تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نړیوال حقوق
 
  May 2, 2017
  0

 


لیکنه: محمد حاکم شریعتي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا چي نړيوال حقوق د اسلامي سیاسي نظام يوه برخه تشکيلوي نو بناء  ضرورت ليدل کيږي، چي نړيوال حقوق او د نړيوالو چال چلند اسلام څنګه ارزوي ؟

د اسلام سپېڅلي نظام نړيوالو حقوقو ته نه يوازي توجه کړې ده؛ بلکي د دې حقوقو يواځنى حامي او ساتونکى هم دى. اسلام خپل  پیروان پر تړونونو او معاهداتو  وفاء کولو ته هڅوي.

دا چي د نړیوالو حقوقوموضوع ډیره پراخه ده او ټوله نه څېړل کيږي، نو د بیلګی په توګه يې یو شمیر مهم ټکي په پرتلیزه توګه څیړو: 

لومړی: دعهد او پيمان لپاره احترام لرل :
يواځي د اسلام سپيڅلی دين دى، چي د عهد او پيمان پوره کولو او متقابل احترام مفکوره ټولني ته وړاندي کوي.

که په پرتليزه توګه وګورو د اسلام مفکورې او نظريات د کفري اديانو له مفکورو او نظرياتو سره مقايسه سي د ځمکي او آسمان غوندي توپير لري.  نن چي موږ ګورو د دنيا کفارو څو ځلي خپل تعهدات او معاهدي پدې سره پاى ته رسولي دي، چي نور به ملکي خلکو ته مرګ ژوبله او زيانونه نه اړوي خو سبا ورځ يې د هغه څخه زيات مسلمانان شهيدان کړی وي. د دي يواځني علت دا دى کوم تعهدات او پيمانونه، چي رامنځ ته کيږي او په هغه وفا کول کيږي يواځې اسلام او د اسلام د دين پيروان دي، چي په وعدو او پيمانونو ولاړ دي ددې لپاره تر ټولو ښه او ژوندى بیلګه د حضرت پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  په ژوند کښي د حديبي معاهده ده، چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم   او  د کفارو (  قريشو) تر منځ لاسليک سوه .
 
تر دي پوري، چي د ابو بصير رضي الله عنه په نامه صحابي د کفارو څخه مدينې منورې ته راغلی. کله چي د کفارو له پلوه احوال پسي راځي د مسجد نبوي په دروازه کښي يي ورته سپاري؛ ځکه چي پدې سره معاهده سوي وه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  او صحابه کرام د خپلي کړي وعدې په اساس په خپله وعده ولاړ وو. خو د دنيا په کفارو کښي هيڅ داسې څه نسته، چي د مسلمانانو د وفادارۍ سره مشابهت ولري.  دکفارو بې پروايي، د خپلو کړنو پاکوالى او د دوى د تعهداتو ماتول مسلمانانو ته څرګند دي. څنګه چي مو زموږ په هيواد کي یو شمیرسرغړوني وليدل سوې د عهد او پيمان اړوند الله  جل جلاله  فرمايي:

(وَأَوفُوا بِالعَهدِ إِنَّ العَهدَ كَانَ مَسئُولا) ( بني اسرائیل -۳۴ایت)

ژباړه: په خپلو وعدو وفا وکړئ په تحقيق سره د کړيو وعدو اړوند ستاسو څخه پوښتنه کيږي. 

د پورتنۍ يادوني څخه څرګندېږي، چي د اسلام د سپېڅلي دين لارویان پر خپلو وعدو وفا کوي، چي ښه بیلګه يې د حديبيې صلحه ده، د کفري دين پيروان د تعهداتو ماتوونکي او سرغړوونکي دي، چي ژوندۍ بیلګه يې د بالابلوک د سيمي  پېښه ده، کله چي دوى  د وخت چارواکو ته د زياتو غوښتنو څخه وروسته دا وعده سپاري، چي ملکي وګړي بايد له مرګ څخه وژغورل سي د دې پر ځاى، چي دوى خپله وعده پوره کړې وي په مقابل کښي يې ٢٥٠ تنه نارينه، ښځينه، بوډاګان او هلکان په شهادت رسول كيږي . 

دوهم: نړيوال عدالت: 
نړيوال عدالت له نړيوالو حقوقو  څخه ګنل کيږي، دا خو حقيقت دى، چي نړيوال عدالت يواځي په اسلام او د اسلام د سپيڅلي دين پيروانو رامنځ ته کړی دی. الله جل جلاله د عدالت اړوند فرمايې: 
(وَلَا يَجرِمَنَّكُم شَنَآنُ قَومٍ عَلَى أَلَّا تَعدِلُوا اعدِلُوا هُوَ أَقرَبُ لِلتَّقوَى ... )( المائدة -۸)
ژباړه: د يوه قوم سره بغض (يا دښمني) دي تاسو دې ته نه اړ باسي، چي عدالت نه کوئ، عدالت و کړئ؛ (ځکه) دغه (عدالت)  تقوى ته ډېر نژدې دی.

پورتنی آيت د نړيوال عدالت د تامين اړوند د فعاليت ساحه پراخه ټاکلې ده، هغه دا چي د قوم لفظ پکښي ياد سوی دى، د قوم د لفظ سره د نړيوالتوب ټکى نژدې اړيکي لري خو نړيوال عدالت هم په اسلام کښي تامين دى، د دې لپاره ژوندۍ بېلګه د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه خطبه ده، چي فرمايې: (القوي منکم الضعيف حتى اخذالحق منه والضعيف منکم القوي حتى اخذالحق له)

د صحابه وو رضي الله عنهم د وخت په عدالت کښي د خپلوۍ ، قومي ژبني معيارونه په نظر کښي نه دي نيول سوي.

که د پرتلې په دود وګورو په کفري او بېدينه عقيده اوکړنو کښي د نړيوال  عدالت هيڅ ريښې نه ليدل کيږي، چي د دې لپاره ژوندۍ بیلګه د ايران لپاره د متحده ايالاتو د اټومي تاسيساتو اړوند په دوامداره توګه تهديدونه ورکول دي که چيري په دوى کښي عدالت وای نو فکر به يي کړى واى، چي متحده ايالات اټوم جوړولاى سي او حق لري خو ايران، د اټوم جوړ ولو حق نه لري، چي دا مفکوره بې منطقه ده هيڅ ډول عدالت نه پکښي ليدل کيږي .

درېیم: د جنګ په وخت کښي د بېطرفه هيوادونو مرزونو ته احترام درلودل : 
د نړيوالو حقوقو څخه د جنګ په وخت کښي د بېطرفه هيوادونو پولو ته احترام درلودل دي، چي د دې حق د رعايتولو اړوند د اسلام دين پوره اهتمام او غور کړی دى، چي ددې لپاره ژوندۍ بېلګه د استمان او  ذمي مسئله ده؛ ځکه د مستامن او ذمي لپاره په اسلام کښي هيڅوک اجازه نه لري، چي د تیري لاس ورته وړاندي کړي خو که چيري په پرتلیز ډول وګورو دغه احترام يواځي په اسلام کښي دى په کفري  ادیانو کښي نسته،  چي د دې لپاره ژوندۍ بېلګه په ۲۰۰۸ کال د عراق د پولو څخه د امريکايي جنګي څرخي الوتکي اووښتل او په سوريه کښي د بمبارد په ذريعه د اتو بې ګناه سوريايانو  شهيدانول دي. سره لدې، چي سوريه د عراق په جنګ كښي يو بېطرفه هيواد ګڼل کيدی.  په پورته بېلګو کښي مو وليدل، چي  اسلام کوم څه وايي هغه ته عملي بڼه هم ورکوي خو کفري نظريات او نظامونه په خپل فريب او دوکه ولاړ نظامونه دي . 

څلورم: له جنګي کسانو څخه پرته د هيواد د نورو وګړوسره دوستانه اړيکي ساتل:
د دې حق رعايت په اسلام کښي پوره تامين او رعايت سوی دى، لکه څنګه چي پدې اړه الله جل جلاله فرمائي:( لا يَنهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَم يُقَاتِلُوكُم فِي الدِّينِ وَلَم يُخرِجُوكُم مِن دِيَارِكُم أَن تَبَرُّوهُم وَتُقسِطُوا إِلَيهِم إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ المُقسِطِينَ ) (الممتحنه ۸ ایت) 

ژباړه: الله  (جل جلاله) له هغه کسانو څخه تاسي نه منعه کوي، چي ستاسو مقابله يې نده کړي او تاسو يې له کورونو څخه نه ياست ايستلي ددې څخه ، چي د دوى سره نيک چلند او دوستانه روش وکړئ او د دوى سره د انصاف څخه کار واخلى او الله  (جل جلاله)  انصاف کوونکي خوښوي .

د پورتني آيت څخه څرګندیږي هغه کسان، چي ستاسو سره دښمني نه لري معقول کار دا دى، چي تاسو هم له هغوى سره دښمني ونکړئ؛ ځکه  دښمن او غير دښمن په يوه تله تلل منطقي او معقول کار نه دى او ضرور ده هغه څوک، چي په جنګ کښي يې برخه نه وي اخيستې د هغوى سره بايد نيک چلند وسي؛ ځکه د اړيکو د بندولو اصلي علت کفر نه وي؛ بلکي د اړيکو د بندولو يواځنی علت ظلم او د اسلام مقابله ده، چي د مسلمانانو په وړاندي خنډونه ايجادول دي که څه هم د مسلمانانو لخوا وي. 

مسلمانان بايد منطقي او معقولي لاري ولټوى د ظلم او تجاوز څخه ځان وژغوري، چي د دې لپاره ژوندۍ بېلګه د مکې مکرمې فتحه ده کله چي د هجرت په اتم کال مکه مکرمه فتحه کيږي حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ټولو صحابه وو مجاهدينو ته هدايت ورکوي، چي چاته تکليف ورنه کړئ، که ځوان دى که بوډا، نارينه دى که ښځينه، ټولو ته يې معافي اعلان کړه ان تر دې، چي د څوارلسو کسانو پرته يې جنګي جنايتکاران هم معاف کړل، چي په هغو کښي نارينه او ښځينه دواړه شامل وو؛ حتی د ابوسفيان (د دوى مشر او سردار ) کور يې د امن ځاى وګرځاوه که څه هم هلته جنگي جنايتکاران ورغلي واى، معافېدل. دا يواځنى هغه نيک برخورد او دوستانه اړيکې دي، چي سارى يې په هيڅ بل دين کښي نه ليدل کيږي.

که په پرتلیز ډول وګورو نن چي د دنيا کفار په جنګي صحنه کښي جنايتونه او تېري کوي سارى يي د هيڅ وخت په ظالمانه او جابرانه حکومتونو کښي نه دى ليدل سوى، چي  ددې لپاره ژوندۍ بېلګه د ۲۰۰۶ کال د کندهار ښار د حضرت جي چوک واقعه ده؛ کله چي بهرنیان د انفجاري واقعې سره مخ کيږي. د واقعې د پاى ته رسيدو څخه وروسته دوى د خپل هدف په لور روانيږي تر څو چي د ښار څخه وځي د ۱۸ څخه تر ۲۲ كسانو پوري بي ګناه مظلوم لارويان شهيدانوي. (په نژدې وخت کي د کندز د روغتون بمبار کول دي چي په سلګونو کسان یې پکښي ووژل او ټیپیان کړل).

پورتنې څيړنه ښيي حقيقتاً نړيوال حقوق، چي رعايتيږي هغه يواځي د اسلام دين دى، چي په جنگي صحنو کښي د خلکو دود ، رواج، کلتور، او فرهنګ ته درناوي لري خو يواځني احمقانه حيواني فرهنګ کفري فرهنګ دى، چي په هغه کښي مسئول او غير مسئول شخص نه پېژندل کيږي د خلکو عنعنو او رسوماتو ته هيڅ احترام نه کيږي او په هر ډول تېري لاس پوري کوي. (ښه مثالونه یې لومړی او دوهمه نړیوالي جګړې دي).

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه  
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته