لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
محکم :
مخته مو ولوستل چي خبر او حديث اول پر متواتر او آحادو تقسيم کيږي . آحاد جمع د واحد ده خبر واحد بيا د سند د تعدد په اعتبار پر مشهور ، عزيز او غريب باندي وېشل کيږي. مشهور ، عزيز او غريب چي آحاد نوميږي دوه ډوله دي يو نوع ئې مقبول دي او بل نوع ئې مردود دي. د آحاد مقبول بيا پر څلور ډوله دي:
(۱) صحيح لذاته (۲) صحیح لغيره (۳) حسن لذاته (۴) حسن لغيره .
د مقبول پورتني څلور قسمه که څه هم اول ئې تر دوهم او دوهم ئې تر درېيم او درېيم ئې تر څلورم د صحت په اعتبار قوي دي خو څلور واړه موجب عمل دي يعني په هر نوع ئې عمل کيږي.
د مقبول د خپل منځي مراتبو فائده د تعارض په وخت کي ښکاره کيږي.
ځکه چي د تعارض يعني ټکر په وخت کي د لوړي درجې په حديث باندي عمل کيږي او د کښتي درجې حديث پرېښودل کېږي.
مثلا که د صحيح لذاته او صحيح لغيره تر منځ تعارض او ټکر راسي نو په صحيح لذاته باندي عمل کیږي او په صحيح لغيره عمل نه کيږي . له همدې کبله مقبول احاديث پر معمول به او غير معمول به باندي تقسيم کيږي او د خپل منځي اختلاف له کبله په بېلو بېلو نومونو ياديږي .
د مقبول هر هغه حديث چي معارض ونه لري يعني بل خبر د هغه ضد واقع نه وي په هغه باندي عمل کيږي او په اصطلاح کي محکم ورته وايي او د محکم مثالونه بي شمېره دي.
تعارض :
تعارض مقابلې اوټکر ته وايي مقبول حديث که معارض ولري يعني بل خبر د هغه په ضد کي راسي نو معارض ته ئې کتل کيږي ؛ که معارض ئې مردود وو يعني د دا ډول کسانو روايت وو چي د هغوى روايت نه منل کېدی هغه معارض ته اعتبار نه ورکول کيږي بس په هم هغه مقبول روايت باندي عمل کيږي ځکه د ضعيف مخالفت پر قوي باندي اثر نه اچوي او که معارض ئې د مقبول خبر د جملې څخه وو هلته بيا په ترتيب سره اول د جمع بيا د نسخي بيا د ترجيح او بيا د توقف لار غوره کيږي اوس هر صورت په تفصيل سره درته څيړو.
نور ان شاءالله بیا...
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث