تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خيار عيب او د عيب پېژندنه
 
  December 29, 2012
  0

 خيار عيب

په بيع کي دريم  خيار کوم چي په هغه مشتري سودا فسخ کولاى سي خيار عيب  دى .

د عيب پېژندنه
خيار عيب په هغه عيب ثابتيږي چي د هغه له کبله د مَبِيعِې په قيمت کي کمي راځي .

په مَبِيعَه کي دا ډول عيب چي لکبله يې په قيمت کي کمي نه راځي پر عيب نه شمېرل کيږي . البته دا د تجارانو په اصطلاح او عادت پوري اړه لري چي په کوم عيب يې پروا کوي او په کوم عيب يې پروا نه کوي .

ځکه ځيني شيان داسي دي چي په هغو کي معمولي داغ لا هم عيب بلل کيږي او د شي قيمت په کميږي خو ځيني نور بيا دا ډول شيان هم سته چي ډېر عيب يې لا هم څوک پر عيب نه ګڼي او نه د  مَبِيعِې پر قيمت اثر اچوي .
د مَبِيعِې په هغه عيب مشتري سودا فسخ کولاى سي چي هغه مشتري نه ليدلى وي او نه په خبر وي .
د مَبِيعِې په هغه عيب مشتري سودا نه سي فسخ کولاى کوم چي د سودا په وخت کي يې ليدلى وي يا په خبر وي ، ځکه په هغه دى راضي سوى دى .

دغه ډول که بايع د عيب څخه ځان بري کړي، مثلاً : مشتري ته ووايي : دغه شى که ښه دى او که بد دى ، په دونه يې درباندي خرڅوم ، هر عيب چي پکښي وي ، هغه په ما اړه نه لري ، مشتري که د بايع برائت قبول کړ سودا يې وکړه نو بيا يې په خيار عيب نسي فسخ کولاى .

په خيار عيب کي مشتري اختيار لري ، سودا فسخ کوي او که په مخکني ټاکل سوي قيمت يې قبلوي ، خو داسي نه سي کولاي چي مَبِيعَه را وګرځوي او د عيب تاوان يې ځني واخلي .
 
د مثال په ډول يو څوک بايسکل په درې زره افغانۍ رانيسي ، د سودا وروسته د بايسکله په عيب خبر سي مثلاً د بايسکله ميل اکسيجن سوى وي ، دلته مشتري په دوو شيانو کي اختيار لري يو دا چي سودا فسخ کړي ، خپلي درې زره افغانۍ د بايع څخه واخلي او يا په هماغه درې زره افغانۍ يې قبول کړي . خو مشتري داسي نسى کولاى چي بايسکل را وګرځوي او د ميل د ماتوالي لکبله د درو زرو افغانيو څخه يو مقدار په تاوان کي ځني راوګرځوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته