تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ثمو دیانو کلي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2021
  0

د ثمو دیانو کلي 


لیکنه : قاري شریف الله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ثمود چیرته اباد وه او په کومه سیمه باندي خپاره وه ؟ دې باره کي دا صافه شوې خبره ده چي د هغوی آبادیاني په حجرو کي وې ، د حجاز اوشام تر منځ تر وادي قري پوري چي کوم میدانونه په نظر راځي دا ټول د هغوی د استوګني مقامونه وه او اوس زمانه کي په «فجالناقه» شهرت لري .


د ثمودیانو د کلیو کنډوالې او اثار تر اوسه پوري موجود دي ، اوپه اوسنۍ زمانه کي هم د مصر اهل تحقیقو پخپلو سترګو سره لیدلي دي او دهغوی بیان ده چي هغه داسي یو خای ته ور داخل شو چي (شاهي حویلي) ورته ویل شوه ، په هغې کي ډېري خوني دي او دې حویلی سره یو لوی حوض دی او دا ټوله ماڼۍ يې په غره کي تراشلي او جوړ کړي دي.


د عربو مشهور مؤرخ مسعدي لیکلي دي : 


(ورممهم باقیة واثار هم بادیة في طریق من وردمن الشام : ج۳ ، ۱۳۹ ).


 څوک چي له شام څخه عجاز ته راځي نو په لاره کي د خټو کلی او زړې کنډوالې پرتې دي ، د حجردا مقام چي ورته حجر ثمود وايې د مدین د ښار په جنوب ختیځ کي په دا ډول وا قع ده چي خلیج عقبه يې مخکي ده او همدا ډول چي عاد ته عاد ارم وايې (حتی په قرآن کریم يې ارم د هغه مستقل صفت ګر ځولي ده) د هغه د هلاکت نه پس هغه ته ثمود ارم یاعاد ثانیه وايې . مشرق خصوصاً د عربو په هکله اروپا کي مستشرقین (په ارو پا کي هغه علماء چي د مشرق له تاریخ او مشرقي علومو سره دلچسپي لري او دهغوی په هکله بحثونه او نظریات وړاندي کوي د هغوی یو تعداد اګر چي حذاقت او مهارت لري مګر زیاتره يې تخمیني بلکي له مشرق سره د تعصب له امله او یا د کم علمۍ له امله بې اساسه نظریه وړاندي کوي) چي څرنګه ده خپل حذاقت او مهارت ثبوت وړاندي کوي او د تحقیق په نامه باندي د غلطو د عواګانو عادت دی هغوی هم ثمود د خپل تحقیق لپاره د مشق تخته ګرځولې ده ، او پوښتنه کوي چي د ثمود د اصل څه ده ؟ او کله موجود شوي په کومه زمانه کي ؟ د دې سوال په ځواب کي دوه ډلي دي :

 

یوه ډله وايې : چي دا دیهودو یوه ډله وه چي فلسطین ته داخل شوي نه وه ، او دالته مېشته وه ، مګر دا قول نه تنها دا چي د تحقیق پايې څخه پرېوتلي ده یومخیز غلط او مهمل ده ، له دې امله چي ټول مؤرخین په اتفاقي توګه دا مني چي د هغه زمانه نژدې هم نه وه ، چي کله حضرت موسي بني اسرائیل له مصر څخه وایستل تر دې ډېر دمخه د ثمودو آبادي تباه شوې وی او د هغوی بیخ کني شوي وه همدا راز قران کریم په ډاګه کړې ده کله فرعونیانو د حضرت موسي علیه السلام تکذیب وکړ نو دآل فرعون څخه یو تن مؤمن دا وویل او خپل قوم يې ووېراوه چي د تاسو د تکذیب نتیجه داسي نشي لکه  د تاسو نه مخکي قومونو: دنوح علیه السلام قوم ، د عاد اوثمود قوم اوله هغوی څخه د وروستیو قومونو چي د خپلو پیغمبرانو د تکذیب له وجهي نه شو .


د مستشرقینو دویمه ډله وايې : چي دا له عمالقه څخه دي او دفرات له مغربي ساحل څخه راغلي دلته میشت شوي دي.


د هغوی د ځینو دا خیال ده چي دا له عمالقه څخه دي چي د مصر بادشاه احمس فرار کړي وه او چونکه هغوی د ډبرو د تراشلو کمال حاصل کړی وه نو حجر غره ته لاړل او هلته يې تیږي تراش کړې او بې ساري ماڼۍ يې پکي جوړي کړې او له عامو رائجو تریقو څخه يې هم عالي شان محلونه جوړکړل .


او موږ د عاد په واقعه کي دا جوته کړه چي عاد او ثمود له ټولو قومونو څخه دي  او دا چي اهل عرب هغوی د یهودو د محض غلط تقلید له عمالقه څخه ګڼي حال دا چي د عملیق له دې نسل سره کوم تړاو نشته ده له دې امله دا قول هم صحیح نه دی .


د دې ټولو رایو خلاف د محققینو رایه داده چي دا دعاد بقایا دي او دا صحیح  او راجح قول ده او د اهل حضرت موت دا دعوا چي د ثمود آبادیاني او محلات د عاد د صنعت کاري نتیجه ده ، له دې قوله خلاف نه ده چي ثمودیانو په فن د تعمیر کي پوره مهارت درلود او دا تعمیرات د هغوی خپل وه له دې امله عاد اولی او عاد ثانیه په هر حال عاد دي ، د حضرت صالح علیه السلام خپل قوم ته خطاب هم د دې  مؤید  ده : ( و اذکرو اذا جعلکم خلفاء من بعد عاد وبواکم فی الارض تتخذون من سهولها قصورا و تنحیتون الجبال بیوتا ) الاعراف آیت ۷۴ .


او تاسو هغه وخت  یاد کړئ چي تاسو يې د عاد له قوم څخه وروسته د هغوی ځای ناستی کړئ او تاسو ته يې په ځمکه کي ځای درکړ او تاسو يې په سطح او نرم ځایونو باندي محلات جوړ کړل او سنګ تراشي مو وکړه په غرونو کي مو کورونه تراش کړل .


پاتي شوه د ثمود د زمانې مسئله په دې هکله فیصله کم دقیق وخت نشي ښودلای ځکه چي تاریخ په دې هکله غیر مطمئن ده ، البته دا په یقیني توګه ویلاي شي چي زمانه يې د حضرت لوط علیه السلام له زمانې څخه مخکي ده او هغوی د دې جلیل القدر پیغمبر له بعثت څخه ډېر مخته هلاک شوي دي .


 او دا خبره هم د پام وړ ده چي د ثمودیا له استوګنځایونو سره نژدې داسي قبرونه موندل شوي چي په هغه باندي د آرامي ژبي کتبي نصب دي او پر هغو شناخصو چي کوم تاریخونه لیکلي دي هغه د  حضرت عیسی علیه السلام د ولادت څخه وړاندي دي ، چي له دې څخه دا مغالطه کېدای شي چي دا قوم د حضرت موسی علیه السلام څخه وروسته پیدا شوی دی ، حال دا چي داسي نه ده .


دا په اصل کي د هغو خلکو قبرونه دي چي د هغه قوم د هلاکت نه په زر ګونه کاله پس دلته اتفاقاً راغلي او استوګن شوي دي او د هغوی د خپلو مشرانو د آثارو د قدامت څرګندولو لپاره پا آرامي خط (چي قدیمي خط ده ) خپلي کنبي ولیکلې او نصب يې کړې ترڅو یاد ګار پاتي شي ورنه دا نه د ثمودیانو قبرونه دي او دهغوی دا زمانه ده .


د مصر مشهور عیسوی مؤرخ جورجي زیدان پخپل کتاب ( العرب قبل الاسلام ) کي همدې ته ورته لیکنه کړې ده وايې :


د آثارو او مکتبونو څخه چي څه څرګندیږي هغه دادی چي د صالح علیه السلام قوم استو ګنځایونه د مسیح له زېږېدني مخته د نبطیانو په اقتدار کي راغلی دي دا خلک د بطره له ساکنینو څخه وه (چي ذکر يې لږ وړاندي په کتاب کي را روان دی) او د هغوی اثارو او تپې ډیرو مستشریقینو لیدلي دي ، د کتاب مقدمه کي د هغه تفصیل تېر شوی دی دهغوی هغه آثار هغوی ولوستل چي پر ډېرو باندي لیکل شوی دي د هغو څخه تر ټولو زیات مهمه کنډواله هغه ده چي د قصر بنت ، قبرباشا ، قلعه او برج په نومونو موسما دي ، په هغو لیک نبطي خط باندي ده او د هغو ځینو یا ټول خط هغه ده چي په قبرونو باندي ده .


مستشرقین چي دلته څه موندلي دي له هغو څخه لاندي کتبه ده چي په تېږه باندي پر نبطي حروفو سره لیکل شوي دي او دمسیح علیه السلام د نژدې زمانې مکتوب ده ( د خط دعبارت مضمون داده ) مقبره کمکم بنت وائله بنت حرم او د کمکم لور کلیه خپل ځان او خپل اولاد لپاره جوړ کړی ده ، د دې بناء په ډېرو ښو میاشتو کي پیل شوي ده دا دنبطیانو د بادشاه  حارث د تخت نشینی نهم کال ده هغه حارث چي د خپل قبیلې رښتنی عاشق ده .


پس ( د عمی ذو الشری وعشره ) لات (عمند ) منوت او فیس  لعنت دي وي په هغه چا چي دا قبرونه خرڅ کړی یا ګرو کړي یا د هغوی د کوم یو جسم یا اندام وباسي یا کمکم دهغه  لور او د هغې د اولادې نه پرته څوک په کي دفن کړي . او کوم شخص چي د هغه د لیک شویو مخالفت وکړی  په هغه ذوالشری هبر ، د منوت  پنځه لعنتونه وي ، او کوم ساحر چي له دې تخلف وکړي هغه باندي یو زر حارثې درهمه تاوان واجب ده ، مګر دا چي د کمکم کلیه یا دهغه د اولاد دلاس  کوم تحریر  ده چي په هغه کي د دې اجنبې قبر لپاره صاف او صریحو الفاظو کي اجازه شته ده او هغه به اصلي وي جعلي نه وي دا مقبره وهب الله بن عباده جوړ کړې ده .


ماخذ : قصص الانبیاء ، صفحه ۹۶

www.taleemulislam.net

 

سرته