تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه: امیدواري او شیدې ورکوونکي میندي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 1, 2019
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الله جل جلاله پر هر بالغ مسلمان نر او ښځه چي په جسماني لحاظ جوړ وي روژه نیول فرض کړې ده او په بدل کي یې ور سره د زښتو زیاتو ثوابونو ژمنه کړې ده. که څه هم الله جل جلاله د بېلابېلو عذر لرونکو سره (چي په شریعت کي معذور ګڼل کیږي)  نرمي فرمایلې ده او د روژې د نیولو څخه یې استثناء کړي دي او د عذر د پای ته رسېدو پوري یې د روژې د نه نیولو اجازه ور کړې ده، خو نوموړي کسان چي روژه یې له کوم عذر په سبب نه وي نیولې مجبور دي چي د هغومره شمېر روژو قضا بیرته را وګرځوي یعني د یو عذر په سبب خوړلي روژې به د عذر پایته رسېدو وروسته بیرته نیسي. لکه څنګه چي د سورة بقره په ۱۸۵ ایت کي حکم سوی دی.

 

امیدواري او ماشوم ته شیدې ورکونکي میندي که چیري د ځان یا ماشوم د ناروغه کېدو بیره ولري نو دوی د هغو کسانو څخه دي چي الله تعالی د روژې نیولو څخه استثناء کړي دي. لاندي یو څو عمومي روغتیايي لاروښونه ده چي د روژې په مبارکه میاشت کي میندي ورڅخه ګټه واخلي:

 

۱:  امیدواري او ماشوم ته شیدې ورکوونکي میندي هرو مرو باید د ډاکټر سره مشوره وکړي چي تاسو باید روژه ونیسی که نه او د تقوا داره ډاکټر د لارښوونو سره سم عمل وکړي. 


۲: که امیدواري یا ماشوم ته شیدې ورکونکې مور د روژې د نیولو په سبب پر خپله روغتیا یا د ماشوم پر روغتیا وبیریږي چي زیان ورته رسوي نو دا د دې دیني حق دی چي روژه ماته کړي او بیا یې په عامو ورځو کي قضاء راوګرځوي.   


۳: امیدواري میندي چي ښايي په روژه نیولو سره ورته ستونزي را ولاړي سي د روژه مات او پېشلمي پر وختونو باید ښه منظمه او پوره غذا وخوري. په خورک کي یې باید کالوري لرونکي مواد لکه وریجي، وچه ډوډۍ یا میکروني موجود وي. یوه امیدواره ښځه هره ورځ ۲۲۵۰ کالوریو ته اړتیا لري او دغه کالورۍ باید په ويټامنونو او منرالونو غني خوراکونو سره پوره سي لکه اوسپنه (ایرن) او کلسیم. امیدواري مور ته زموږ مشوره دا ده چي د روژې د ماتولو څخه وروسته باید یو غټ ګلاس د مېوې جوس وچښي. دوی په ځانګړې توګه باید د سره کړو خوراکونو او پر یوه وخت د ډېر خوراک  څخه ډډه وکړي ځکه قبضیت منځته راوړي او په ساه اخیستلو کي ستونزي را ولاړوي. 

 

 

۴: هغه امیدواري ښځي چي د حمل په جریان کي د ستونزو سره مخ کیږي لکه د ویني لوړ فشار، شکره، د پښتورګو میکروب یا د زړه امراض باید د روژې نیولو څخه ډډه وکړي ځکه چي روغتیا یې د روژې نیولو اجازه نه ورکوي او ښايي د ماشوم روغتیا ته هم زیان ورسیږي. 

 
۵: که امیدواره ښځه روژه نیسي نو د ورځي په جریان کي ښه پوره استراحت ورته اړین دی. 


۶: که امیدواره ښځه روژه نیسي نو د روژه مات او پېشلمي تر منځ وخت کي دي مناسب خوراک وکړي.  


۷: امیدواره مور د روژې نیولو په پار باید هرو مرو د تقوا داره ډاکټري سره مشوره وکړي چي ایا دا د روژې د نیولو وړتیا لري او که څنګه؟ دا ځکه چي د حمل په لومړنیو میاشتو کي مور د خپل ماشوم په خاطر بشپړ خوراک ته اړتیا لري تر څو ماشوم په سالمه او نارمله توګه وده وکړي.  


۸: هغه امیدواري ښځي چي ماشوم زېږېدو ته یې لږ وخت پاته وي باید د روژې د نیولو په اړه ډېر د احتیاط څخه کار واخلي. که حامله ښځه د روژې د نیولو په وخت کي ستړې کیږي یا د کور د ډېرو کارونو له امله تږې یا وږې کیږي او پدې صورتونو کي یې روغتیا ته زیان رسیږي نو روژه دي نه نیسي، خو که کومه ستونزه ونه لري یعني د ډيري تندي، لوږي، ستړیا، یا ناجوړۍ کوم ښکاره اثر نه وي نو بیا دي خپله روژه ونیسي.  

 

روغتیا پال وايي چي د روژې په جریان کي که چیري حامله ښځه ناروغه سي سمدستي باید روژه ماته کړي او ماهري قابلې ته مراجعه وکړي.

ــــــــــــــــــ
فتوا: د مریض یا حاملې د پاره روژه خوړول
فتوا:شیدې ورکونکې یا حامله ښځه روژه ماتولایسي؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته