تازه سرليکونه
د (پاتي ثبتي خپروني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عيدګاه احتجاجيه غونډه (۵ برخه)
 
  March 2, 2012
  0

د کندهار د دوا او درملو د اتحاديې د مشر الحاج رحيم الدين حاجي آغا صاحب وينا

د ۱۳۹۰ کال د چهار شنبې په  ورځ د حمل د میاشتي پر ۲۴ تاریخ د سهار د ۸ بجو څخه بیا تر ۱۲بجو پوري په لویه عیدګاه کي یوه ستره احتجاجیه غونډه د کندهار د ولسي علماوو د نوي جوړي سوي اتحاديې لخو ترسره سول.


په دې غونډه کی د کندهار ښار د ټولو مدرسو او مساجدو علماء کرامو، د پوهنتون محصلینو، ملي تجارانو، سپین ږیرو مشرانو، ځوانانو او د کندهار په لس ګونو زرو عامو خلګو برخه اخیستې وه.
 
غونډه د قرانکريم د تکړه استاذانو له خوا په څو مبارکو ايتونه سره پیل سوه او وروسته پر مختلفو موضوعاتو او مشکلاتو باندی  بحث وسو لکه د قرانکريم اهانت غندل، د بهرنیو او داخلي ځواکونو لخوا پر مدرسو، مساجدو او د بې ګناه خلګو پر کورونو چاپو وهلو غندنه او د هغوی د ربړولو، وژلو او ناموس ته تاوان رسولو مخه نیول او هم  د عوامو خلګو ترمنځه اتفاق او یووالی راوستل، تر څو د ټول افغانستان عام ولس په یو اتفاق سي او د خپلو مساجدو او مدرسو د علماء کرامو تر رهبری لاندي د خپلو حقوقو دفاع وکړي او همېشه د هراړخیزه مشکلاتو په حلولو کي ورسره څنګ په څنګ ودريږي.


ددې پرتميني احتجاجې غونډي په پای کي د ښار د ټولو علماء کرامو لخو یو پرېکړه لیک اعلان سو چي د دې غونډی بشپړ ږغیږ اولیکنیز راپورتاژ او هم دغه پرېکړه لیک تاسو ته د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې له خوا په ترتیب سره پر لیکه کيږي.


جزاکم الله خیراً


اداره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته