تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2021
  0
رالېږونکی: عزت الله- کندهار
 
لکه څرنګه چي اسلام په اولاد د مور اوپلار حقوق مقرر کړي دي همدا رنګه يې په مور او پلار هم د اولاد ځيني حقوق لازم کړي دي تر کومه پوري چي د هغوی د خوراک، څښاک او جامو تړاو دئ نو د هغه يادول  دلته اړتيا نسته ځکه چي د اولاد د دې حق احساس له موږ سره په فطري او طبعي توګه سته. 
 
هو کې! د اولاد د کوم حق په ادا کولو کي چي له موږ څخه په عمومي ډول نيمګړتيا او غفلت کيږي دا دهغوي ديني او اخلاقي روزنه ده الله تعالى پر موږ فرض کړي دي چي د خپل او لاد او اهل وعيال روزنه او څارنه په داسي توګه وکړو چي له مرګه وروسته هغوي جهنم ته ولاړ نه سي، الله پاک فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا...(التحريم:ايت ٦)
 
 ژباړه: (اى مؤمنانو! خپل ځانونه او کورنۍ مو د اورنه وژغورئ.) 
 
داولاد د ښې او سالمي روزني غوره والى د رسول الله صلى عليه وسلم په يوه حدث شريف کي داسي بيان کړي دي: رسول الله صلى عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار له طرفه د خپل اولاد له پاره له دې څخه زيا ته غوره ورکړه او عطيه نسته چي د هغوی ښه روزنه وکړی (سنن التر مذي- ٧،٢٠٦)
 
نبي عليه السلام وفرمايل څوک چي خپل اولاد ته تربيه او روزنه ورکړي دا له دې څخه غوره ده چي هره ورځ نيم صاع صدقه ورکړي. (مسند احمد – ٤٢،٤٢٩)
 
د ځينو خلکو په اولادونو کي د زامنو سره زياته مينه او د زړه تړاو وي او لوڼي هغوی يو بوج ګڼي. له همدې کبله د هغوی په روزنه او پالنه کي غفلت او کوتاهي کوي نو ځکه په اسلام کي د لوڼو په سمه روزنه باندي په ځانګړي ډول ټينګار سوى دئ او د دې يې زيات غوره والى بيان کړى دئ. په يو حديث شريف کي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د کوم سړي چي درې لوڼي يا خويندي وي او د هغوی سره ډېر ښه او غوره چلن وکړي او ښه رزنه يې وکړي او په مناسب ځاى کي د هغوی نکاح وکړي نو الله پاک به هغه ته جنت ورکړي، او په بل روايت کي دوې لوڼي يا دوې خويندي هم ښودل سوي دي. (سنن ابوداؤد)  
 
ماخذ: اسلام څه شی دی؟
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته