تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة التوبة
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2023
  0

سورة التوبة


لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


سورة التوبة په قران عظيم الشان کي د ترتيب په اعتبار ۹ سورة دئ، د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ او هغه يوازنی سورة چي بې له تسميه (بسم الله) څخه شروع کېږي دئ.


سورة التوبة ۱۲۹ آية او ۱۶ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (بَرَآءَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ)


دې سورة ته (سورة براءة) هم وايي. براءة - بېزاره کېدو ته ويل کېږي.

 

په سورة التوبة کي لاندي موضوعاتو ته اشاره سوې ده: 

 

۱-  د مشرکينو سره د تړون يا معاهدې څخه بېزاري؛


۲-  د مشرکينو سره د قتال او جهاد امر؛


۳-  مشرکين نجس دي او حرم شريف ته نه سي داخلېدلای؛


۴-  د حنين د غزا بيان؛


۵-  د تبوک د غزا اړوند ځيني واقعات؛


۶-  منافقينو ته مه لمونځ ورکوئ او مه ئې د قبر و خوا ته درېږئ؛


۷-  الله (عزوجل) د مؤمينانو څخه د دوی ځانونه او مالونه را نيسي او په عوض کي ئې جنتونه ورکوي؛


۸-  مؤمينان نارينه او ښځي يو د بل اولياء (همکاران) دي، په نيک کارونو يو بل امر کوي او د بديو څخه يو بل راګرځوي؛


۹-  بِدوين (يعني اعراب يا د ليري پرتو سيمو خلک) په کفر او نفاق کي اشد دي؛


۱۰-  د مشرکينو له پاره هيڅ کله د مغفرت او بخښني غوښتنه مه کوئ؛


۱۱-  د حضرت ابراهيم (عليه السلام) د مغفرت غوښتنه خپل د پلار په حق کي صرف د وعدې پر اساس وه.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته