تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غشي ښکار
 
  March 10, 2016
  0

 

 

د غشي ښکار


که څوک په بسم الله و الله اکبر د غشي وارى پر ښکار وکړي او غشى پر ولګيږي او وې وژني ، نو هغه حلال دى ، که زخمي يې کړى او ژوندى په لاس ورغلى نو بيا يې حلالول حتمي دي ، که حلال يې نه کړي او مړ سي نو مردار دى .

که څوک ښکار وولي او هغه ځني پټ او لا درکه سي ، که دى يې سمدلاسه په تلاښ کي وو او پسله څه مدې يې مړ پيدا کړى ، نو هغه حلال دى او که تلاښ يې و نه کړ مګر څه مده وروسته يې مړ پيدا کړى هغه بيا مردار دى .

که څوک ښکار وولي او هغه په اوبو کي ولوېږي او مړ سي ، يا پر بام او لوړ ځاى ولوېږي او د هغه ځاى څخه بيا مځکي ته را ولوېږي او مړ سي نو د دې حيوان خوړل هم جايز نه دي ، ځکه کېدلاى سي په اوبو کي د غوټه کېدلو لکبله يا د بام څخه د رالوېدلو لکبله وژل سوى وي .

که څوک په مچلوغه يا ربړ ښکار وولي او وې وژني هغه مردار دى ، دغه ډول که په چريي توپک يا مرمۍ يې وولي او وې وژني نو هغه هم مردار دى ، ځکه په ډبره يا ګردي پڅ شي چي ښکار ووژل سي هغه د موقوذې په جمله کي راځي د ښکار هغه حيوان حلال دى چي په بسم الله په تېره شي زخمي او ووژل سي .

که څوک په غشي يا بل تېره يا پڅ شي ښکار وولي او هغه زخمي سي او ژوندى په لاس ورسي او بيا يې حلال کړي نو هغه حلال دى او که حلال يې نه کړى د زخمونو څخه ومړ نو بيا مردار دى .

د ښکاري سپي او باز ښکار

په ښکاري سپي ، باز او داسي نورو اموخته سوو حيوانانو او مرغانو باندي ښکار کول جواز لري .
سپى هغه مهال ښکاري او اموخته بلل کيږي چي درې ځلي د څښتن په ښکارولو ښکار ونيسي يعني مالک ته يې راوړي او خپله هيڅ ځني و نه خوري .

باز هغه مهال اموخته بلل کيږي چي مالک يې ځان ته راوبولي او ورته را په هوا سي، ښکاري سپى ، باز او بل په ښکار اموخته حيوان چي ښکار ونيسي که چيري په خوله او منګلو کي ځني زخمي او مړ سي نو هغه حلال دى ، پدې شرط چي مالک يې په بسم الله والله اکبر ور ښکارلى وي .

سپى او باز که ښکار په خوله او منګلو کي زخمي کړي او ژوندى يې خپل څښتن ته راورسوي د هغه حلالول حتمي دي ، ځکه که حلال يې نه کړي او د سپي او باز د زخمونو لکبله مړ سي نو د هغه غوښه بيا مرداره ده نه خوړل کيږي .

که سپى ښکار تر ستوني ونيسي او زخمي يې نه کړي بلکي په خفه ځني مړ سي نو هغه هم مردار دى، د ښکاري سپى سره که د مجوسي سپى يا نااموخته سپى ملګرى سي او په دواړو ښکار ونيسي زخمي يې کړي او تر رارسولو دمخه ځني مړ سي هغه هم مردار دى، ځکه د نااموخته سپي ښکار مردار دى دغه ډول مجوسي او بل دا ډول کافر چي د هغوى ذَبِيحَة مسلمانانو ته حلاله نه ده ، که هغوى اموخته سپى په ښکار پسي وښکاري د هغه سپي ښکار هم مردار دى .
 
 
---------------------------

مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه

مخکنۍ ليکنه:

اختياري ذبح

غوره قرباني
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته