تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ظلم څه ته وايي؟
  تعلیم الاسلام
  October 2, 2013
  0
لیکوال : نثار احمد صمد
 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
 د ظلم اصطلاح په لغت کی ستم ، له حده وتلي تیري ، د حق سپمولو یا محوه کولو ، او د وړ شي ناوړه کولو ته وایی . په بل عبارت ، ظلم د ځان یا بل پر حق تیرﺉ ، باطل ته میلان او رغبت ، د نورو د حق او مالکیت قبضې ، او د الهی قانون د حدودو لټپېرولو ته ویل کیږی .
 
الله تعالی هغو کسانو ته ظالمان یا ستمکاران وایی چی د نورو د حقه حقوقو مانع او خنډ سی . په مجموع کی هر هغه کار چی د ځان او نورو حق تلف کړی یا تیری پر وسی ، ظلم بلل کیږی او د همدې معنی او مفهوم له مخی الله تعالی شرایع نازل کړي دي چی د هغو څخه هدف د انسانانو په منځ کی د هر ډول ظلم او ستم د جرړو کښل دی . نو ځکه پر دغو شرایعو سترګی پټول او په خلاف یې عمل کول ظلم دی.
 
الله تعالی انسانان د ظلم او ستم څخه منع کړي دي او داسی فرمایی : « نو د ظالمانو پر حال د عذاب د ورځی له امله افسوس دی » ( الزخرف : ۶۵ ) ، او هم یې فرمایلی دي : « های چی پر ظالمانو د خدای لعنت دی » ( هود : ۱۸ ) .
 هو ګرانه لوستونکې ، موږ ولیده چی الله تعالی ظالم د شیطان سره یو برابر کړ او خپل لعنت یې پر ووایه . نو د ظالمانو پر حال دی افسوس وی !
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم موږ د ظلم او ستم څخه خبرداره کړي یو او داسی فرمایی : « درې دعاوی بېله شکه قبلیږی : د روژه لرونکي دعا ، او د مظلوم دعا او د مسافر دعا » [ البته هدف د دعا او ښیرا دواړو څخه دی ] .
 
 
اوس به د ظلم ډولونه وپیژنو، ظلم عمدتأ درې ډولونه لری چی دا دي :
 
لومړی ـ د الله تعالی په وړاندی ظلم :
هغه دی چی انسان پر خپل خالق باندی باور ونلری او پر الله سبحان و تعالی باندی کفر وکړی . خدای تعالی د ځان په وړاندی شریک نیول تر ټولو ستر ظلم بولی او فرمایی چی : « ... د الله سره شریک مه نیسئ چی په حقیقت کی شِرک لوی ظلم دی » ( لقمان : ۱۳ ) .
 
دوهم ـ د انسان ظلم پر خپلو همنوعانو باندی :
 
هغه دی چی یو ظالم انسان د چا پر مال ، ځان او حریم باندی تیری وکړی . بد ویل ، د هغوی د مال یا کوم شي جبرأ اخیستل او پر حق او حقوقو یې تیری ظلم دی چی د دغسی ظالم ځای به دوږخ وی . هر مسلمان د ټولو دغسی اعمالو څخه په ټینګه منع سوی دی . رسول الله  صلی الله علیه وسلم په یو قدسی حدیث کی فرمایی چی الله تعالی فرمایلی دي چی اې زما بندګانو ، ما پر ځان باندی ظلم حرام کړی دی ، نو هغه می پر تاسو هم حرام کړی دی ، پس یو پر بل ظلم او ستم مه کوئ .
 
درېیم ـ د انسان ظلم پر خپل ځان باندی :
د ګناهونو ارتکاب او د ناروا کارونو کول ، د خدای د لاری څخه انحراف ، او د شیطان پیروي کول ټول پر خپل ځان ظلم دی . رسول الله  صلی الله علیه وسلم د افرادو د حق او حقوقو پر ځای کولو باندی ، مخکی له دې چی د الله تعالی لخوا د هغوی سره د حساب کتاب ورځ راورسیږی ، ډیر ټینګار کوی او داسی فرمایی : « په خدای قسم چی د قیامت په ورځ به د اصلی څښتنانو حقوق بیرته اعاده کوئ او حتی د بې ښکره پسه قصاص به د ښکرور پسه څخه اخیستل کیږی . »
 
نو ځکه هر چا چی ظلم کړی وی یا هغه څه یې غصب کړی وی چی حق یې نه وی ، نو د قیامت په ورځ به یې هماغه شی د غاړی طوق وی او خدای تعالی به د هغه ظلم په سبب چی په دې دنیا کی به یې کړی وی عذاب ورکوی .
 
پیغمبر  صلی الله علیه وسلم داسی فرمایی : « الله تعالی ظالم ته مهلت ورکوی او کله چی یې ونیسی او مؤاخذه یې کړی نو نه یې ایله کوی . »
 
په ټولنه کی د ظلم د پراختیا او د فساد د رواجولو او د هغو د خطرناکو پایلو په ارتباط د رسول الله  صلی الله علیه وسلم څخه ډیر حدیثونه نقل سوي دي . مثلأ : نبی کریم  صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی : « آیا پوهیږئ چی مفلس څوک دی ؟ ورته وویل سوه چی زموږ په نظر مفلس هغه څوک دی چی نه درهم ولری نه دینار ، او نه مال ولری نه دولت . رسول الله  صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی زما د امت مفلس هغه څوک دی چی د قیامت په ورځ به د لمونځونو ، روژو او زکات سره حاضریږی ، خو یوه ته به یې ښکنځل کړی وی ، پر بل به یې تهمت تړلی وی ، د هغه بل به یې مال خوړلی وی ، هغه بل به یې وژلی وی ، هغه بل به یې وهلی ټکولی وی . نو ځینی نیکۍ به یې دغه ته او ځینی به یې هغه بل ته ورکول کیږی ، او د نورو د حق د اداینی څخه مخکی چی د ده نیکۍ پای ته ورسیږی نو د هغوی ګناهونه به د ده په غاړه کی لویږی څو چی د دوږخ کندی ته به وغورځول سی .»
 
کله چی رسول الله  صلی الله علیه وسلم معاذ رضي الله عنه  یمن ته لیږئ ، نو داسی یې ورته وویل : د مظلوم د دعا څخه خبردار اوسه ، ځکه چی د مظلوم انسان د دعا او الله تعالی تر منځ د هغه د اجابت هیڅ کوم خنډ نسته .
همدا راز ، د رسول الله  صلی الله علیه وسلم څخه روایت سوی چی فرمایلی یې دي : « د خپل ورور سره که ظالم وی یا مظلوم ، مرسته وکړئ . یو صحابي عرض وکړ چی اې د خدای رسوله  صلی الله علیه وسلم ! هر کله که هغه مظلوم وی نو کومک ورسره کوو ، خو که هغه ظالم وی څنګه کومک ورسره وکړو ؟ ورته ویې فرمایل : هغه د ظلم او ستم څخه راوګرځوه ، دا پخپله د هغه سره کومک دی . »
 
څنګه ؟ چاره یې سیاست او سیاست بازۍ نه ده ، حزب او حزب بازۍ نه دي ، بلکی اول په خپل ځان کی بدلون راوستل دي ( الرعد : ۱۱ ) ؛ وروسته صبر او تحمل دی ( البقره : ۱۵۳ ) ؛ وروسته دین ته په کامل ډول ننوتل او د پیغمبر  صلی الله علیه وسلم څخه بشپړ متابعت دی ( البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ ) چی همدا د ظلم او ظالم څخه د خلاصون یوازینۍ لاره او کیلی ده . والسلام ، ( ن . صمد )
 

 

سرته