تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خلګو ته خلافت ردول
  تعلیم الاسلام
  May 22, 2016
  0

 

لیکوال: مولوي عبدالهادي اغا
 
خلکو ته خلافت ردول
 
ابو بکر صديق رضی الله عنه د خليفه په حيث تر ټاکل کېدو وروسته د دې دندي په قبلولو ډېر غمجن و. تر دې اندازې، چي څو ورځي له کوره نه راوتی. کله چي راووتی؛ نو اصحاب کرامو رضی الله عنهم اجمعين ته ئې وفرمايل: ((اې خلکو! که تاسو دا ګمان کوی، چي ما خلافت د دې لپاره قبول کړی دی،
 
چي زما ډېر خوښ دی؛ یا زه پر تاسي او نورو مسلمانانو ځان لوړ بولم؛ نو داسي هيڅکله نه ده! زما دي په هغه ذات قسم وي، چي زما نفس د هغه په قدرت کي دی، نه مي دا دنده خوښه ده؛ نه پر تاسي یا نورو مسلمانانو ځان لوړ بولم؛
 
نه د یوې شپې یا ورځي لپاره دا دنده خوښوم او نه مي هم د الله تعالی څخه په پټه یا ښکاره د دې سوال کړی دی، يقينا زما په غاړه کي داسي یوه درنه وظیفه ولوېده، چي زه ئې طاقت نه لرم؛ مګر چي الله تعالی زما معاونت وکړي. اې خلکو! ما د خلافت دغه کار بیرته و تاسو ته درکړ.
 
کوم بیعت، چي تاسو زما سره کړی دی، هغه بیعت، بیعت نه دی!!! د دې (خلافت) لپاره بل څوک غوره کړئ اوهغه ته دا خلافت وسپارئ!)) 
 
د طبراني په یو روایت کي راغلي دي، چي په کومه ورځ له ده سره بیعت وسو، د هغې په سبا خلکو ته راغلی او ورته وئې ویل: ((اې خلکو! ما ستاسو سره د بیعت اقاله وکړه. تاسو خپل بیعت بیرته واخلئ او له هغه چا سره بیعت وکړئ، چي هغه تر ما غوره وي.)) خو صحابه کرامو رضی الله عنهم ورته وویل: اې د الله د رسول صلی الله علیه وسلم خلیفه! په الله قسم، چي ته تر موږ ټولو غوره يې. 
 
د کنزالعمال په روایت کي راغلي دي، چي ابو بکر صديق رضی الله عنه پر منبر ودرېدی او وئې ویل: ((آیا یو څوک سته، چي زما خلافت ئې نه وي خوښ او زه اقاله ورسره وکړم؟)) دا خبره ئې درې واره مکرره کړه. په دغه وخت کي حضرت علي رضی الله عنه ولاړ سو او وئې ویل: ((قسم په الله موږ ستا سره اقاله نه کوو. آيا داسي يو څوک سته، چي تا دي په داسي حال کي وروسته کړي، چي ته د الله رسول صلی الله علیه وسلم مخ ته کړی يې؟!
 
بغوي او ابن خزیمه رضی الله عنه د رافع بن رافع رضی الله عنه څخه روایت کوي او وايي: ((زه چي کله د ابو بکر په خلافت خبر سوم، نو مدېني منورې ته رهي سوم. هلته مي له ابو بکر صديق رضی الله عنه سره وليدل او ورته ومي ویل: آیا ته ما پېژنې؟ هغه راته وویل: هو! ما ورته وویل: ستا په ياد دي، چي ما ته دي ويل: پر دوو کسانو لا هم امارت مه کوه! اوس دا دی ته د امت امارت کوې؟! 
 
په جواب کي ئې راته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سوئ دی او خلک اسلام ته نوي داخل سوي دي. بېريدم چي خلک بیرته کفر ته وانه وړي؛ نو په دې کار کي داخل سوم. زه په دې (خلافت) خوښ هم نه یم. صحابه وو رضی الله عنهم ته مي ډېر عذر وکړ، خو دوی مي عذر ونه مانه. (حیات الصحابة، ج: ۲)
 
صحابه کرام رضی الله عنهم داسي اشخاص وه، چي له امارت کولو څخه ئې تېښته کول او ورڅخه ځغستل ئې. په داسي حال کي چي امارت په دوی پسي ځغستل. خو د وخت امیران د دې برعکس د امارت لاس ته راوړلو لپاره ډېري ستړیاوي ګالي؛ بې حده مصارف کوي؛
 
د ډېرو بې عزتیو او ښکنځلو تحمل کوي؛ حتی په دې باره کي د دین او ناموس له دښمنانو څخه مرسته هم غواړي او حاکمیت ئې هم ډېر لږ وخت وي؛ بیا یا وژل کيږي، یا دناکاميو او بې عزتيو سره مخامخ کيږي. 
 
---------------------------
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
 

سرته