تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو ریښې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 2, 2023
  0

د غرونو ریښې 


ژباړه: خیال محمد خادم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د الله تعالی له پاره زما محبوبینو! کوم غرونه چي زموږ په مخ کي موجود دي او موږ یې وینو حقیقت دادئ چي په دې کي علماء ډېر حیران وه خورا زیات اسرار لري دا څرنګه تشکیل سوي؟ څرنګه نصب سوي او څرنګه یې د میلینونو کلونو په جریان کي حرکت کړئ؟


هغه معتبر اکتشاف او حقیقي و یقیني و ثابته څېړنه چي په دې رابطه سوې ده داده چي غرونه په خورا عمیقه ژوره توګه په ځمکه کي ننیستل سوي دي. یعني دا ممکنه نه ده چي دوی دي داغسي د مځکي پر سر پراته وي حتما دوی په مځکه کي د ژورو ریښو لرونکي دي؛ مثلاً: د همالیا غرونه دي کوم چي لوړه څوکه یې ۸۸۰۰ متره جګه ده. دا لوړه څوکه کوم چي اته زره اته سوه متره لوړوالی لري، دوی داسي ریښې لري چي تر سل کېلو متره هم اوږدې دي سل زره متره تاسي فکر وکړی دا څومره ژوره ریښه ده؟


الجبال الجلیدیة یا د یخي د لويي ټوټې غرونه دوی هم ریښې لري؛ کولای سو د ځینو عکسونو له طریقه یې مشاهده کړو.


سبحان الله دا حقیقت نن ورځ موږ په غر پوهنه یا علم الجبال کي یو عادي شی ګڼو؛ خو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي هیچا هم ددې فکر نه کوی او نه د چا سره ددې حقائقو اړوند پوهه وه؛ خو قرآن کریم په پوره دقت سره دې ته اشاره کړې ده الله تعالی فرمایي: أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهٰدًا وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا. ( سورة نبأ: ایة، ۶،۷)


ژباړه: ايا داسي نه ده چي موږ ځمکه فرش غوړولې ده او غرونه مو (په مځکه کي) د مېخونو په څير ښخ کړي دي.


سبحان الله و الجبال اوتادا او غرونه مو په مځکه کي د میخونو په څېر ښخ کړي دي.


قران کریم په یوه کلمه سره د غرونو شكل واضح کړی دئ، په هغه وخت کي چي هیچا هم د غرونو د شکلونو اړوند فکر نه کاوه او که دا حقیقت ذکر سوی هم وي په هغه وخت کي هیچا توجه نه ورته کوله، لکن پرنبي کریم صلی الله علیه وسلم قران کریم ددې له پاره نازل سو؛ څو ددې عصر له پاره یوه معجزه وي موږ نن په دې وتوانېدلو چي اوتاد الجبال د غرونو مېخونه یا د غرونو ریښې کشف کړو او کله چي څوارلس پیړۍ مخکي د الله کتاب ته مراجعه وکړو او دغه بحث د اوتاد الجبال یا غرونو د ریښو اړوند ووینو بېله دې څخه بله هیڅ لاره نه وي چي د مؤمن په صفت پر ایمان ثابت پاته سو.


که له موږ څخه د یو چا په زړه کي شک وي هغه ته دا ښایي چي خپل ایمان معزز دوباره نوي او قوي کړي لکه څنګه چي الله تعالی فرمایي: وَمَا زَادَهُمْ إِلَّآ إِيمٰنًا وَتَسْلِيمًا.( الأحزاب: ایة، ۲۲) 


ژباړه: دغي پيښي د هغو ايمان او غاړه ايښودل لا زيات کړل.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته