تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لږو ساعتونو کي د المانیانو د بریا راز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کېدای سي ددې په اورېدلو سره هک حیران سی، چي په المان غوندي یو شتمن او صنعتي هیواد کي کارمندان نسبت نورو هیوادونو ته کم ساعتونه کار کوي. 


د آلمان د کار په قانون کي په هفته کي د کار لپاره یوازي ۳۵ ساعتونه ټاکل سوي دي یعني په ورځ کي پنځه نیم ساعته کار کوي. څنګه کېدای سي دا پرمختللی هیواد په دا دومره کم ساعتونو کار کولو سره ځان د جاپان او امریکا سره په سیالي کي وساتي؟


ډېر اسانه! آلماني کارمندان د کار په وخت کي یو له بل سره خبري نه کوي. ټولنیزي شبکې لکه فیسبوک او اینسټاګرام او  پیغام استونکي شبکې لکه ټیلیګرام او وټس اپ سخت بند دي. په کاري وخت کي بغیر له کاري تلیفون څخه بل د هیڅ تلیفون جوابولو ته اجازه نسته. 


«له ما څخه آلمانی جوړ که» تردې عنوان لاندي یو مستند کي یوه ښځه و انګلیستان ته سفر کوي. هلته ویني چي د کار په وخت کي کارمندان یو له بل سره د شخصي ژوند په اړه خبري کوي. دا ښځه حیرانیږي، وايي: په آلمان کي موږ و شخصي ایمیل ته د کار په وخت کي جواب نه سو ورکولای، خو دلته خلګ شخصي بانډار کوي. 


البته په شخصي وخت کي بیا آلمانیان د کاري مسائلو او خبرو څخه ځان ساتي. د هایفینګټون پوسټ په وینا آلمانیان د شخصي ژوند او کار ترمنځ توپیر ته خورا ارزښت ورکوي. حتی لوی مدیران په غیر کاري وخت کي و خپلو کارمندانو ته ایمیل نه لېږي. 


په کمو ساعتونو کي د آلمانیانو د بریا راز دا دئ، چي کارمندان دي کار په وخت کي شخصي کارونه نه کوي، آن شخصي تلیفون ته دي هم جواب نه ورکوي او تر کار وروسته په شخصي وخت کي بیا د کاري مسائلو او خبرو څخه ځان ساتي. 


په افغانستان کي موږ کار ته نیم ساعت ناوخته راځو. دا ناوخته راتګ پر یخ، باران، ګڼه ګوڼي او نورو شیانو تاوانوو. د کاکا د زوی واده، د خاله د زوی د فراغت په مراسمو کي ګډون، د زوی ساده تبه او د لور لپاره کتابچې او کتابونه رانیول زموږ هغه بهانې دي چي موږ بشپړه ورځ خپل کار ته نه راځو او غیر حاضري کوو. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته