تازه سرليکونه
مَبِيعَه له منځه تلل
 
  January 25, 2013
  0
څوک چي خوراکي شى رانيسي او وې خوري وروسته يې عيب ورته څرګند سي ، ابوحنيفه رحمه الله وايي : مشتري يې د بايع څخه د تاوان اخيستلو حق نلري .

ابويوسف او محمد رحمهما الله تعالي وايي : مشتري حق لري چي د بايع څخه يې د عيب تاوان واخلي .

مثلاً : يو څوک دوا رانيسي وې خوري وروسته ورته معلومه سى چي دا اول  نمبر دوا نه وه کوم چي ده رانيوله ، بلکي دوهم نمبر دوا يې ورکړې وه نو د امام صاحب په آند مشتري د تاوان اخيستلو حق نه لري .

ياران وايي : مشتري د تاوان اخيستلو حق لري ،

 د اول نمبر او د دوهم نمبر دواو تر منځ چي په قيمت کي څونه تفاوت وي هغونه پيسې به بايع و مشتري ته په تاوان کي ورکوي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 

سرته