تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شتمن سئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 31, 2023
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شتمن سئ


شتمنېدل؛ زیات مال لرل او دارایي خپلول د انسان فطري غوښتنه ده. اسلام د زیاتو پیسو درلودلو خلاف نه دئ، بلکي د پیسو مینه باید زړه ته کښته نه سي. شتمنېدل ستونزه نه ده، خو له شتمنۍ سره لیونۍ مینه لرل بیا خامخا ستونزه ده. شتمني باید زموږ او دالله تعالی تر منځ دیوال نه سي. 


څنګه چې الله خالق دئ، همداسي رازق هم دئ. چي د ځمکي په خېټه کي و چنجي ته، د اوبو په تل کي و ماهي ته او د وني په سر کي د مرغانو و بچیانو ته رزق رسوي، همداسي و انسان ته هم رزق رسوي.


د سعودي یوه تکړه عالم مصطفی عبدالله الشیخ  په خپل یوه کتاب "الفقر المر" کي د خپل زیات علم او ښه فکر په مټ د قرآن او حدیثو له منځه هغه لارښووني راټولي کړي دي، چي په عملي کولو سره ئې په رزق کي پراخي راځي، د برکت دروازې خلاصيږي او شتمني را ښکاره کیږي. دې کتاب کي چي کومي لارښووني را ټولي سوي، یوازي و شتمنۍ ته ګټه نه رسوي، بلکي و الله ته د نژدې کېدو ښه وسیله هم ده. زه د ټول کتاب لنډیز په یو څو صفحو کي ستاسو مخته ږدم. دا کړني خامخا ګټوري دي:


یو. د هر کار په پیل کي بسم الله ویل


بسم الله ویل  د برکتونو د نازلېدو سبب ګرځي، بدي اغېزي له منځه وړي او د شر مخنیوی کوي.


مشهور مفسر ابن کثیر رحمة الله علیه فرمایي: د هر کار په پیل کي د بسم الله ویل ځکه شرعي حکم دئ، چي په کار کي برکت اچوي؛ هم به د کار په بشپړېدو کي الله مرسته کوي او هم به مو کار عزتمن سوی وي. په حدیث شریف کي راغلي: 


قَالَ اللهُ تَبارَکَ و تَعالی کُلُّ أَمرٍ ذِی بَالٍ لا یُذکَرُ بسم الله فیه فَهُوَ أبتَرُ. 


هر هغه کار چي بغیر له بسم الله ویلو پیل سي، نو کار نیمګړی پاتیږي، یعني برکت ځني پورته کيږي. 


دوه. پر نېستمنو رحم کول


 په ستونزو او خپګان کي راګیر خلک، اړ او نېستمن، یتیمان، بې وزله، مفلس، تنګ لاسي او کونډي ټول په کمزورو خلکو کي شمېرل کيږي. له هغوی سره همدردي، هر حال کي ئې خبر اخیستل، ښه رویه ورسره کول او په ځان او مال سره د هوسایني په پار د هغوی لاس نیوی کول د ځان دنده وګڼه. 


که موږ پر نورو مهربانه سو، خالق او رازق جل شانه به پر موږ مهربانه سي، حدیث کي راځي: تاسو خپل کمزوري خلک ولټوی او ماته ئې راولی، پوه سی! چي ددې کمزورو او بې وسه خلکو په خاطر و تاسو ته رزق (او شتمني) درکول کیږي او ستاسو مرسته کیږي. (جمع الجوامع، حرف المیم، رقم الحدیث: ۵۷۹۹. جامع ترمذی، کتاب اجهاد، باب: فی الاستفتاح بصعالیک المسلمین) 


درې. په تنګي او پراخي دواړو کي دعا او استغفار


په دې به تاسو پوهېږی، چي دوعا دوه ډوله ده: یو د عبادت په څېر ده یعنی د الله رب العزت حمد او ثنا، تعریف او لویي پکښي کي بیانیږي او بل ډول بیا هغه دعا ده چي بنده د خپل رب څخه یو څه غواړي،  یا کومه غوښتنه لري او یا د کومي ستونزي څخه خلاصون او یا د ځان څخه کوم شر او مصیبت لیري کول غواړي. 


دا دواړه ډوله دعاګاني د الله تعالی د رضا او خوښی لاسته راوړلو لپاره غوره دي. الله زموږ د دعاګانو د پوره کولو وعده کړې ده: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ (سورة غافر ۶۰)


ژباړه: ستاسي رب وایي: ”ما و بولئ! زه به ستاسو دعاګاني قبولي کړم.“  


د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: دعا تر ټولو غوره عبادت دئ. (جمع الجوامع، حرف الهمزة، ۱/۴۳۴۰، رقم الحدیث: ۴۰۳۸)


بیا فرمایي: کوم څوک چي ئې د الله متعال څخه نه غواړي، الله له هغه څخه ناراضه کیږي...( جمع الجوامع، حرف الهمزة: ۱/۹۴۶۰)


څلور. پر الله تعالی باور او توکل کول


پر الله تعالی باندي بشپړ ایمان درلودونکي تل په دې باور وي، چي الله متعال د دوی رزق پر خپله غاړه اخیستی دئ. د هر ښه څېز د ترلاسه کولو او له ناوړو څېزونو څخه د ځان ژغورني پر وخت په ډاډه زړه دا مني چي هر څه د خالق جل شانه له لوري دي؛ د هرڅه راکول او نه راکول ئې په اختیار کي دي او د ګټي او زیانو دواړو مالک دئ. د الله تعالی ماسیوا بل څوک ددې هیڅ واک او قدرت نه لري. 


لاس تر زني لاندي کښېنستل او یوه پښه پر دا بله را اړول او بیا پر الله تعالی توکل کول، چي الله دي هرڅه سم کړي دا ښه نه دئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ځني منعه کړي یو. 


امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه فرمایي: بنده باید پر الله توکل وکړي او خپلي هڅي او کوښښونه هم جاري وساتي. څوک چي داسي نه کوي هغه ناپوه دئ. (موسعة نضرة النعیم فی الاخلاق الرسول الکریم ۴/۱۳۷۸) 


الله تعالی خپل نبي او بنده ګان پر الله و باور کولو ته رابللي، فرمایي:  وَ تَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ وَ كَفٰى بِاللّٰهِ وَكِیْلًا (سوره نساء: ۸۱)


رسول الله ښه فرمایي: که پر کوم کس نېستي او فقر راغلی او هغه و خلکو ته وړاندي کړ، نو الله به دده نېستي لیري نه کړي. که ئې و الله ته وړاندي کړ، نو ژر یا یو څه وروسته به ئې الله شتمن کړي. (کتاب ترمذی، کتاب الزهد، باب: فی الهم فی الدنیا و حبها)


د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دئ: رسول الله د لقمان حکیم دغه وینابیان کړه ”بېشکه کوم څوک چي و الله ته ځان سپاري د هغه خامخا ساتنه کیږي.“ (جمع الجوامع، حرف الهمزة، ۱/۷۶۹۱ رقم الحدیث: ۱۴۷۸) 


پنځه. ورځ وختي را شروع کول


 حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما وايي، چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې الله! زما امت ته د سهار په وخت کي برکت ورکړې. (سنن ابو داؤدکتاب الاطعمة، باب الاجتماع علی الطعام)


حضرت صخر غامدی فرمایي، چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم وایي: اې الله! زما امت ته د سهار په وخت کي برکت ورکړې. وای کله چي به رسول الله کوچنی یا لوی لښکر استوی، نو د ورځي په پیل کي به ئې واستوی. ددې حدیث روایت کونکی فرمایي: صخر  یو تجار وو، هغه به خپل د مالونو کاروان د ورځي په پیل کي لېږی. ددې سنت په عملي کولو سره هغه ښه شتمن سو. (سنن ابن ماجه کتاب التجارات، باب مایرجی من البرکة فی البکور)


شپږ. صله رحمي په عمر او شتمنی کي برکت راولي


 له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: که څوک غواړي چي رزق (او شتمني) ئې ډېره سي او عمر ئې اوږد سي، نو صله رحمي دي وکړي. (یعني له خپلو دوستانو او قریبانو سره دي ښه سلوک کوي)
اووم. خپل کاروبار درلودل


 په تنخوا والا کار کي شتمنېدل سخت دي، حتی امکان ئې هم نسته. په تنخوا والا کار کي یوازي موږ یو مناسب ژوند درلودای سو، خو لوی او ستر ژوند نه سو کولای. دا موضوع اوږده او ښه ډېره اړینه ده. راتلونکي څو صفحې به ورته ځانګړي کړو. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته