تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
 
  September 21, 2014
  0
 
خليل احمد ''عمري''

د اسلام د مبين دين د ظهور او پر مختګ څخه وروسته اسلامي پوهانو لکه:

  •  محمد بن موسى چي په خُوارزمي سره مشهور وو د اوس څخه ۱۱۷۶ کاله مخکي په ۲۵۹ هجري قمري سنه کي وفات سوی دئ.


  • بل اسلامي عالم حسين بن عبد الله بن سينا بلخي چي په ابو علي ابن سينا مشهور دی اصلاً د افغانستان د بلخ وو چي په ۳۷۰ هجری قمري سنه کي پیدا سوی او د اوس څخه ۱۰۰۷ کاله پخوا په  ۴۲۸ هجري قمري سنه کي وفات سوی دی.


  • محمد بن الحسن بن الهيثم البصري دئ چي په ۳۵۴ هجري قمري سنه کي پیداسوی او د اوس څخه ۱۰۰۵ کاله پخوا په ۴۳۰ هجری قمري سنه کي وفات سوی دئ ،


  • همداسي بل اسلامي عالم محمد بن أحمد چي په أبو ريحان البيروني مشهوردی په ۳۶۲ هجري قمري سنه کي پیداسوی او د اوس څخه ۹۹۵ کاله پخوا په ۴۴۰ هجری قمري سنه کي وفات سوی دئ ، او داسي ګڼ شمير نورو اسلامي علماوو د رياضي الجبر ، هندسي ، فزيک ، طب اونوروساينسي علومو په ډګرونو کي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي او خدمتونه کړي دي ، او دغه علم ته يې پراختيا ورکړه ، که څه هم ددوی د مړيني څخه سلګونه کلونه تيريږي خو اوس هم د هغو دخدمتونو يادونه کيږي او ددوی د قوانینو او قواعدو څخه د نړۍ اسلامي او غير اسلامي ساينس پوهان استفاده کوي.
 
     عصري علوم په عمومي ډول پر دوو قسمونو ويشل سوي دي چي يو ډول يې مجرد ساينس او بل ډول يې تطبيقي ساينس بلل کيږي مجرد ساينس د رياضي ، الجبر ، هندسې ، مثلثاتو او داسي نورو علوموڅخه بحث کوي چي هغه تطبيقي جنبه نه لري او د مجرد ساينس برخي دي .
 
تطبيقي ساينس: هغه دئ چي تطبيقي اړخ لري هغه بیا پر دوه قسمه دئ : بيالوژيکل ساينس او فزيکل ساينس.

بيالوژيکل ساينس: هغه علم دئ چي ژوندي يا نموکونکي موجودات څيړي .

نمو کوونکي يا ژوندي موجودات بيا په خپل منځ کي پر دوو عمومي قسمونو ويشل کيږي : 
 
ألِف : حیوانات
ب : نباتات 

زولوژي: هغه پوهه چي د حيواناتو بحث پکښی کيږي هغه د زولوژي يا حيوان پيژندني علم دئ .

بوتاني: او هغه علم او پوهه چي نباتات پکښي څيړل کيږي د بوتاني يا نبات پيژندني علم دئ .

فزيکل ساينس : هغه علم دی چي غیرحيه  يا هغه موجودات تر څيړني لاندي نيسي چي ژوند نلري او نمو نه کوي ، دغه علم بيا په خپل ذات کي پرڅو قسمه دي :

جيولوژي : دا هغه علم او د ساينس هغه څانګه ده چي د مځکي د قشر پر جوړښت او د مځکي په داخل کي د موادو پر ترکيب او تغيراتو بحث کوي چي آتشفشانونه او زلزلې يې هم د بحث عمده موضوع ده . 
دا علم هم پر دوو اساسي برخو ويشل سوی دئ: چي يوه ډول ته يې طبعي جيولوژي او بل ډول ته يې تاريخي جيولوژي ويل کيږي .

کيميا : دا هغه علم او د ساينس هغه څانګه ده چي د مادې يا موادو او اجسامو دائمي او ذاتي تغيرات پکښې څيړل کيږي او د موادو پر ظاهري او عارضي تغيراتو بحث نه کوي د کيميا علم هم د نورو علومو په څير فرعي قسمونه لري لکه تحليلي کيميا ، حياتي کيميا ، زراعتي کيميا ، طبي کيميا او نور ډولونه هم لري .

فزيک : دا هغه علم او د ساينس يا علم الطبيعت هغه څانګه ده چي د مادې يا موادو او اجسامو ظاهري او عارضي تغيرات پکښي څيړل کيږي او د موادو پر دائمي او ذاتي تغيراتو بحث نه کوي .

طبيعت چي کاينات هم ورته ويل کيږي دا د مخلوقاتو هغه منظمه مجموعه ده چي پدې مجموعه کي شیان او مواد د الله جل جلاله د کامل قدرت په اساس يو له بل سره منظمي اړيکي لري او يو دبل تر تاثير لاندي کيږي او کله کله دغه تاثيرات د موادو په شکل يا اصل کي بدلون راولي .

د انسان له پيدايښت څخه تر اوسنۍ زمانې پوري انسانانو د خپلو ضرورتونو او موجوده امکاناتو په نظر کی نیولو سره له مروجه علومو او آلاتو څخه استفاده کوله او د وخت په تیريدلو سره د پوهانو په زيار او هڅو سره د ژوند د هوسايني او پر مختګ لپاره پر مختللي وسائل او ماشينونه ايجاد سوه ، د کښتۍ څخه نيولي تر موټره حتی تر الوتکو ، اوبتلونو او فضايې راکټونو خبره ورسيده ، او د موبايل ، کمپيوټر او انټر نيټ ايجاد خو نور هم د کار اسانتیا را منځ ته کړه  خومسلمانانو خپل دغه ميراث نورو ته پريښووئ او خپله بېغمه ورته کښينستل پداسي حال کي چي ددوی نيکونو دغه علمونه يا منځ ته راوړي دي او يا يې حد اقل وده ورکړي ده خو اوس چي يې اهميت د پخوا په پرتله زيات سوی دئ خو  ځيني مسلمانان داسي فکر کوي چي عصري علوم يا د وخت د امکاناتو څخه سالمه استفاده د نورو کار دئ !

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
------------
اړونده لیکنه: په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
 

سرته