تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محمدي امت خصوصیات
 
  December 29, 2016
  0

لیکنه: مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 الله جل جلاله د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  اُمت ته ځيني ستري ځانگړتياوي ور کړي دي، چي بل اُمت ته نه دي ور کول سوي.

له دغو خصوصياتو معلوميږي، چي دغه اُمت الله جل جلاله خوښ کړی او دا اُمت تر نورو افضل او غوره دی.

ځيني يې دلته موږ په مختصره توگه رانقل کوو:

(په هره خبره مو دليل او حواله د اوږدوالي د بيري له امله نه ده را نقل کړې، يوازي په څو ځايو کي مو دا چاره کړې ده.)

۱ - دا اُمت تر نورو غوره دی.لکه څنگه چي الله تعالی فرمايلي دي: [كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ...] (البقره: ۱۱۰) يعني تاسو غوره اُمت ياست ! 

۲ - دا اُمت به تر نورو لومړی جنت ته داخليږي.

۳ - جنت ته به تر نورو ټولو امتونو زيات داخليږي.

۴ - د دې اُمت صفونه د ملائيکو د صفونو په څېر دي.

۵ – ټوله مځکه ور ته مسجد گرځول سوې او په هره برخه کي ئې عبادت صحيح کيږي.

۶- د اوبو د نه شتون په وخت کي تيمُم پاکوونکی ورته گرځول سوی دی.

۷ – دې اُمت ته داسي احکام ور کول سوي، چي د هغو عملي کول اسانه دي.

دا اسانتيا د الله پاک د رحمت يوه بېلگه ده.
 
د بني اسرائيلو او نورو سرکښو اُمتونو په څېر سختي نه ده ور سره سوې. لکه څنگه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
 يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (الآية،البقرة: ۱۸۵).
ژباړه: الله تعالی تاسو ته آساني غواړي او سختي نه درته غواړي!!

۸ – دې اُمت ته غنيمتونه حلال سوي دي.

۹ - ځيني خوراکونه الله پاک ور ته حلال کړي دي.

۱۰ - دا اُمت په گمراهۍ نه راغونډېږي او تر هغو چي يوه ډله يې د دجال سره جنګ کوي، په دوی کي به تل يوه داسي ډله موجوده وي، چي په حق به ولاړه وي. 

۱۱ - منځلاری اُمت دی او پر نورو اُمتونو به د قيامت په ورځ شاهدان وي.

۱۲ - د دې اُمت د شهادت ډېر ډولونه دي: 

په دې اُمت الله جل جلاله  دا احسان کړی، چي د شهيدانو ډولونه يې زيات دي، دا په داسي حال کي، چي په نورو اُمتونو کي شهيد يوازي هغه څوک وو، چي د الله سبحانه وتعالی په لار کي د جنګ په ډگر کي ووژل سي، خو په دې اُمت کي له دې پرته نور هم گڼ شمېر شهيدان سته لکه:

۱: هغه څوک، چي د الله پاک په لار کي مړ سي.
۲: څوک چي د طاعون د مرض له امله ومري.
۳: څوک چي د نس د رنځ له امله ومري.
۴: څوک چي په اوبو کي په ډوبېدلو ومري.
۵: پر چا چي يو شی را ولويږي او دی يې له امله مړ سي. 
۶: کومه ښځه چي د اولاد د زېږېدلو له امله ومري.

۱۳ – د دې اُمت عمل لږ خو ثواب يې زيات دی:

حضرت ابن عمر رضی الله عنهما له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چي ويې فرمايل: ستاسو او د دوو کتابو (تورات او انجيل ) د خاوندانو ( يهودو او نصاراوو) مثال د هغه سړي په څېر دی، چي له مزدورانو يې د مزدورۍ غوښتنه وکړه، نو ويې ويل: څوک زما له پاره په يوه قيراط له سهاره د ورځي تر نيمايي ( غرمې ) پوري کار کوي ؟ نو يهوديانو کار وکړ.
 
بيا يې وويل: څوک له غرمې د مازديگر تر لمانځه زما له پاره په يوه قيراط کار کوي؟ نو نصاراوو کار وکړو.
 
بيا يې وويل: څوک زما له پاره له مازديگره د لمر تر لوېدو په دوو قيراطونو کار کوي؟
 نبي کریم علیه السلام وفرمايل: نو تاسو هغه ياست (چي له مازديگره مو د لمر تر لوېدو په دوو قيراطونو کار وکړ.) نو يهود او نصاری غُصه سول او ويې ويل: څه وجه ده چي زموږ کار ډېر دی خو مزدوري مو لږ ده؟

الله پاک وفرمايل: آيا ستاسو له حق څخه مي څه کم کړه ؟ دوی وويل: نه، الله پاک وفرمايل: نو دا (چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم امت ته مي د لږ عمل په بدل کي ډېر ثواب ورکړ ) زما فضل او مهرباني ده، زه ئې هغه چا ته چي ور ته يې غواړم، ور کوم يې ! (بخاري شريف ص: ۳۰۲ ج:۱ )

۱۴ - دا اُمت د باران په څېر دی، چي نه معلوميږي چي اول يې او که آخر يې خير دی، يعني ټول اُمت، وړانديني او وروستني له خير څخه خالي نه دي.

۱۵ - اويا زره به يې پرته له حسابه جنت ته داخليږي.

۱۶ - د ماخوستن لمونځ يوازي دې اُمت ته ور کول سوی دی.

۱۷ - د جُمعې ورځ ور کول سوې ده.

۱۸ - د دې اُمت نبي تر دوی مخکي له دُنيا رُخصت سوی دی.

په حديث کي راغلي دي چي کله الله پاک په يوه اُمت د رحمت اراده وکړي، نو پېغمبر يې تر دوی مخکي وفات کړي. (مسلم شريف، ج: ۲، ص: ۲۴۹)

دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اُمت له ځانگړتياوو څخه ده، ځکه نورو پېغمبرانو د خپلو قومونو عذاب په خپلو سترگو ليدلی دی.
 
مقاله: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم (۳۰) ځانګړتیاوي

۱۹ - دوی په مځکه کي د الله پاک شاهدان دي.

د چا په هکله چي دوی د ښه يا بد شاهدي ور کړي، الله پاک يې شاهدي مني.

۲۰ – په زور ورباندي د يوې گناه په کولو کي يې عذر قبول دی: د کومي گناه په کولو که مجبور کړل سي او په زوره پرې وکړل سي، په هغه يې الله پاک نه رانيسي.

۲۱- حضرت عيسی علیه السلام به د دې اُمت په يوه ولي پسي لمونځ کوي. (تفصيل: عيسی علیه السلام په اسلام او عيسائيت کي)

۲۲ - د قيامت په ورځ به تر ټولو مخکي د دې اُمت سره حساب کيږي.

۲۳ - پر پُل صراط به تر ټولو وړاندي تېريږي.

۲۴ - سلام او آمين ور کول سوی:

په حديث کي راغلي دي، چي يهود ستاسو سره په هيڅ شي دونه حسد نه کوي څومره چي د سلام او آمين له امله در سره کوي ( ابن ماجه ص: ۶۱ )

۲۵ - له داسي عذاب څخه ساتل سوی، چي ټول هلاک کړي.

۲۶ - کافر به د قيامت په ورځ د مسلمان فديه وي.

دا هم د الله تعالی له لوري د دې اُمت يو اکرام دی، چي د قيامت په ورځ به هر مسلمان ته يو کافر د اور له پاره فديه وي.

۲۷ - د قيامت په ورځ به يې د اودس له امله مخونه روښانه او اندامونه به يې ځليږي.

الله جل جلاله  دي موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حقيقي اُمتيان وگرځوي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
 
 
------------------------------
 
د نبي کريم ﷺ (۳۰) ځانګړتیاوي
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته