تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابو داود رحمة الله علیه ژوند
 
  August 12, 2015
  0
لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي
 
 
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د سنن ابي داود د مؤلف کنيت ابوداود دئ او نوم يې سليمان بن الأشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو بن عمران الأزدي السجستاني  رحمة الله علیه  دئ. 

        د ابوداود  رحمة الله علیه  لوړ نيکه عمران د علي بن ابي طالب  رضي الله عنه  سره د صفين په جنگ کي وژل سوئ دئ ابوداود په خټه عرب او د يمن د ازد د قبيلې څخه دئ .

        ابوداود رحمة الله علیه  په ٢٠٢ هجري کال په سجستان کي زېږېدلى دئ او په ٢٧٥ هجري سنه کي د شوال پر ١٥ نېټه د جمعې په ورځ په بصره کي وفات سوئ دئ او هم هلته ښخ کړل سوئ دئ .

          سجستان چي د ابوداود رحمة الله علیه  نسبت ورته  کيږي يعني سجستاني ورته ويل کيږي دهرات جنوبي خوا ته وطن دئ او خطيب محب الدين د موارد ظمآن په مقدمه کي وايي:  أن سجستان هي بلاد الأفغان الآن وهي في الحقيقة القسم الجنوبي من بلاد الأفغان. 

ژباړه :  سجستان د اوسني افغان د ښارونو څخه دئ او په حقيقت کي د افغان د جنوبي قسمت په ښارونو کي راځي .

         هغه ښارونه چي ابوداود رحمة الله علیه زيات پکښي اوسېدلى دئ يو يې خپل ښار سجستان دئ او همدا راز په خراسان، رى ، هرات ، كوفه ، طرطوس ، دمشق ، مصر او بصره کي هم ډېر اوسېدلى دئ .

           ابوداود  رحمة الله علیه د اسلام د سترو هغو حافظانو څخه دئ چي بې شميره نبوي احاديث يې ياد وه او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د احاديثو علم يې په ډېره پراخه کچه درلودئ او همدا راز د حديثو د عللو ، متونو ، رجالو او د فقهي علومو ستر څښتن وو.  

         د ابوداود  رحمة الله علیه د علميت مقام د دې څخه څرگنديږي چي امام احمد بن حنبل  رحمة الله علیه  هم د ده څخه د يو حديث روايت کړئ دئ او ابوداود به پدې ډېر فخر کاوه او بل داچي وايي : سهل بن عبدالله تستري و أبو داود رحمة الله علیه ته راغئ او ورته و يې ويل : اې ابوداوده ! زه سهل ستا د زيارت د پاره راغلى يم او زما ستا سره څه کار دئ .

ابوداود رحمة الله علیه  ورته وويل : څه کار دي دئ ؟

         سهل ورته وويل : تر هغه مهاله چي زما د حاجت د پوره کولو وعده را نه کړې خپل حاجت نه درته بيانوم . ابوداود رحمة الله علیه  ورته وويل : که ما ته يې کول ممکن وه نو حاجت به دي پوره کړم . سهل  رحمة الله علیه ورته وويل : ته دي خپله ژبه را ته را وباسه  چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم احاديث په بيانوې ترڅو زه يې مچ کړم او ابوداود همداسي وکړه .

           دا د ابوداود د لوړ علمي مقام څرگندونه کوي چي سترو علمي شخصيتونو ته دومره زيات د قدر وړ وو .

        ابوداود  رحمة الله علیه د حديثو د تخصص تر څنگ لوئ فقيه هم وو  او ابو الحسن شيرازي په طبقات الفقاء کي د امام احمد بن حنبل  رحمة الله علیه  د ملگرو څخه شمېرلى دئ ، د ابوداود په مذهب کي اختلاف دئ څوک وايي حنبلي دئ او څوک وايي شافعي دئ .
 
           ابوداود  رحمة الله علیه څو ځلي بغداد ته هم تللى دئ او په بصره کي اوسېدلى دئ او بيا په بصره کي د جمعې په ورځ د شوال د مياشتي پر ١٥ نېټه په ٢٧٥ هجري سنه کي وفات سو او د سفيان الثوري د قبر څنگ ته ښخ کړل سوئ دئ .
 
           ابوداود د امام بخاري او امام مسلم رحمة الله علیهم د مشايخو څخه هم حديثونه اورېدلي دي لکه احمد بن حنبل ، عثمان بن ابي شيبة ، قتيبة بن سعيد رحمة الله علیهم او همداسي نورو امامانو څخه يې حديث اورېدلي دي .

         د ابوداود  رحمة الله علیه  څخه د ده خپل زوئ عبدالله ، أبو عيسى محمد بن عيسى الترمذي ، أبو عبد الرحمن النسائي ، أبو علي اللؤلؤي او نورو ډېرو کسانو حديث اورېدلي دي .

 

 

 
سنن ابي داود : 

 

        سنن ابي داود د سليمان بن الأشعث بن اسحاق الأزدي السجستاني  رحمة الله علیه  تصنيف دئ . 

         ابوداود رحمة الله علیه يو ثلاثي يعني په درې کسيز سند حديث لري کوم چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د حوض په هکله يې د مسلم بن إبراهيم ، ابن السلام بن أبي حازم او أبو برزة  رضي الله عنه  په سند يې را نقل کړئ دئ .

          ابوداود رحمة الله علیه وايي : ما د رسول الله  صلی الله علیه وسلم پنځه لکه احاديث ليکلي دي او د سنن ابي داود حديثونه مي د هغو پنځو لکو حديثونو څخه راچاڼ کړي دي .

         ابود اود رحمة الله علیه  وايي : په سنن ابي داود کي مي ٤٨٠٠ داسي احاديث ليکلي دي چي هغه يا صحيح دي او يا صحيح ته ورته يا نژدې دي خو د دغو ٤٨٠٠ حديثونو څخه د يو انسان د دين لپاره دا څلور حديثونه کفايت کوي  .
 

لومړى : إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْه (ابوداود)
ژباړه : د عملونو ثوابونه په نيتونو پوري تړلي دي او هر سړي لره بس هغه څه رسيږي چي نيت يې کړى وي نو که د چا هجرت د اللهجل جلاله   او د الله د رسول  صلی الله علیه وسلم  د پاره وي د هغه هجرت د الله او د الله د رسول د پاره ګڼل کيږي او که چا هجرت د دنيا لاس ته راوړلو د پاره يا د ښځي سره د نکاح تړلو د پاره کړى وي نو د هغه هجرت د هغه څه د پاره دى چي ده هجرت ورکړئ دئ .

 دوهم :  مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيه .
ژباړه : د سړي د اسلام د ښه والي څخه د بې معنا ويناوو او کارونو پرېښول دي . 

دريم :  لا يكون المؤمن مؤمنا حتى يرضى لأخيه ما يرضاه لنفسه .
ژباړه : مؤمن تر هغه مهاله کامل مؤمن کېدلاى نسي تر څو چي د خپل مسلمان ورور د پاره هغه څه خوښ و نه لري کوم چي د ځان د پاره يې خوښ لري .

څلورم : إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ وَسَأَضْرِبُ لَكُمْ فِي ذَلِكَ مَثَلًا إِنَّ اللَّهَ حَمَى حِمًى وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَا حَرَّمَ وَإِنَّهُ مَنْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُخَالِطَهُ وَإِنَّهُ مَنْ يُخَالِطُ الرِّيبَةَ يُوشِكُ أَنْ يَجْسُرَ. (ابوداود) 
ژباړه : يقينا حلال څرګند دي او يقينا حرام څرګند دي د حلالو او حرامو تر منځ شبهې والا کارونه دي او د دې مثال به زه در ته بيان کړم يقينا الله جل جلاله  ممنوعه علاقه ټاکلې ده او د الله ممنوعه علاقه هغه شيان دي چي الله جل جلاله  حرام کړي دي . او خبره دا ده که څوک د ممنوعه علاقې ګردچاپېر رمه پيايي ژر به هغه په ممنوعه علاقه کي ور ګډيږي او هم دا چي که څوک په شکمن کار کي شکېليږي ژر به هغه پر حرامو هم جرئت کوي .

          شاه عبد العزيز الدهلوي  رحمة الله علیه  وايي : دا څلور حديثونه چي د چا د دين د پاره د ابوداود په وينا کفايت کوي د هغه مقصد دا دئ چي د شريعت د مشهورو او کلي قاعدو د زده کړي څخه وروسته د پيښو په جزئياتو کي يې و مجتهد او مرشد ته اړتيا نه پيدا کيږي ځکه لومړى حديث يعني د نيت اصلاح يې د عبادتونو د صحت د پاره بسنه او کفايت کوي، دوهم حديث يعني د بې معنا کارونو پرېښول يې د عمر د قيمتي وختونو د ضايع کولو د مخنيوي د پاره کفايت کوي، دريم حديث يعني پر مسلمانانو د ځان په شان پيرزوينه لرل يې د خپلوانو ، ګاونډيانو ، پېژندويانو او معامله ګرو د حقونو د مراعات د پاره کفايت کوي، څلورم حديث يعني د شکمنو کارونو څخه ځان ساتنه يې د هغه شک او تردد د دفع کولو د پاره کفايت کوي چي د علماوو او دلايلو د اختلاف لکبله را منځ ته کيږي . 

         امام النواوي رحمة الله علیه  وايي : څوک چي په فقه او نورو ديني علومو بوخت وي نو هغه ته پکار ده چي د سنن ابي داود بشپړ معرفت او علم ورته حاصل وي ، ځکه د احکامو زياته برخه هغه احاديث چي استدلال په کيږي په سنن ابي داود کي را جمع سوي دي او  د دئ تر څنګ  په ډېره اسانتيا حديثونه ځني را ايستل کيږي .

            ابوسليمان الخطابي  رحمة الله علیه  وايي : په سنن ابي داود کي د صحيح او حسن دواړه ډولونه احاديث سته البته ضعيف حديثونه خپل منځ کي ډولونه لري د ضعيفو حديثونو تر ټولو بد او ناوړه ډول موضوع دئ ( موضوع هغه حديث ته وايي چي يو درواغجن د خپل ځان څخه جوړ کړئ وي ) ور پسې مقلوب او بيا مجهول دئ . 

 سنن ابي داود د موضوع ، مقلوب او مجهولو حديثونو څخه پاک او بري دئ .

            امام ابوداود  رحمة الله علیه  وايي ما په سنن ابي داود کي يوازي د احکامو احاديث را جمع کړي دي د زهد  ، فضايلو او داسي نور ډېر صحيح احاديث سته خو هغه ما دلته نه دي را نقل کړي .

د ابوداود  رحمة الله علیه  څخه حکايت کيږي چي وايي ما په سنن ابي داود کي داسي حديث نه دئ ليکلى چي هغه د ټولو خلکو په اند پرېښودل سوئ حديث وي يعني داسي حديث وي چي څوک هم عمل نه په کوي .

         حافظ أبو جعفر بن الزبير رحمة الله علیه  وايي سنن ابي داود د څلورو کسانو په متصل سند د ابوداود څخه تر موږ  را رسېدلى دئ .

لومړى : ابو بكر بن محمد بن بكر بن عبد الرزاق التمار البصري  رحمة الله علیه  چي په ابن داسة شهرت لري .
دوهم :ابو سعيد احمد بن محمد بن زياد بن بشر  رحمة الله علیه  چي په ابن الأعرابي شهرت لري .
دريم : ابو علي محمد بن أحمد بن عمرو اللؤلؤي البصري  رحمة الله علیه   .
څلورم : ابو عيسى إسحاق بن موسى بن سعيد الرملي  رحمة الله علیه  .

          د ابن الاعرابي په روايت کي څه برخي ساقطي سوي دي چي د هغو څخه كتاب الفتن  ، کتاب الحروف ، کتاب الخاتم او تقريبا نيمه برخه د كتاب اللباس هم ده همدا ډول د كتاب الوضوء ، کتاب الصلاة او د کتاب النكاح ډيري پاڼي ځني پاته سوي دي .

           د ابن داسة  رحمة الله علیه  روايت تر ټولو کامل او بشپړ دئ او دې ته نژدې د رملي  رحمة الله علیه  روايت دئ البته د لؤلؤي  رحمة الله علیه روايت تر ټولو اصح روايت دئ ، ځکه د رملي روايت د ابوداود تر مړيني مخته تر ټولو وروستۍ املا ده د دې څخه وروسته يې چا ته نه دئ لوستى .

           شاه عبد العزيز الدهلوي وايي د لؤلؤي روايت په ختيځ کي شهرت لري او د ابن داسة روايت په لويديځ کي رواج لري او دا دواړي نسخې ويو و بل ته نژدې دي په کمي او زياتي کي اختلاف نه لري بلکي اختلاف يې يوازي په تقديم او تاخير کي دئ .

            په کشف الظنون کي وايي : حافظ عبد العظيم بن عبد القوي المنذري  رحمة الله علیه  سنن ابي داود مختصر او لنډ کړى دي او د المجتبي په نامه يې نومولى دئ . حافظ منذري په کال ٦٥٦ سنه کي وفات سوئ دئ . امام سيوطي پر المجتبى د زهر الربى على المجتبى په نامه کتاب ليکلى دئ .

           ابو سليمان احمد بن إبراهيم الخطابي  رحمة الله علیه  بيا د معالم السنن په نامه د ابوداود شرح کړې ده . ابوسليمان الخطابي ته د وطني نسبت لکه البستي هم وايي ځکه د بست دى د بست کلا د هلمند په مرګز لښکر ګاه کي مشهوره تاريخي کلا ده . ابوسليمان    په ٣٨٨  سنه کي وفات سوئ دئ.

د سنن ابي داود د شرحو څخه يوه د ابو الطيب محمد شمس الحق العظيم آبادي  رحمة الله علیه  شرح ده د عون المعبود شرح سنن أبي داود په نامه ياديږي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: د ابو داؤد شریف مشهوره شرح د علامه محدث خلیل احمد سهارنپوري رحمة الله علیه په لاندي ادرس کښته کولای سی:  بذل المجهود في حل ابي داؤد

سرته