لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه راوي چي د هغه خبر د حسن یا صحیح په درجه کي شمېرل کیږي که دا ډول خبر را نقل کړي چي د بل راوي چي تر ده ارجح او اوثق وي د روایت سره منافات ولري نو هلته بیا دده روایت نه منل کیږي بلکي د اوثق و روایت ته ترجیح ورکول کیږي د اوثق روایت چي راجح دی د اصطلاح له مخي محفوظ بلل کیږي د مقبول خبر په جمله کي راځي او د هغه مقابل روایت چي مرجوح دی شاذ بلل کیږي.
په اسناد کي د زیاتوب مثال پدې ډول دي:
ترمذي، نَسَائي او اِبنُ مَاجَه (رحمهم الله) د اِبنُ عُیینَة عن عَمرٍو بنِ دینار عن عَو سجَة عن ابن عباس (رضی الله عنهما) أن رجلا توفی على عهد رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ولم يدع وارثا إلا مولى له کان اعتقه.....الحدیث (١)
ترجمه : یو سړی د نبي (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کي وفات سو بېله خپل مولا چي دی ئې آزاد کړی وو بل وارث ئې نه درلودی...الحدیث
نبي (صلی الله علیه وسلم) یی میراث مولا لره ورکړی.
د پورتني حدیث په وصل کي اِبنُ جُرَیج او غیره د ابن عُیَینَه متابعت کړی دی او حدیث یې د ابن عُیَینه په شان موصول بیان کړی دى خو حماد بن زید بیا د ابن عیینه څخه مخالفت کړى دی حدیث ئې د عمرو بن دینار عن عوسجه بیان کړی دی ابن عباس ئې په سند کي نه دی ذکر کړی. حماد بن زید هم د ابن عیینه په شان د عدل او ضبط خاوند دی د پورتني حدیث په سند کي د دواړو تر منځ مخالفت راغلی دی ابن عیینه موصول بیان کړی دی او حماد غیر موصول بیان کړی دی.
ابو حاتم د ابن عیینه حدیث ته ترجیح ورکړې ده ځکه هغه مُتَابِع لري یعني ابن جریج هم د هغه په شان سند موصول بیان کړی دی. د موصول راویان متعدد دي د همدغه تعدد له کبله د هغوی روایت ارجح ګڼل سوی دی. لهذا پورتنی حدیث د ابن عیینه د سند په اعتبار محفوظ بلل کیږي او د حماد بن زید د سند په اعتبار شاذ ګڼل کیږي.
د مقبول حدیث په تعریف کي دا قید راغلی وو چي شاذ به نه وي. لهذا د پورتني حدیث سند چي د حماد بن زید په روایت کي غیر موصول بیان سوی دی غیر مقبول دی. ځکه شذوذ پکښي دی یعني د اوثق څخه د ثقه مخالفت پکښي راغلی دی بلکي مقبول د ابن عیینه روایت دی چي موصول ئې بیان کړی دی.
د ثقه او اوثق روایت ترمنځ مخالفت لکه څنګه چي په اسناد کي راځي لکه پورتنی مثال دغه ډول کله د حدیث په متن کي هم راځي او دا مخالفت کله په اثبات او نفي کي وي خو کله بیا په زیاتوب او کمي کي وي لکه پورتنی مثال د اوثق روایت محفوظ بلل کیږي د مقبول احادیثو په جمع کي راځي او د ثقه روایت ئې شاذ بلل کیږي د مردود خبر په ډله کي راځي.
خو شرط ئې دا دی چي مخالفت پدې ډول وي چي ترمنځ ئې توفیق نه راځي بلکي د یوه د روایت په منلو د بل روایت ردېږي.
او که د ثقه او اوثق د روایاتو ترمنځ په زیاتوب او کمي کي دا ډول مخالفت موجود وو چي د یوه په منلو بل نه رد کېدى نو هغه زیاتوب د یو مستقل خبر په حیث منل کیږي لکه وړاندي چي مو لیکلي وه چي د ثقه زیاتوب قبلېږي.
نور ان شاءالله بیا...
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث
ــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و تمام فى المشکاة عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ رَجُلاً مَاتَ وَلَمْ يَدَعْ وَارِثًا إِلاَّ غُلاَمًا لَهُ كَانَ أَعْتَقَهُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « هَلْ لَهُ أَحَدٌ ». قَالُوا لاَ إِلاَّ غُلاَمًا لَهُ كَانَ أَعْتَقَهُ. فَجَعَلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِيرَاثَهُ لَهُ.