تازه سرليکونه
د (فتوا حديث او سنت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نفس سره د جهاد حدیث څنګه دی؟
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۶۳)

نوم: نظر محمد

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )

سوال : آيا هغه حديث چي وايي: د نفس سره جهاد جهاد اکبر دى، آيا دا موضوعي حديث دي که نه؟ مطلب ئې څه دى؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

دا حديث محدث ملا علي قاري رحمة الله علیه په مرقاة د مشکوة شریف په شرح کي ذکر کړي دى،  موضوعي حديث نه دى،  مطلب دادى چي د خوشحالۍ او سستۍ، يخ او ګرمي، صحت او مريضي په حالت کي پر عبادت دوام د انسان پر نفس ډېر سخت لګيږي.

او داسي حديثونه  ډېر راغلي دي چي په يوه کي  لمونځ پر خپل وخت کول تر ټولو عملو افضل بللى سوی دى، او په بل کي ئې جهاد تر ټولو عملو افضل بللى دى او په بل کي يې بیا بل عمل، ددې وجه داده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم  د  سړي وحال  ته کتل چي په چا کي دکوم عمل نقصان و  نبي کریم علیه السلام  و هغه عمل ته افضل اعمال ويلي که نه نو د کافرانو سره جهاد د فرضيت په وخت کي د تر ټولو اعمالو افضل عمل دى. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح: ج٧، ص٢٦٤. کتاب الجهاد.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته