تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن کریم د تلاوت فضیلت او ځینې آداب
  تعلیم الاسلام
  May 17, 2017
  0

لیکوال: نور الله خان احمدزی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 حضرت ابوهریره رضی الله عنه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړي چې حق سبحانه و تعالٰی، دومره د هېڅ انسان خواته پاملرنه نکوي، لکه: هغه کس ته چې قرآن په ښه غږ سره لولي ــ البته د قرآن تلاوت کوونکي ته ضروري دي چې د سندرو پشان یې تلاوت نکړي ــ په احادیثو کې د دې منع راغلې ــ یو حدیث کې دي چې: ایاکم ولحون اهل العشق الحدیث... یعنې له دې څخه ځان وساتئ لکه عاشق د غزل غږ غُږ جوړ کړي او د موسیقي پر قوانینو یې وایي داسې مکوئ ــ مشائخو لیکلي چې داسې لوستلو او ویلو والا فاسق او اورېدونکی ګناهګار دی ــ لیکن د سندرو د قواعدو او خیال ساتلو بغیر ښه غږ مطلوب ده ــ حدیث شریف کې په ګڼو ځایو کې د دې ترغیب راغلی ــ یو ځای ارشاد دی چې په ښه غږ سره قرآن مزین یا ښایسته کړئ ــ یو ځای ارشاد دی په ښه غږ سره د الله تعالی د کلام شریف حسن یا ښایست دوه برابره کیږي.
 
شیخ عبد القادر جیلاني پخپل کتاب غنیة الطالبین کې لیکلي دي چې عبد الله بن مسعود رضی الله عنه یوځل د کوفې شا او خوا روان وو چې یو ځای د فاسقینو ټولۍ ناست وو ــ یوکس لکه چې زاذان نومېده او هغه سندرې ویلې او سارن یې غږوه - ابن مسعود رضی الله عنه چې د هغه غږ واورېده نو ارشاد یې وفرمایه ــ دا څومره ښه غږ لري ای کاش په دغه غږ سره یې د قرآن تلاوت کولی له دې وروسته په سر یې څادر واچوه او له هغه ځایه تېر شو ــ زاذان چې دا صحابي په خبرو ولیده نو له خلکو څخه یې وپوښتل چې دا څوک دی هغوی ورته وویل چې دا صحابي دی او هغه داسې وویل ــ هغه وډار شو کیسه لنډه چې دغه کس ټول آلات د موسیقي مات کړل او ابن مسعود رضی الله عنه پسې شو بلآخر علامه د وخت جوړ شو ــ مطلب دا چې په ګڼو روایاتو کې په ښه غږ سره تلاوت کولو سره ډېره مدح راغلې او په ښه غږ سره تلاوت کول باعث د ستر اجر دي  خو د سندرو په بڼه به د قرآن تلاوت نه کیږي.
 
 
د تلاوت فضيلت:
 
نبي کریم صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل: يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة (رواه ابن ماجه). ژباړه: ای ابوذره! کچېرې ته سهار لاړ شې او يو آيت د قرآن زده کړې نو د سل رکعته نفلو نه غوره دی، اوکچېرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه؛ نو د زرو رکعتو نفل کولو نه غوره دي. 
 
درې کسان دي چې د قيامت د ورځې د ويرې نه به بچ وي او بې حسابه به جنت ته ننوځي:
 
رجل قرء القرآن ابتغاء وجه الله وام به قوماً وهم به راضون وداع يدعون اِلی الصلوات ابتغاء وجه الله ورجل احسن فيمابينه وبين ربه وفيمابينه وبين عواليه (رواه الطبرانی). ژباړه: يو هغه سړی چې د رب تعالٰی لپاره يې قرآن ولوست او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې خوښ وو، دوهم هغه سړی چې صرف د رب تعالٰی د رضا لپاره خلک لمانځه ته بولي، دريم هغه سړی چې د خپل رب جل جلاله سره هم ښه معامله ساتي او د خپلو ماتحتو (تر لاس لاندې خلکو) سره هم.
 
من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها (جامع ترمذي). ژباړه: د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکۍ عوض لس چنده دی. البته د يوې نيکي قدر به هلته ولګي چې د نیکيو او بديو تلل وي.او بيا بدي پر نيکي درنه شي. الله تعالٰی مو له داسې حالت څخه وژغوره. همدا یې وخت دی چې د ثواب په ګټلو کې شپه او ورځ ولګوئ.
 
عن ابن عمر قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم ان هذه القلوب تصدأ کما يصدا الحديد اذا اصابه الماء قل يا رسول الله ما جلاء ها قال کثرة ذکرا لموت وتلاوة القرآن (رواه البيهقیي شعب الايمان). د حضرت عبد الله بن عمر رض الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د بنی آدم په زړه باندې داسې زنګ پرېوځي لکه د اوبو په لګېدو سره چې په وسپنه زنګ راځي. خلکو ورته عرض وکړ چې ای رسول الله! د زړونو دا زنګ څنګه لیرې کېدای شي هغه ارشاد وفرمايلو چې مرګ ډېر يادول او د قرآن کریم تلاوت کول.
 
عن عايشه قالت رسول الله صلی الله عليه وسلم : الماهر با لقرآن مع السفرة الکرام البررة و الذی يقرء القرآن و يتتعتع فيه وهو عليه شاق له اجران (رواه البخاري). ژباړه: د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په ښه طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو پرښتو سره وي او کوم بنده چې قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چې په هغې کې نښلي؛ نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي (يو د تلاوت او بل د زحمت او مشقت). صحيح بخاري و صحيح مسلم .
 
عن معاذ الجهنی قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوء هُ احسن من ضوء  الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا (رواه احمد و ابو داؤد). ژباړه: د حضرت معاذ الجهني نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې قرآن ولوست او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو  په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډېره ښايسته وي هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زموږ په خوا کې را کوز شي د دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چې خپله دا عمل کړی وي .عن ابی اُمامة قال سمعت رسول الله صلی الله عله وسلم يقول اقرء والقرآن فانه ياتی يوم القيامة شفيعا لا صحآبه اقر ؤا الزهر وين  البقرة وسورة  ال عمران فانهما تاتيان يوم القيامة کانهما غمامتان او غيايتان او فرقان من طير صواف تحاجان عن اصحابهما اقرو سورة البقرة فان اخذها برکة وترکها حسرة  ولا يستطيعها البطله (رواه مسلم). ژباړه: د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل هغه ارشاد وفرمايلو: قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږي، راځي به خاصتاً (الزهروين) يعنې دا دوه اهم سورتونه (البقره ـ آل عمران) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخیستی داسې به راځي لکه چې د وريځې ټوټه وي يا سیوری وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي. دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي او ويې فرمايل چې لوله سوره بقره ځکه چې د دې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت د دې طاقت نلري .
 
د اهل بطالت نه مراد ساحران او کوډګر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکي باندې سحر او جادو کوم اثر نکوي .
 
د تلاوت ځینې آداب:
 
۱-(له بې اودسۍ او جنابت څخه د بدن پاکوالی. ۲-(مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې تلاوت کوونکی د قبلې په لوري ناست وي.
 
۳-(د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالٰی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (النحل: ۹۸). ۴-(د هر سورت په شروع د « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په خاصه توګه د فاتحې سورة په شروع کې.
 
۵-(قرآن کریم په ترتيل سره لوستل (ورتل القرآن ترتيلا ) د ترتيل په باره کې شاعبدالغزيز په خپل تفسير کې ليکلي دي چې ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايي او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايي چې هغه څيزونه په لاندې ډول دي:
 
الف:- د حروفو صحيح ادا کول يعنې د خپل مخرج څخه چې د ضاد پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي. ب:- د وقف پر ځای په ښه شان سره درېدل چې وصل او قطع يعنې يو ځای کول او جدا کول د کلام بې ځايه نشي. ت:- حرکتونه سره ګډوډ نشي زور، زير او پيښ (فتحه، کسره، ضمه وغیره...) په ښه شان ښکاره ادا شي. ث:- آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې راووځي او غوږونه یې واوري. ج:- قرآن په ښه آواز دردونکي غږ سره تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي. ح:- شد او مد ښه ښکاره کول چې د دې په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مرسته کوي. خ:- د رحمت او عذاب د آيتونو حق ادا کول.
 
۶-(د تلاوت پر مهال حاضرينو (ناستو خلکو) ته واجب دي چې چوپ وي او په نورو کارونو له مشغولېدو څخه بايد ډډه وکړي قوله تعالٰی: وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهُ وَأَنصِتُوْا (اعراف: ۲۰۴).
 
۷-(قاري او اوريدونکي ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنې څخه ده. مګر فرياد، چيغې وهل شور ماشور جوړول د قرائت په وخت کې د مشرکانو صفت دی ځکه کله به چې قرآن لوستل کېده نو مشرکانو به يو له بله سره خبرې چيغې او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړې ده. وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآن وَالْغَوْا فِيهِ (فصلت: ۲۶). او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسئ او په هغه (مهال)  بېهوده خبرې کوئ.
 
۸-(قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت (غږ) سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن). هغه له موږ څخه نه دی چې قرآن په ښه آواز نه لولي.
 
۹-(قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو، فاسقان يا یهودو او نصاراؤ د ديني آوازونو سره تشبه نکړي او د ښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي.
 
۱۰-(قاري او اوريدونکي د قرآن په آيتونو کې به تدبر فکر کوي او د هغه په معنا او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي. أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء ۸۲). آيا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوي.
 
۱۱-(د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی تر څو د الله جل جلا له غطمت او لويي په ياد راوړل شي چې قرآن د هغه کلام دی.
 
۱۲-(تر خپله وسه د قرآنکريم د اوامرو اطاعت کول او د هغه له مخالفت څخه ځان ساتل ځکه قرآن به د قيامت پر ورځ هغه چا ته حجت، نور او شفاعت کوي چې عمل يې ورباندې کړی وي. مګر هغه څوک چې قرآن تلاوت کوي خو د قرآن له دستوراتو او اوامرو څخه سرغړونه کوي نو قرآن به د قيامت په ورځ پر داسې کس لعنت وايي.
 
۱۳-(يو مسلمان ته پکار ده چې حد اقل په څلويښتو ورځو کې يو ځل قرآن ختم کړي او سنت ده چې هره ورځ يو جزء تلاوت کړي يا حد اقل د ورځې لس آيته تلاوت کړي ترڅو د غافلانو په ډله کې حساب نشي. من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم).
 
څوک چې لس آيتونه د شپې تلاوت کړي هغه به د غافلينو نه نه شمېرل کيږي.
 
۱۴- مستحب ده چې قاري د قرآن په  ختم کې دعا وکړي نور هم حاضر کړي چې په دعا کې ګډون وکړي ځکه چې دا د دعا د استجابت او د الله جل جلا له د رحمت د نزول وخت دی.
 
۱۵-(بايد د قرآن تلاوت د الله جل جلا له د رضا لپاره وي ځکه چې د قرآن تلاوت له لويو عباداتو څخه دی نو عبادت بايد د غيرالله لپاره نه وي.
 
۱۶-(تلاوت د بل عرض او اجرت اخيستلو لپاره حرام دی. من قرء القران يتاکل به الناس جاء يوم القيامة و وجهه غظم ليس عليه لحم (رواه بيهقي). څوک چې قرآن د دې لپاره وايي چې د خلکو نه خوراک وکړي د قيامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې د هغه مخ به تش هډوکي وي غوښه به پرې نه وي.
 
۱۷-(د تلاوت د سجدې په اورېدو سره د تلاوت سجده کول.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته