تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د درواغود حدیث جوړونکو سره محتاط اوسئ
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 3, 2018
  0

د دجالانو او درواغجنانو څخه ځان ساتل

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دنيا په بازار کي که څوک د سادګۍ څخه کار واخلي او د هر ښه او بد دوکاندار په خبره باور وکړي هغه به يو اندازه پيسه دلاسه ورکړي خو د دين په کارو کي که څوک د سادګۍ او خوش باورۍ څخه کار اخلي هر فاسق او کذاب چي د نبوي حديث په نامه حديث ورته بيانوي او بيا د هغه پر بنسټ عقيده اوعمل انجاموي هغه به ګمراه کيږي او د اخرت د لوى تاوان سره به مخ کيږي.  


 رسول الله ﷺ لا مخته خپل امت  ته د دجالانو او  درواغجنانو په هکله خبر ورکړى دى چي په اخره زمانه کي به مکاران او  درواغجنان پيداکيږي او د درواغو احاديث به جوړوي اوخپروي به یې، فرمايي: 


يَكُونُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ يَأْتُونَكُمْ مِنْ الْأَحَادِيثِ بِمَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ فَإِيَّاكُمْ وَإِيَّاهُمْ لَا يُضِلُّونَكُمْ وَلَا يَفْتِنُونَكُمْ. ( مسلم ) 
 ژباړه :  په اخيره زمانه کي ډير بد تير ايستونکي او ډير سخت درواغجنان پيداکيږي او تاسي ته به داسي احاديث بيانوي چي هغه به مخته نه تاسي اورېدلي وي او نه به مو پلرنو او رېدلي وي (د درواغو احاديث به وي) نو تاسي د هغوى څخه ځانونه ګوښه او ليري ساتى چي  بې لاري او ګمراه مو نه کړي او نه مو په فساد اخته کړي . 


مجاهد رحمه الله وایې : بشير بن کعب ابن عباس ته راغى او د حديثو په بيانولو یې شروع وکړل ويل یې قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم ابن عباس رضی الله عنه یې حديثو ته غوږ  نه نوى او نه یې ورته کتل . 


بشير بن ګعب وويل: اې ابن عباسه ! څه پېښه ده چي خبرو ته مي غوږ نه نيسې زه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم احاديث درته بيانوم او ته غوږ نه ورته نيسې!  


 ابن عباس  رضی الله عنه  ورته وويل : 
إِنَّا كُنَّا مَرَّةً إِذَا سَمِعْنَا رَجُلًا يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ابْتَدَرَتْهُ أَبْصَارُنَا وَأَصْغَيْنَا إِلَيْهِ بِآذَانِنَا فَلَمَّا رَكِبَ النَّاسُ الصَّعْبَ وَالذَّلُولَ لَمْ نَأْخُذْ مِنْ النَّاسِ إِلَّا مَا نَعْرِفُ. ( مسلم ) 
 ژباړه : موږ يو وخت داسي وو چي د يو سړي څخه به مو واورېدل چي قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم نو زموږ  سترګي به هغوى ته ژر اوښتې او غوږونه په مو ښه ورته نيول خو کله چي خلک پر شوخ او ارامه  سپرلۍ سپاره سول يعني رښتيا او درواغ یې شروع کړل نو ده خلکو څخه بس هماغه حديث قبلوو چي راته معلوم وي .  


 يعني مخته د حديث په نامه درواغ نه ويل کيده موږ د هر چا پر خبره باور کولاى سو نو اوس چي خلک رښتيا او درواغ وایې او د ځانه د درواغو حديث جوړوي نو د هر چا پر خبر باور نه سو کولاى .  


د درواغو احاديث لکه څنګه چي درواغجنان او فاسقان د خپلو شومو او ناوړو اغراضو له پاره قصدا خپروي او يا یې مبتدعين (بدعتیان) د خپلو عقيدوي او عملي بدعاتو د تائید او اثباب له پاره جوړوي او نشروي دغه ډول د هيري او د حديثو په فن کي د مهارت نه لرلو له کبله د ځينو متدينو زاهدانو او صوفيانو لخوا هم په خطاء کي د هغوى پر ژبو بيانيږي. ډير متدين او صوفيان چي و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته منسوب خبر واوري د خوش باورۍ له مخي هغه حديث ګڼي او بيا یې خپروي.  


 مشهور محدث يحى بن سعيد القطان رحمه الله وایې : 
 لَمْ نَرَ الصَّالِحِينَ فِي شَيْءٍ أَكْذَبَ مِنْهُمْ فِي الْحَدِيثِ . ( مسلم ) 
ژباړه : صالحان مو تر بل هر څه زيات په حديثو کي  درواغجنان ليدلي دي . 


 امام مسلم صاحب د يحى بن سعيد رحمه الله د وينا توجيه داسي کوي چي صالحان قصدا درواغ نه وایې خو پر ژبه یې درواغ بيانيږي .  


عبدالله بن مبارک رحمه الله وایې ما و سفيان ثوري رحمه الله ته وويل:  
إِنَّ عَبَّادَ بْنَ كَثِيرٍ مَنْ تَعْرِفُ حَالَهُ وَإِذَا حَدَّثَ جَاءَ بِأَمْرٍ عَظِيمٍ فَتَرَى أَنْ أَقُولَ لِلنَّاسِ لَا تَأْخُذُوا عَنْهُ قَالَ سُفْيَانُ بَلَى قَالَ عَبْدُ اللَّهِ فَكُنْتُ إِذَا كُنْتُ فِي مَجْلِسٍ ذُكِرَ فِيهِ عَبَّادٌ أَثْنَيْتُ عَلَيْهِ فِي دِينِهِ وَأَقُولُ لَا تَأْخُذُوا عَنْهُ . ( مسلم ) 

ژباړه: عبدالله بن مبارک وایې ما سفيان ثوري ته وويل چي عباد بن کثير ته پېژني چي دينداره دى خو چي حديث بيانوي يو ډير لوى او ناوړه شی بيانوي يعني غلط او د درواغو حديث بيانوي نو ايا دا مناسبه ګڼې چي زه خلکو ته وايم د عباد څخه حديث مه اخلى؟ سفيان رحمه الله راته وويل هو همداسي کوه. 


 عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه وايي: زه چي به بيا په يو مجلس کي وم او د عباد نوم به واخيستل سو نو ما به د هغه د ديانت ستاينه وکړه او دا به مي ورته وويل چي حديث مه ځيني اورئ يعني عباد ښه او صوفي سړی دى خو د احاديثو د بيانولو اهليت نه لري ځکه وچ او لانده ګډ بيانوي.  


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته