تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة النحل لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سورة النحل لنډه پېژندنه 


سورة النحل ۱۲۸ آية او ۱۶ رکوع لري.

 

د دې سورة نوم د ۶۸ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحْلِ أَنِ ٱتَّخِذِى مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًۭا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ. 


ژباړه: او ستا رب و مچۍ ته وحي وکړه چي د ځان له پاره په غرونو او درختو او د دوی (يعني د انسانانو) د اوسېدو په ځای کي کورونه جوړ کئ.


نحل د عسل (شات) مچۍ ته ويل کېږي. د دې سورة نوم ځکه نحل دئ چي الله (تبارک و تعالی) د عسلو د مچۍ ذکر په کښي کړی دئ. او هم دا چي دوی څنګه په غرونو، درختو او د کورونو د باندي په حصو کي ځان ته د اوسېدو ځايونه جوړوي.


په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.


۱-  د الله (سبحان و تعالی) وحدانيت.


۲-  د آسمانونو او مځکي خالق الله (عزوجل) دئ او انسان ئې د نطفې څخه خلق کړی دئ او غرونه ئې پر مځکه درولي دي چي مځکه پايداره کي او د ښورېدو څخه ئې وژغوري.


۳-  الله (رب العزة) رسولان و انسانانو ته را استولي دي تر څو د شرک څخه ئې باخبره کي او د الله تعالی وحدانيت او ربوبيت ته ئې راوبولي. او الله جل جلاله د رسولان په واسطه د مشرکينو دا دعوه ردوي چي دوی به ويل: (که الله تعالی غوښتلای چي يوازي د ده عبادت وکو نو به مو په هيڅ صورت د الله (رب العزة) سره بل څوک نه وای شريک کړی.)


۴-  هغه کسانو چي د الله جل جلاله له پاره هجرت کړی دئ، د هغو له پاره اجر عظيم دئ.


۵-  که الله (ذوالجلال و الاکرام) ظالمان داسي ژر هلاک کولای، نو به ئې د دوی حيوانات لا نه وای ور پرې ايښي.


۶-  لکه څنګه چي اوبه مړه مځکه را ژوندۍ کوي، هغسي دا قرآن کريم د انسانانو روح را ژوندی کوي.


۷-  الله تعالی تاسو ته د مچۍ، مرغانو او حيواناتو په ژوند کي نښي نښانې او مثالونه وړاندي کوي.


۸-  الله جل جلاله تاسو په عدل، نيک کارونو او قريبانو ته په ورکړه سره امر کوي او د دښمنۍ و بد سلوک څخه مو منع کوي.


۹-  د حلالوالي او حراموالي حکم يوازي د الله (سبحان و تعالی) له لوري دئ.


۱۰-  سيدنا ابراهيم (عليه السلام) خپله يو امت وو.


۱۱-  د الله تعالی و لاري ته نور خلګ په حکمت، نصيحت او دليل سره را دعوت کئ.

 

ماخذ: 
معارف القران، تفسیر ابن کثیر او تفسیر طبري

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته