تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مشتري د لاس عيب او په مَبِيعَه کي زياتوب (معاملات)
 
  January 10, 2013
  0
که مَبِيعَه د مشتري په لاس کي معيوبه سي ، وروسته بل داسي عيب هم ورته  څرګند سي چي هغه لا مخته د بايع په لاس کي پکښي پيدا سوى وو ، دلته مشتري د بايع د رضايت پرته سودا نه سي فسخ کولاى ، خو د هغه عيب تاوان ځني اخيستلاى سي کوم چي د بايع په لاس کي ورته رسېدلى وو .

مثال : که زيد د بکر څخه په درې زره افغانيو

 بايسکل رانيسي او دوښاخه يې ځني ماته سي ، د دوښاخي د ماتېدلو وروسته وويني چي د بايسکله ميل لا مخکي د بکر په لاس کي اکسيجن سوى وي ، د ميل په اکسيجن د سودا په وخت کي نه زيد خبر وو او نه يې ليدلى وو .
دلته زيد حق لري چي د بکر څخه د ميل تاوان واخلي البته سودا بيا نسي فسخ کولاى ، ځکه بايع يعني بکر تاواني کيږي . 

 خو که بايع يعني بکر پخپله خوښه که څه هم د بايسکله دوښاخه د زيد څخه ماته سوې ده سودا فسخ کوله نو سودا فسخ کولاى سي .

په مَبِيعَه کي زياتوب

که مشتري پر مَبِيعَه پيسې خرڅي کړي يا داسي کار پر وکړي چي د مَبِيعِې ارزښت او قيمت په زياتيږي ، وروسته د مَبِيعِې په عيب خبر سي چي هغه د بايع په لاس ورته رسېدلى وي ، دلته هم مشتري حق لري چي د بايع څخه د عيب تاوان واخلي .
 
پدې صورت کي بايع نه سي کولاى چي مشتري ته ووايي : تاوان يې نه درکوم بېرته زما شى را کړه ، ځکه د فسخ په صورت کي مشتري تاواني کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته