تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شام ته سفر، اموي مسجد (۴ اخري برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 1, 2019
  0

شام ته سفر (څلرمه اخري برخه)

لیکنه: علام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله / ژباړه: اسد الله انعام

 

اموي جامع (د د مشق مشهور او تاريخي مسجد جامع) د نړۍ له حيرانوونکو مساجدو څخه شمېرل کيږي، چي د اموي خليفه وليد بن عبدالملک بن مروان لخوا يې د جوړېدو کار په (۷۸ يا ۸۸ هـ.ق. کال) شروع سو.


  د شام پر ځمکه د روميانو د ولکې پر مهال د يوحنا په نوم يوې کلېسا پر همدې ځای وجود درلود. د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په موده کي، چي کله د اسلام سپاهيان د شام د فتح کولو په موخه دمشق ته ورسېدل، نو ددغه ښار نيمه برخه يې په جنګ فتح کړل. د دې ښار نيمايي نورو اوسېدونکو د مقاومت څخه لاس واخيست او د صلح غوښتنه يې وکړه. په دې ترتيب د ښار نيمه برخه په جنګ او نيمه برخه يې په صلح فتح سوه. د اسلامي قوانينو مطابق که يو ښار په جهاد سره فتح سي، اسلامي حکومت ته روا ده، چي په هغه ښار کي هر ډول تصرف وکړي، مګر هغه ښار چي اوسېدونکي يې دصلح غوښتنه وکړي او د مصالحې له لاري فتح سي، بايد د صلح  د شرطونو مطابق چلند ورسره وسي. تصادفا دغه کليسا د ښار په منځنۍ برخه کي قرار درلود، نيمه برخه یې د ښار هغه طرف ته وه چي په جهاد سره فتح سوې وه او نيمه نوره برخه يې د ښار په هغه برخه کي وه چي په صلح سره د مسلمانانو تصرف ته راغلې وه. په همدې اساس مسلمانانو د کليسا نيمه برخه په مسجد سره تبديل کړه او نيمه برخه نوره يې همداسي کليسا پرېښودل .

 

د دمشق تر فتحي وروسته کلونه کلونه دغه مسجد او کليسا سره څنګ پر څنګ وه تر دې چي د وليد بن عبدالملک د خلافت پر مهال د لمونځ کوونکو شمېر دومره زيات سو، چي مسجد يې نور د ځايولو ګنجايش نه درلود.

 


 

 له بله پلوه د مسجد تر څنګ د کليسا شتون ددې سبب سوی وو، چي د مسجد شاوخوا ته بې احترامي زياته سي. له همدې امله وليد بن عبدالملک پرېکړه وکړه چي د کليسا د ودانۍ په نړولو سره مسجد پراخه کړي، خو د صلح شرطونه د دې کار د اجراء په وړاندي خنډ وه، نو مسيحيان يې راوغوښتل او ورته ويې ويل: موږ غواړو چي د يوحنا کليسا د مسجد يوه برخه وګرځوو او په عوض کي به يې تاسو ته څلور بابه کليساوي چي هرچيري غواړی درکړو. او که يې د عوض غوښتونکي ياست نو څو چنده قيمت يې درکوو، خو هغوی د کليسا په ليري کولو راضي نه وه.


د ځينو رواياتو څخه داسي معلومېږي، چي د عيسويانو تر انکار وروسته ولید بن عبدالملک دغه برخه د دوی څخه په زوره واخيسته او هلته يې مسجد آباد کړ. کله چي د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د خلافت زمانه راغله نو مسيحيانو ددې زور کارولو شکايت ورته وکړ، ده هم د مسجد څخه هغه برخه جلا کړه او عيسويانو ته یې تسليم کړه، خو وروسته د دمشق حاکم عيسويان د څه معاوضې په اخيستلو باندي راضي کړل او يو ځل بيا دغه برخه د مسجد سره يو ځای کړل سول.( فتوح البلدان للبلاذري ص: ۱۴۹ القسم الاول)


خو د دې برعکس د ځينو رواياتو څخه داسي ښکاري، چي وليد بن عبدالملک د عيسويانو په وړاندي له زوره کار نه وو اخيستی؛ بلکي هغو ته يې ويلي وو: که دغه ځمکه په خپله خوښه مسجد ته ورکړي، نو د دمشق په هغه برخه  کي، چي مسلمانانو په جنګ فتح کړې ده، د دوی د څلورو کليساوو د نړولو پرېکړه به بيرته واخيستل سي او دوی ته به بيرته وروسپارل سي. له همدې امله عيسايانو په خپله خوښه دغه کليسا مسلمانانو ته وسپارله. (تاريخ ابن‌عساكر:۲/۱۹، البدايه و النهايه:۹/۱۴۵)


وليد بن عبدالملک کليسا د مسجد سره يوځای کړه او يو داسي عظيم الشان مسجد يې پر جوړ کړ، چي د خپل عصر د هنر او معمارۍ د فن تر ټولو لویه او ښايسته نمونه بلل کېده. ويل کيږي چي پر دغه مسجد باندي ۱۱۲ لکه ديناره مصرف سول.


د مسجد داخلي برخه، چي محراب هم پکښي جوړ سوی دی ختيځ او لويديځ دواړو طرفونو ته  د دوه سوه فټو په اوږدوالي ، سل فټه جګ کوچنی تعمير جوړ سو.


د قبلې د طرف پر ديوال باندي يې د سنګ مرمر سره يو ځای د زرو کار هم سوی دی. پر دغه برخه باندي د «قبة النّسر» په نوم باندي يوه شانداره ګنبده هم جوړه سوې وه ، چي يو وخت د دمشق تر ټولو جګه ودانۍ وه او ښايسته منظر يې په نړۍ کي جوړه نه درلوده. د اُندلس مشهور سياح محمد بن جبير په (۵۸۷هـ ) سنه کي دلته راورسېدی او ددې ګنبدي د ليدلو حال يې بيان کړ ، دی ليکي :


" ما چي په نړۍ کي څومره عجيبي او غريبي منظرې ليدلي دي او د څومره باعظمته ودانيو څخه مي ليدني کړي دي په هغو کي د اموي جامع د ګنبدي د بام ليدل زما لپاره يوه لويه تجربه وه." (رحلة ابن جبير ص: ۳۰).
دی زیاتوي: د دغه ګنبدو يوه ځانګړتيا داده، چي جولاګۍ تارونه نه سي پکښي غځولای او نه هم شوپرکان ځالي پکښي جوړولای سي.

 

په دغه مسجد کي د قبلې لور ته څو محرابونه دي، د عثماني خلافت پر مهال د مختلفو فقهي مذاهبو پيروانو په جلا جلا ډول د لمونځونو لپاره د دغو محرابونو څخه استفاده کوله. اوس هم هلته د احنافو او شوافعو جماعتونه يو له بل څخه جلا دي مګر د دواړو جماعتونو لپاره يو محراب دی. اوس مهال په جماعت کي د خلګو ګډون د يوه خاص فقهي مسلک سره د تړاو پر بنسټ لږ مګر د خپلي اسانۍ پر بنسټ ډېر دی، د مثال په توګه د شافعي مذهب جماعت همېشه مخکي درېږي او د حنفي مذهب جماعت وروسته درېږي؛ خو کوم شخص ته، چي د خپلو مصروفياتو له امله په هر جماعت کي د ګډون موقع پيدا سي د هغه سره درېږي هغه که داحنافو وي که د شوافعو.

 

په مسجد کي قبر د چا دی؟
د مسجد د صحن او هال ترمنځ يوه پراخه برنډه ده، چي له څلورو لوريو څخه په غولي احاطه سوې ده. ددې برنډې پر لويديځه برخه يو قبر دی، چي خلګ د حضرت حسين رضی الله عنه سر مبارک پکښي دفن بولي او دا خبره په خلګو کي ډېره مشهوره ده. خو دا خبره ډېره عجيبه  ده چي د دمشق هیڅ يوه مخکني مؤرخ په دې ځای کي د دغه سر د دفن کېدو خبره نه ده  ذکر کړې. حافظ ابن عساکر د دمشق د فضايلو، مناقبو او مفاخرو د بيانولو ډېر شوقي وو، چي په دې لړ کي يې د ضعيف، منکر حتی د موضوعي احاديثو له بیانولو څخه هم مخ نه دی اړولی، هغه لا هم دلته د حضرت حسين رضی الله عنه د مزار يادونه نه ده کړې. علامه نعيمي رحمه الله، چي د دمشق د تاريخ په هکله يې د ابن عساکر رحمه الله تر کتاب وروسته د «تنبيه الطالب» کتاب د معتبري منبع په حيث پېژندل کيږي، هم د دې هيڅ يادونه نه ده کړي.


علامه شهاب الدين ابن فضل الله العمري (متوفی۷۴۹هـ‌ ق.) هم د اموي جامع په هکله په خپل کتاب «مسالك الأبصار في ‌ممالك الأمصار»  کي په تفصيل سره خبري کړې دي، خو دغه موضوع ته يې هيڅ اشاره نه ده کړې. يوازي ابن جبير په خپله سفرنامه کي ددې يادونه کړې ده چي د حضرت حسين رضی الله عنه سرمبارک دلته دفن وو، خو وروسته يې هغه قاهرې ته يووړ. (الجامع‌الاموي د محمّدمطيع الحافظ تحقيق ص:۲۳ مطبوعه دار ابن کثير دمشق) والله‌‌ سبحانه ‌اعلم.


د دې برنډې شمال ختيځي برخي ته ولاړو هلته مو يو عجيبه دوه اربه ايزي ګاډۍ ته ورته شکل وليدی. دغه ګاډۍ د مزيو (رسيو)، د لرګي د تختو او باڼسونو څخه جوړه سوې وه، لارښوونکو ويل: دا هماغه منجنيق دی، چي سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله جوړ کړی وو، په جنګونو کي یې ورڅخه  استفاده کوله او اوس د يادګار په شکل په اموي جامع مسجد کي ساتل کيږي.


دغه عظيم تاريخي مسجد يو وخت د مسلمانانو د عروج او اقبال ورځي هم لیدلي دي، پر ځمکه يې هغه فرشته صفته انسانانو هم سجدې لګولي دي، چي د نړۍ لپاره يې مثالي حيثيت او مقام درلود. اوس هم دغه مسجد د امت د زوال او انحطاط ورځي ويني او زموږ په څېر د داسي بې روحو انسانانو سجدې ورباندي ثبتېږي. ان شاءالله هغه ورځ به هم راورسيږي، چي ددې امت آخري ډله به د حضرت عيسی او امام مهدي عليهما السلام په رهبرۍ د همدې مسجد څخه د همت او عزم د يوې نوي پرېمانې قافلې سره يو ځای را بهر سي. په لاسونو کي به يې د هدايت هغه مشالونه وي چي تاريکۍ به له منځه په يوسي، انسانيت به يو ځل بیا د عدل انصاف او خدای پرستۍ په روښنايی سره وځلوي او پر دې نړۍ به چي اوس په ظلم او جهالت باندي تر ستوني پوري غرقه سوې ده د دوهم ځل لپاره د هدايت او رشد لمر راوخېژوي.


 د اموي مسجد جامع په ځای ځای کي د صحابه کرامو رَضِيَ اللهُ عَنْهم او مخکنيو علماوو ارزښتناکه يادګارونه تر سترګو کېدل. د دغو يادګارونو څخه يو هم د اشرفيې دارالحديث وو.

 

اشرفيه دار الحديث
دغه دارالحديث د اموي مسجد جامع شمال لویديځ اود د مشق کلا ته نژدي واقع دی. دا د سلطان صلاح الدين ايوبي وراره ملک أشرف مظفرالدين جوړ کړی دی له همدې امله ورته دارالحديث اشرفيه وايي.


 په کال۶۳۰ هـ ق کي چی کله د دې دارالحديث د ودانۍ کار بشپړ سو، ملک اشرف د حديثو لوی حافظ علامه تقي الدين بن الصلاح رحمه الله راوغوښتی او د دې درسځای د شيخ الحديث په توګه يې وټاکی، ده ۱۳ کاله په دغه دارالحديث کي درس ورکړاو په همدې دار الحديث کي يې خپل مشهور کتاب «مقدمة ابن الصلاح» چي په اصول علم الحديث کي بهترين مأخذ او مرجع بلل کيږي، تأليف کړ. 


ددې دارالحديث څلورم شيخ علامه محي الدين نووي رحمه الله ( د صحيح مسلم کتاب شارح) دی چي تقريبا ۱۲ کاله (د ۶۶۵ - ۶۷۷ هــ ق) يې دلته د حديثو درس ورکړی دی. نهم شيخ الحديث يې علامه ابوالحجاج مزّي دی چي قيمتي اثر «تهذيب الکمال» يې د صحاح ستّه د رجالو په اړه مهمترين مأخذ شمېرل کيږي. تر ده وروسته شيخ الاسلام تقي الدين سبکي دغه لوی کار پر غاړه واخيست، چي بيا يې زوی تاج الدين سبکي او همدا ډول علامه ابن کثير رحمه الله ( د تفسير ابن کثير او په تاريخ کي د البدايه والنهايه مؤلف ) پر غه مسند باندي کښېنستل او د حديثو درس يې ورکړ .


بیا څه موده دغه د فيض څخه ډک دارالحديث د زمانې د ترخو حواديثو ښکار ګرځي او کار تر داسي ځايه رسېږي چي ددې دار الحديث ځمکه يو عيسوي کس رانيسي؛ خو په ۱۳ هـجري پېړۍ کي يوځل بيا شيخ يوسف مراکشي هغه رانيسي او د حديثو درس پکښي جاري کوي . د ده زوی محمّد بدرالدين الحسيني د شام د ښارونو په متأخرينو علماوو کي د مدار الحديث (دحديثو د محور) حيثیت لري. ده د خپل پلار د وفات پر مهال ۱۲ کاله عمر درلودی، چي د دارالحديث د توليت چاري يې پر غاړه واخيستې او د مرګ تر وخته يې  (۱۳۴۵هـ.ق) په دې دار الحديث کي د حديثو درس ورکړ. 

 

(پای)

ــــــــــــــــــــــــــــ
شام ته سفر (۱ برخه)
شام ته سفر (دوهمه برخه)
شام ته سفر (دریمه برخه)

 

سرته