تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دديوبند دمدرسې دتاسيس اصلي انګېزه څه وه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0

دديوبند دمدرسې دتاسيس  اصلي  انګېزه څه وه؟


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


غواړم چي دطالبانو څخه پوښتنه وکړم چي ددې مدرسې دتاسيس اصلي انګېزه څه وه؟ او کومي ځانګړتياوي لري؟ حتما به تاسو بېلابېل جوابونه راکړئ او بېلابېل جوابونه به اماده لرئ.


ممکن داسي راته وواياست چي دامدرسه دعلم لپاره تاسيس سوې ده او  اصلي انګېزه يې اخلاص وو، ممکن داسي وواياست چي دبدعتونو سره دمبارزې لپاره تاسيس سوې ده او يا داسي راته وواياست چي دامدرسه دعلم حديث دخدمت لپاره تاسيس سوې ده، داټول جوابونه ديادولو وړ دي. خو داخبره يقيني ده چي په هندوستان کي زيات شمېر مدرسې شتون لري ،  ټوله دهمدې اهدافو لپاره پرانستل سوي دي او ټوله په دغه اهدافو کي سره شريکي دي.


په حقيقت کي دديوبند مدرسې ستر هدف ددين حفاظت او داسلامي غيرت ژوندي پاته کېدل دي .

همدا ددې مدرسې انګېزه او ځانګړتيا ده.


دفرهنګ او تمدن سره مقابله دديوبند بنسټ ايښودونکو علماوو چي کله دمغولي حکومت شومي ارادې وليدلې چي په ښکاره يې ځان ددې دين ساتونکي بلل او په حقيقت کي ددوى واک دغربيانو ټولو فرهنګونو ته لاره  هواره کړې وه بلکي دغربيانو ناروا لارو او بدعتونو پر اسلامي عقايدو او عنعناتو باندي ستر يرغل کړى وو ، دوى غوښته چي داسلام دنامه څخه استفاده وکړي په ظاهره داسلام په نوم خپل واک ثابت پاته کړي او  په حقيقت کي يې غوښته چي داسلام دين له منځه يوسي. همدا لامل وو چي دديوبند علماوو په خپل پوره واک سره ددين دساتلو لپاره ، داسلامي فرهنګ او داسلامي علومو دصيانت لپاره ليڅي را ونغښتې ځکه دوى په دې باور وه چي داسلام دين تل پاتى دئ ، هيڅکله فنا نه قبلوي او الهي کتاب ثابت او حق دئ لکه الله(جل جلاله) چي فرمايي:


لَّا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ﴿فصلت: ٤٢﴾

 

ژباړه : دقرآن په وړاندي باطل نه دمخ دخوا راځي او نه دشا دخوا راځي، نازل کړل سوى دئ دحکيم او حميد ذات له لوري څخه.


الهي دين کامل او تل پاتى  دئ ځکه الله(جل جلاله) فرمايي:


الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿المائدة: ٣﴾

ژباړه : نن ورځ مي ستاسو لپاره دين کامل ، پرتاسو مي خپل نعمت پوره کړ، او زه ستاسو لپاره داسلام په دين سره راضي يم.


همدا لامل وو چي دوى مبارکانو په پوره زور داسلامي فرهنګ او اسلامي علومو دساتني او پراخوني لپاره کار وکړ. په دې لاره کي يې هيڅ ډول کوشش ونه سپماوه. که خداى مه کړه دوى په دې لاره کي دومره کوششونه نه واى کړي نو دومره تاوانونه به مو ليدلي واى چي اوس به په هيڅ طريقه سره نه جبران ېدلاى.


ماخذ : خپل ځانونه  وپیژنۍ!


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته