوی غرونه به ایرې ایرې سي
اسمان به وچوي د ستورو دا کاروان به نه یي
 
سته چي دنیا کي هرموجود به سي نابود شیرزاده
بس یو الله به وي موجود  د بل شي توان به نه یي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته