تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړه د نرم والي اسباب: قرانكريم
  تعلیم الاسلام
  October 20, 2017
  0
لیکنه: محمد نسیم سمسور / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-02-08 
 
لومړی مبحث:  قران کریم او د هغه تلاوت
 
قران کریم هغه کتاب دی چې د انسان د ژوند هراړخیزه درملنه کوي ، قران کریم نه یوازې دا چې په هغې سره آخرت جوړیږي بلکې دنیا هم ورباندې ښایسته او ښکلې کیږي همدارنګه قران کریم د انسان د بدن د ظاهري او باطني امراضو لپاره یو داسې شفاء ده چې عملي کول یې انسان بیا د تل لپاره د هغه مرض څخه نجات پیدا کوي .
 
قران کریم کې الله پاک په زیاتو ځایونو کې مسلمانان دې خبرې ته متوجه کړي دي چې ستاسې د مرضونو د شفاء لاره یواځې د قران کریم تلاوت او د هغې په احکاموعمل کول دي :
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ). (۱)
 
ژباړه : اي خلکو په تحقیق سره راغلې ده تاسو ته (موعظه پند) له جانبه د رب ستاسې او شفاء (درملنه ) ده لپاره د هغو ( ټولو روحاني امراضو چې په سینه کې دي ) او هدایت او رحمت دی د مومنانو لپاره .
 
په پورتني آیت کې په تاکید سره ویل شوي دي چې ستاسې د سېنو د مرضونو شفاء او د قران کریم لوري ته پام اړول او په هغې عمل کول دي همدارنګه د قران کریم په زیاتو آیتونو کې ورته اشاره شوې ده ، همدارنګه د قران کریم د اهمیت په اړه شیخ الاسلا ابن تیمیه رحمه الله فرمایي: قران کریم د ټولوهغو دردونو لرې کوونکی دی چې انسان ورسره مخ کیږي ، او زړه صفا کوي او هغه اصلی فطرت ته ګرځوي ، لکه څرنګه چې د بدن نورغړي تغذیې ته ضرورت لري ترڅو ورباندې تازه شي ذکر د زړه لپاره داسې دی لکه اوبه د ماهي لپاره یعني د ماهي به څه حال وي چې کله هغې ته اوبه ورونه رسیږي. (۲)
 
(وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا). (۳)
 
ژباړه :او نازلو (پرتا) له قران کریم څخه هغه څیز چې شفاء ده له ظاهري او باطني امراضو او رحمت دی لپاره د مومنانو چې نفعه ترې اخلي ،او د ظالمانو لپاره نه زیاته وي مګر تاوان ، دا قران کریم یواځې د مومنانو لپاره شفاء ده.
 
 
 چې په دې سره د دوی له زړونو څخه د شک ، نفاق او شرک مرضونه لرې کوي او د کاملې صحتمندۍ خاوندان شي ځکه کامل صحت هغه وخت راځي چې کله د انسان ظاهري او باطني یا جسمي او روحي ناروغي ونه لري.
 
که څوک غواړي چې له دواړو ناروغیو څخه په امن شي نوور ته لازمه او ضروري ده چې د قران کریم تلاوت زیات وکړي او هغه په تدبر سره ولولي ترڅو یې په معانیو کې فکر وکړي ، ځکه په تدبر او تفکرسره قران لوستل د مسلمان لپاره ضروري خبره ده. (۴)
 
الله پاک فرمایي: (الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ). (۵)
 
ژباړه: (دغه رجوع کوونکي) هغه کسان دي چي ایمان یې راوړی دی او ارام نیسي زړونه ددغو په ذکر د الله سره، واورئ خبردار شئ! چي په ذکر د الله سره مطمئن کیږي ارام نیسي زړونه (د مؤمنانو).
 
 
او د اکار یواځې د الله پاک په ذکر باندې کیږي (مطمین کیږي زړونه د مومنانو) او بهترین ذکر د قران کریم تلاوت دی دا ځکه چې د زړونو د دوایانو په بیانولو او د ټولو مرضونو په علاج باندې مشتمل دی ،همدا شان قران کریم د ټولو مرضونو لپاره لکه د شک او شهوتونو مرض ، د کفر یا بدعاتو مرض ، د دې ټولو لپاره شفاء ده چې دې کې قطعي دلایل موجو دي چې حقایق واضح کوي ناروا او باطل په ګوته کوي چا چې د قران کریم تلاوت وکړ او زړه ته یې ښکته شو نو حق او باطل به وویني او د دواړو په منځ کې به داسې فرق کولی شي لکه د شپې او د ورځې په منځ کې.
 
قران کریم تر ټولو لویه هغه ذریعه ده چې مسلمان د هغې په تلاوت سره الله پاک ته نیږدې کیږي ، د قران کریم تلاوت د مسلمان د زړه څخه زنګ لرې کوي او د زړه زنګ هغه د زړه سختوالی دی کله چې زړه سخت شي بیا حق ته میلان نه کوي او ناروا پسې به ګرځي .
 
د کوم مسلمان چې زړه د سختوالي څخه پاک وي هغه به تل د الله پاک په عبادت کې خپل ژوند مصرفوي ځکه د زړه سختوالی د هر خیر څخه مسلمان محرومه وي او دا کار یواځې او یواځې د قران کریم په تلاوت سره کېداي شي او د هغې په احکامو د عمل په نتیجه کې رامنځته کږي.
 
اړوند: د کلک زړه زیانونه او علاج
 
-----------------------------------------
۱ -  سورة یونس ( ۵۷) 
۲ -  مجموع الفتاوی،  ج۱۰ ص  ۱۵۳
۳ - سورة الاسراء ( ۸۲) 
۴- ابن کثیر، ج  ۳  ص  ۸۲
۵- سورة الرعد ( ۲۸) 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته