تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نکاح ځانګړي مسئلې
 
  January 1, 2012
  0

مخکي مو وويل چي د نَسَبِي خپلوۍ لكبله چي كوم خپلوان مَحرَم بلل كيږي او هيڅ كله يې تر منځ نكاح نه صحيح كيږي د رَضَاعَت او شيدو رودلو لكبله هم هغوى مَحرَم ګرځي او هيڅ كله يې نكاح نه ورسره صحيح كيږي . خو ځيني صورتونه دا ډول دي چي په هغو كي د نسب لكبله حرمت راځي خو د رَضَاعَت لكبله حرمت نه راځي لكه :

يو سړى كولاى سي چي د خپلي رضاعي خور د نَسَبِي مور سره نكاح وتړي ، خو د خپلي نَسَبِي خور د نَسَبِي مور سره بيا نكاح نسي تړلاى ، ځكه د نَسَبِي خور مور به يا د سړي خپله مور وي ، يا به يې ميره وي ،  ښكاره خبره ده چي د مور او ميرې سره نكاح نه صحيح كيږي . دا ځکه چي د رضاعي خور نَسَبِي مورد سړي هيڅ نه كيږي ، نو ځكه يي نكاح ورسره كېدلاى سي .

د رضاعي زوى د نَسَبِي خور سره نكاح تړل كېدلاى سي ، خو د نَسَبِي زوى د خور سره نكاح هيڅ كله جائز كېدلاى نه سي ، ځكه د نَسَبِي زوى خور به يا د سړي خپله لور وي ، يا به يې ربيبه يعني بچندره وي د لور او د بچندري سره نكاح نه صحيح كيږي .

ماخذ: تعليم الاسلام مجله، دریم ټوک-نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته